يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او دوه څلوېښتم زبور

د حضرت داؤد يو مشکيل، هغه دُعا چې کله هغه په غار کښې وو

۱زۀ په زوره مالِک خُدائ ته ‎ژړا کوم،

او ما د رحم دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړو.

۲زۀ خپل فريادونه د هغۀ په وړاندې کوم،

د هغۀ په وړاندې زۀ خپل مصيبت بيانوم.

۳کله چې زما روح په ما کښې کمزورے شى،

نو دا تۀ يې چې زما په لارو پوهېږې.

په کومو لارو چې زۀ روان يم

نو په هغه لارو کښې يې ما دپاره دام پټ لګولے دے.

۴وګوره زما ښې طرف ته وګوره

هيڅوک زما پرواه نۀ کوى،

زما پناه ګاه نشته هيڅوک زما د ژوند پرواه نۀ کوى.

۵زۀ تا ته ژړا کوم، اے مالِکه خُدايه،

زۀ دا وايم چې، ”تۀ زما پناه ګاه يې،

او تۀ د ژوندون په دُنيا کښې زما برخه يې.“

۶زما ژړا تۀ واوره،

ځکه چې زۀ ډېر سخت محتاجه يم.

څوک چې ما ګېرول غواړى د هغوئ نه ما بچ کړه،

ځکه چې دوئ زما نه ډېر زورَور دى.

۷تۀ ما د قېد نه خلاص کړه،

چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړم.

نو بيا به صادقان رايوځائ شى زما په حقله،

ځکه ستا د مهربانۍ په وجه.