يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - څليريشتم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

د جلال بادشاه

۱دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى،

دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.

۲په دريابونو باندې اېښى مالِک خُدائ د زمکې بنيادونه دى،

دا زمکه يې په سمندر باندې آباده کړې ده.

۳د مالِک خُدائ غر ته څوک ورختلے شى؟

او څوک د هغۀ مقدس ځائ کښې ودرېدلے شى؟

۴يواځې هغه څوک چې يې زړونه او لاسونه پاک وى،

څوک چې د بُتانو عبادت نۀ کوى،

او هيڅکله د دروغو قسمونه نۀ کوى.

۵دوئ ته به د مالِک خُدائ برکت مِلاو شى،

او خپل خلاصونکى خُدائ پاک نه به صداقت حاصل کړى.

۶او هم داسې خلق ستا د مخ لټون کوى،

اے د يعقوب خُدايه، دوئ به ستا طلب کوى.

۷اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى ورونو خلاص شئ،

چې د جلال بادشاه دننه درشى.

۸هغه د جلال بادشاه څوک دے؟

هغه دے مالِک خُدائ چې ډېر قوى او زورَور دے،

هغه مالِک خُدائ چې په جنګ کښې تکړه دے.

۹اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى وروڼو خلاص شئ،

چې د جلال بادشاه دننه درشى.

۱۰هغه د جلال بادشاه څوک دے؟

هغه ربُ الافواج دے،

هغه د جلال بادشاه دے.