يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او دوه دېرشم زبور

يروشلم ته د ختلو سرود

۱اے مالِکه خُدايه داؤد ياد ساته

او ټول هغه کړاونه کوم چې هغۀ وزغمل ياد ساته.

۲هغۀ د مالِک خُدائ سره قسم وخوړلو

او د يعقوب د قادر مطلق خُدائ پاک سره يې وعده وکړه،

۳”او زۀ به خپل کور ته نۀ ورننوځم

او نۀ به خپل کټ کښې آرام وکړم.

۴او نۀ به سترګې پټې کړم

او نۀ به سترګې مرغۍ کېدو ته پرېږدم،

۵تر دې چې مالِک خُدائ له ځائ پېدا کړم،

او د يعقوب قادر خُدائ له د اوسېدو ځائ پېدا کړم.“

۶مونږ د لوظ صندوق ذکر په اِفراته کښې واورېدلو،

او مونږ هغه د يعريم په مُلک کښې وموندلو.

۷”راځئ چې مونږه د هغۀ د اوسېدو ځائ ته لاړ شُو،

راځئ چې د هغۀ د پښو چوکۍ په وړاندې هغۀ ته سجده وکړُو.“

۸مالِکه خُدايه پاڅه او خپل مقدس عرش ته دې راشه،

خپل د لوظ صندوق سره چې ستا د قدرت نښه ده.

۹ستا اِمامان دې د صداقت جامې واچوى،

او ستا مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى.

۱۰ستا د خِدمتګار داؤد په خاطر

خپل غوره شوى دې مۀ رد کوه.

۱۱مالِک خُدائ د خپل خِدمتګار داؤد سره قسم وکړو

يو داسې پوخ قسم چې هغه به نۀ ماتوى،

”چې زۀ به يو کس ستا د نسل نه ستا په تخت کښېنوم.

۱۲کۀ ستا زامن زما لوظ پوره وساتى

او ستا هغه اصُول منى کوم چې ورته وښايم،

نو بيا به د هغوئ زامن تر ابده پورې ستا په تخت ناست وى.“

۱۳ځکه چې مالِک خُدائ صيون خوښ کړے دے،

هغۀ د اوسېدو دپاره دغه ځائ خوښ کړے دے،

۱۴”دا زما تر ابده پورې د آرام ځائ دے،

او هلته به زۀ په تخت کښېنم د کوم چې ما خواهش کړے وو.

۱۵دا به زۀ په ډېر پېداوار باندې بختور کړم،

او د هغې غريبان به زۀ په خوراک باندې ماړۀ کړم.

۱۶زۀ به د خلاصون جامې ورواغوندم د دې اِمامانو ته،

د هغې مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى.

۱۷دلته به زۀ د داؤد د فخر ښکر جوړ کړم،

د خپل مقرر شوى کس دپاره به ډيوه بله کړم.

۱۸زۀ به د هغې دشمنانو ته د شرم جامې واغوندم،

او د هغۀ په سر تاج به د لوئې مرتبې وى.“