يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او ديارلسم زبور

۱مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.

اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

او د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ.

۲د مالِک خُدائ نوم ته دې ثناء صِفت وى،

د اوس نه تر ابده پورې.

۳د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې،

د مالِک خُدائ د نوم ستائينه دې وى.

۴مالِک خُدائ په ټولو قومونو کښې اوچت دے،

او د هغۀ جلال پاس په آسمانونو کښې دے.

۵زمونږ د مالِک خُدائ خُدائ پاک په شان بل څوک دے،

هغه څوک چې پاس په آسمان کښې په تخت ناست دے.

۶څوک چې خپل ځان په دې عاجزوى

چې آسمانونو او زمکې ته لاندې ګورى.

۷هغه غريبان د خاورو نه اوچتوى،

او هغه حاجتمند د ايرو نه اوچتوى.

۸هغوئ د شهزادګانو سره کښېنوى،

او تر دې هغوئ د خپلو شهزادګانو سره کښېنوى.

۹هغه شنډې ښځې په خپلو کورونو کښې داسې خوشحالوى،

لکه يوه خوشحاله د بچو مور چې وى.

مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.