پنځم کتاب
(زبور ۱۰۷ - ۱۵۰)
د خدای د ښه والي په هکله ثنا او صفت
۱د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغه
ده ابدي د هغه مینه
۲ای ټولو خلکو چې څښتن یئ ازاد کړي داسې ووایئ
هغه خلاص کړي یئ د خپلو دښمنانو ځینې
۳او بېرته یې راوستلئ له پردیو ملکونو څخه
له ختیځه او لوېدیځه او له شماله او جنوبه څخه
۴ګرځېدل هسې په بیابان کې سرګردانه هغوی
پیدا کولای نه شوه لاره د هغه ښار
چې په کې واوسیږي
۵هغوی شول وږي تږي
او مرګ ته نژدې وو هغوی
۶نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن ته
او دوی یې کړل خلاص له مصیبته
۷هغوی ته یې وښودله سمه لاره
چې دوی پیدا هلته یو ښار کړي د اوسېدو دپاره
۸د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر دې شکر وباسي دوی
د عجیبه کارونو په خاطر چې یې کړي دي هغوی دپاره
۹ماتوي تنده هغه د تږو خلکو
او مړوي وږي خلک په ښو خوړو باندې
۱۰په دوی کې ځینې اوسېدل تیاره کې
وو تړل شوي بندیان په زنځیرونو باندې
۱۱ځکه دوی وکړه سرکښي د خدای له امره څخه
او لارښوونې یې کړې ردې د خدای تعالی
۱۲هغوی یې دومره کړل ستومانه په ډېر سخت کارونو
چې له پښو ولوېدل او هېڅوک نه ؤ
چې د هغوی سره څه مرسته وکړي
۱۳نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن ته
او دوی یې کړل خلاص له مصیبته
۱۴سختې تیارې نه یې هغوی راویستل
او ورته مات یې زنځیرونه کړل
۱۵د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر دې شکر وباسي دوی
د عجیبه کارونو په خاطر چې یې کړي دي هغوی دپاره
۱۶هغه کړې ماتې برنجي دروازې
او اړمونه یې د اوسپنې ټوټې ټوټې کړل
۱۷ځینې کم عقل شول په سبب د سرکښیو خپلو
او کړېدل په سبب د عملونو خپلو
۱۸د هغوی زړونه له خوړو نه تور شول
او مرګ ته نژدې شول هغوی
۱۹نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن ته
او دوی یې کړل خلاص له مصیبته
۲۰هغوی یې روغ کړل خپل کلام باندې
او هغوی یې خلاص کړل له مرګه څخه
۲۱د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر دې شکر وباسي دوی
د عجیبه کارونو په خاطر چې یې کړي دي هغوی دپاره
۲۲شکر دې وباسي د هغه په قربانیو باندې
د خوشحالیو په سندرو دې بیان کړي د هغه کارونه
۲۳ځینې کشتیو کې روان شول په دریاب باندې
او ژورو اوبو کې یې کاروبار کولو
۲۴هغوی ولیدل کارونه د څښتن
په ژورو دریابونو کې د هغه عجیبه کارونه
۲۵د هغه په حکم راوالوتل توفاني بادونه
او د دریاب څپې شوې پورته
۲۶کشتۍ ګانې به هوا ته جګېدلې
او ډوبېدلې به بیا بېرته د دریاب په تل کې
کشتیوانانو به بایلله حوصله خپله داسې خطر کې
۲۷کاږه واږه به هغوی تلل او زنګېدل به نشیانو په شان
نه پوهېدل هغوی چې څه وکړي
۲۸نو بیا په سخته کې هغوی وکړ فریاد څښتن ته
او دوی یې کړل خلاص له مصیبته
۲۹هغه ارام کړ توفان
او څپې غلې شولې
۳۰چې ارامي شوه نو خوشحال شول هغوی
او هغه بندر ته یې خوندي راوستل چې دوی غوښتلو
۳۱د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر دې شکر وباسي دوی
د عجیبه کارونو په خاطر چې یې کړي دي هغوی دپاره
۳۲د هغه لویي دې کړي بیان د خلکو غونډه کې
او د مشرانو په جرګه کې دې صفت وکړي
۳۳هغه سیندونه کړل بدل په دښته
او چینې د اوبو په وچه ځمکه باندې
۳۴هغه بدله کړله ښه حاصلخېزه ځمکه په ښوره زاره ځمکه
د هغو خلکو د بدۍ په سبب چې هلته اوسي په کې
۳۵هغه بدله کړله دښته په ډنډونو باندې
او کړلې یې بدلې وچې ځمکې په چینو باندې
۳۶هلته یې راوستل وږي خلک چې په کې واوسیږي
او هغوی ښار جوړ کړ چې په کې واوسیږي
۳۷هغوی کښېنول تاکونه او پټي یې وکرل
او ډېر حاصل یې واخیست
۳۸خپل قوم ته یې ورکړ برکت او اولادونه یې زیات شول
او هغه پرېنښودې چې کمې شي پادې او هم رمې د هغوی
۳۹کله چې وخوړله ماتې د خدای قوم او سپک شول هغوی
د ظالمانو له خوا او ځورېدل هغوی
۴۰هغه سپک کړل ظالمان خلک
او خوشې صحرا کې سرګردان کړل هغوی
۴۱خو محتاج خلک یې بدبختۍ نه خلاص کړل
او کورنۍ یې ورته زیاتې کړلې لکه رمو په شان
۴۲صادقان خلک چې دا ګوري نو کوي خوشحالي
خو ټول بدکاره خلک چوپ پاتې شي
۴۳څوک چې هوښیار وي
نو غور دې وکړي دې خبرو باندې
فکر دې وکړي د څښتن د تلپاتې مینې په باب
زبور - ١٠٧
WISDOM & POETRY
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
يوسفزئ
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/psalm-107/