يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او اوؤم زبور

د خُدائ د ښۀ‌والى ستائينه

۱د مالِک خُدائ شُکر کوئ، ځکه چې هغه ډېر ښۀ دے،

او د هغۀ مينه تر ابده ‎پاتې کيږى.

۲چا ته چې مالِک خُدائ خلاصون ورکړى هغوئ دې خلقو ته ووائى،

هغوئ هم څوک چې هغۀ د دشمن د لاس نه خلاص کړى دى،

۳هغوئ هم چې هغۀ د مُلکونو نه راغونډ کړل،

د مشرق او مغرب او د شمال او جنوب نه يې راغونډ کړل.

۴په هغوئ کښې ځينې په خوشى بيابان کښې سرګردانه ګرځېدل،

او د خپل ځان دپاره يې د اوسېدلو ښار پېدا نۀ کړو.

۵هغوئ اوږى تږى وُو،

او مرګ ته نزدې وُو.

۶نو بيا هغوئ په خپلو سختو کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه،

هغۀ بيا هغوئ د مصيبت نه خلاص کړل.

۷هغۀ هغوئ ته نېغه لاره وښودله

ترڅو چې هغوئ د اوسېدلو دپاره هغه ښار پېدا کړى.

۸نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى

او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،

۹هغه تږو له تنده ماتوى

او اوږى په ښۀ خوراکونو مړوى.

۱۰په دوئ کښې څۀ په مصيبت او په زنځيرونو کښې پراتۀ وُو،

قېديان په کښې په زنځيرونو کښې پراتۀ وُو،

۱۱هغوئ د خُدائ د کلام مخالفت کړے وو

او هغوئ د خُدائ تعالىٰ د مشورې سپکاوے کړے وو.

۱۲هغۀ هغوئ په سخت تکليف کښې واچول،

هغوئ تيندکونه خوړل خو مدد يې چا هم نۀ کولو.

۱۳نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه،

او هغۀ هغوئ د مصيبت نه خلاص کړل.

۱۴او هغۀ هغوئ د تيارې نه بهر راوويستل

او د هغوئ زنځيرونه يې مات کړل.

۱۵نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى

او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،

۱۶ځکه چې هغۀ د زېړو دروازې ماتې کړې

او د هغې د اوسپنو سيخونه يې غوڅ کړل.

۱۷نو څۀ خلق د خپلو بدعملو په وجه کم عقل شول

او د خپلو خطاګانو په وجه په مصيبت کښې ګېر شول.

۱۸او د هر قسمه خوراکونو نه بېزاره وُو

او د مرګ دروازې ته نزدې شوى وُو.

۱۹نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه،

او هغوئ يې د مصيبت نه خلاص کړل.

۲۰او هغۀ خپل کلام ورولېږلو او هغوئ يې روغ کړل،

او د قبر نه يې ورله خلاصون ورکړو.

۲۱نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى

او د هغه عجيبه کارونو دپاره چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى.

۲۲هغوئ دې مالِک خُدائ ته د شُکر ګزارۍ قربانى وړاندې کړى

او د هغۀ کارونه دې د خوښۍ په سندرو کښې بيان کړى.

۲۳او څۀ خلق په سمندرى بيړو کښې په سمندر کښې لاړل،

او هغوئ په زورَورو اوبو کښې تجارت کولو.

۲۴هغوئ د مالِک خُدائ کارونه وليدل،

او د هغۀ عجيبه کارونه يې په ډوبو ځايونو کښې وليدل.

۲۵هغۀ کلام وکړو نو تېز طوفان راغلو

او د سمندر چپې اوچتې شوې.

۲۶هغوئ به کله آسمان ته ختل او کله به لاندې د اوبو بېخ ته تلل،

نو په دې سخت طوفان کښې هغوئ همت بائيللو.

۲۷د نشيانو په شان په ټوپونو او تيندکونو باندې سر وُو،

او دوئ نه په آخر کښې يو دوه خطا شو.

۲۸نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته فرياد وکړو،

او هغوئ ته يې د مصيبت نه خلاصون ورکړو.

۲۹هغۀ طوفان په قلاره کړو،

او د سمندر چپې او موجونه په آرام شول.

۳۰نو کله چې هغه طوفان قلار شو نو دوئ خوشحاله شول،

څۀ چې دوئ غوښتل نو تر هغه غاړې يې راوستل.

۳۱نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى

او د هغه عجيبه کارونو دپاره چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى.

۳۲د خلقو په ډله کښې دې د خُدائ پاک لوئ بيانوى

او د مشرانو په محفل کښې دې د هغۀ ثناء صِفت کوى.

۳۳هغۀ دريابونه په بيابان بدل کړل،

او د اوبو چينې يې په اوچه زمکه بدلې کړې،

۳۴زرخيزه زمکه يې په مالګينه زمکه بدله کړه،

د هغوئ د بدو عملونو په وجه څوک چې هلته په کښې اوسېدل.

۳۵او هغۀ بيابانونه د اوبو په تالابونو باندې بدل کړل

او اوچه زمکه يې د اوبو په چينو بدله کړه،

۳۶هغۀ هلته اوږى د اوسېدلو دپاره ولېږل،

او هغوئ هلته د اوسېدو دپاره د ښار بنيادونه کېښودل.

۳۷او هلته هغوئ کرونده او د انګورو باغونه شروع کړل

چې هغې هغوئ ته ډېر پېداوار ورکړو،

۳۸هغۀ هغوئ ته برکت ورکړو او شمېر يې ورله ډېر زيات کړو،

او هغۀ د هغوئ په رمو کښې نقصان رانۀ وستلو.

۳۹او بيا يې شمېر په کمېدو شو او عاجزان شول

د ظلم، مصيبت او خفګان په وجه خوار و زار شول،

۴۰مالِک خُدائ په خپله شهزادګان سپکوى

هغه هغوئ په خوشى دشتو کښې سرګردانوى.

۴۱خو هغۀ محتاجه د ظلمونو نه خلاص کړل

او د هغوئ خاندان يې لکه د رمو په شان زيات کړل.

۴۲او صادقان دا ګورى او ورته خوشحالى کوى،

او ټول بدعمله به خپلې خولې بندې کړى.

۴۳څوک چې هوښيار وى نو هغوئ دې په دې خبرو باندې غور وکړى،

او د مالِک خُدائ په لويه مينه باندې دې غور وکړى.