يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - پينځۀ دېرشم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

د مدد دپاره دُعا

۱اے مالِکه خُدايه، د هغوئ مخالفت وکړه، څوک چې زما مخالفت کوى،

هغوئ سره جنګ وکړه څوک چې زما خلاف جنګ کوى.

۲خپل ډال زغره دې راواخله،

راپاڅه او زما مدد له راشه.

۳د هغوئ خلاف څوک چې ما پسې دى خپله تُوره او نېزه دې راواخله.

چې تۀ زما خلاصونکے يې خُدايه، په دې ما مطمئن کړه.

۴څوک چې ما قتلول غواړى بې‌عزته او شرمنده دې شى،

څوک چې ما بربادول غواړى ناکام او شرمنده دې شى.

۵هغوئ دې په هوا کښې لکه د بوسو په شان والوځى،

او د مالِک خُدائ فرښته دې هغوئ وزغلوى.

۶د هغوئ لار دې تيارۀ او ښوئېدونکې شى،

فرښته د مالِک خُدائ دې ورپسې شى.

۷بې‌سببه هغوئ ما ته اېښودى دى دامونه

بې‌سببه يې زما د نيولو دپاره کوهے کنستے دے،

۸بربادى دې ناګهانه ورباندې راشى

ما ته اېښى جال کښې دې په خپله ګېر شى،

ما ته چې کنستې ده په هم هغه کنده کښې دې ګېر شى.

۹نو بيا زۀ به د مالِک خُدائ خوشحالى کوم.

چې هغه مې بچ کوى نو زۀ به خوشحالى کوم.

۱۰زما ټول ځان به ثنا وائى ستا،

”مالِکه خُدايه بل څوک دے لکه ستا؟

د زورَورو نه کمزورى څوک بچ کولے شى.

حاجتمند او مسکينان څوک د شوکمارو نه بچ کولے شى؟“

۱۱بې‌رحمه ګواهانو په دروغو وکړه ګواهى په ما،

چې بلکل ترې خبر نۀ يم هغه اِلزامونه يې ولګول په ما.

۱۲هغوئ د ښو په بدل کښې بد راسره کوى،

او زۀ په غم باندې اخته يم.

۱۳خو ما د هغوئ په بيمارۍ، د غم جامې واچولې روژه دار شوم.

او په روژه نيولو او دُعا کولو د دوئ دپاره عاجز شوم،

ما د عاجزۍ نه په دُعا کښې سر ټيټ نيولے وو.

۱۴زۀ داسې خفه وم لکه څنګه چې څوک وى،

خفه په غم د دوستانو يا د ورور.

داسې مې سر ټيټ کړے وو لکه څنګه څوک ‎چې وير کوى د خپلې مور.

۱۵خو دوئ ټول خوشحاله وُو چې راغلے وو غم په ما،

په ملنډو سره راټول شوى وُو دوئ خلاف زما،

هغه کسانو راباندې حمله وکړه چې وُو اجنبيان

او دوئ بې‌عزتى کوى په ما پورې مدام.

۱۶لکه د بدکارانو غوندې په بې‌رحمۍ سره يې وکړله ما پورې خندا،

دوئ د نفرت نه خپل غاښونه وچيچل په ما.

۱۷اے مالِکه خُدايه، ترڅو پورې به تۀ دوئ ته ګورې؟

ما د دوئ د خطرناکو حملو نه بچ کړه،

زما ژوند د دې زمرو نه بچ کړه.

۱۸نو بيا به زۀ ستا شُکر په لويه ډله کښې ادا کړم.

زۀ به په ټولو خلقو کښې ستا ثناء صِفت وکړم.

۱۹مۀ پرېږده چې زما دشمنان زما په شکست باندې خوشحاله شى،

مۀ پرېږده هغوئ چې نفرت کوى له ما چې په غم زما خوشحاله شى.

۲۰د خېر خبرې نۀ کړى د شر خبرې کوى،

وائى دروغ د هغو پسې څوک چې ژوند په امن کوى.

۲۱هغوئ په زوره د واه واه چغې وهى،

وائى چې، ”مونږ په خپلو سترګو ليدلے دے.“

۲۲تا وليدل په خپله، مالِکه خُدايه، مۀ چپ کېږه،

اے مالِکه خُدايه، اوس ما مۀ پرېږده،

۲۳راپاڅه، تۀ راپاڅه او زما دفاع وکړه،

زما دپاره وکالت وکړه، زما پاکه خُدايه او زما مالِکه،

۲۴مالِکه خُدايه، زما خُدايه

د خپل عدالت په مطابق زما د بې‌ګناهۍ اعلان وکړه،

چې په مصيبت کښې په ما خوشحالى وکړى زما دشمنان مۀ پرېږده.

۲۵چې هغوئ په زړۀ کښې دا ونۀ وائى خپل،

”ګورئ هغه وشول څۀ چې مونږ غوښتل.“

او دوئ اوس نۀ شى وئيلے چې، ”دے مونږ‎ ژوندے تير کړو.“

۲۶څوک چې زما په تکليفونو خوشحاليږى

هغوئ دې خوار شى او ودې شرميږى،

څوک چې خپل ځان زما دپاسه کوى

په بې‌شرمۍ او په بې‌عزتۍ کښې دې پټ شى.

۲۷څوک چې زما طرفدارۍ له راشى نو هغوئ له لويه خوشحالى ورکړه،

هغوئ دې تل د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کوى

څوک چې د خپل خِدمتګار په خير باندې ‎پُراَمنه خوشحالى کوى.

۲۸نو زۀ به په ژبه ستا صداقت بيانوم،

ټوله ورځ به زۀ ستا ثناء صِفت کوم.