يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - اوؤم باب

د بدکارو ښځو په حقله خبردارے

۱زما زويه، زما خبرې ځان سره وساته او زما احکام خپل ځان سره حفظ کړه. ۲زما په حُکمونو عمل کوه، نو تۀ به ژوندے پاتې شې. زما د تعليماتو داسې حفاظت وکړه لکه څنګه چې د سترګې د ګاټى کوې. ۳هغه د خپلو ګوتو سره ونښلوه او د خپل زړۀ په تخته يې وليکه. ۴حِکمت ته ووايه چې، ”تۀ زما خور يې،“ او پوهې ته خپل نزدې رشته‌دار ووايه. ۵دوئ به تا د زناکارې ښځې سره د تعلق نه وساتى، او هم به دې دوئ د زناکارې ښځې د دوکه کوونکو خبرو نه وساتى. ۶يو ځل ما د خپل کور د کړکۍ د جالۍ نه بهر وکتل، ۷نو ما څۀ ساده ځوانان وکتل، نو د دوئ په مينځ کښې مې يو کم عقل ځوان د نظر لاندې راغے. ۸نو هغه د هغې د کور سره په نزدې کوڅه کښې روان وو، کومه لار چې د هغې کور ته تلې وه، ۹د ماښام په وخت کښې، تيارۀ خوره شوه او شپه شروع شوه. ۱۰نو بيا يوه ښځه بهر راغله چې د هغۀ سره مِلاو شى. هغې د کنجرتوب جامې اغوستې وې، او په غلط خيال سره چې هغه دوکه کړى. ۱۱هغه بې‌شرمه او بې‌حيا ښځه وه چې ټوله ورځ هواګيره ګرځېدله. ۱۲هغه تل په کوڅو، او په چوکونو کښې ګرځى، او د ښار په هر ګوټ کښې ولاړه وى. ۱۳هغې هغۀ له غاړه ورکړه او ښُکل يې کړو، او په خپلو بې‌شرمو سترګو سره يې هغۀ ته ووئيل، ۱۴”نن ما کره د قربانۍ غوښه ده او ما خپل نذر پوره کړو. ۱۵نو زۀ بهر راووتلم چې تا سره مِلاو شم، ما ستا لټون کولو او تۀ راته مِلاو شوې. ۱۶ما په خپل کټ باندې د مِصر رنګارنګ د لټې څادرونه اچولى دى. ۱۷ما په خپل کټ باندې د مُر چيړ، عُود او دارچينۍ خوشبو لګولې ده. ۱۸راځه چې تر سحره پورې په مينه کښې ډُوب شُو. او د يو بل د مينې نه خوند واخلو. ۱۹ځکه چې زما خاوند په کور کښې نشته. هغه په لرې سفر باندې تلے دے. ۲۰هغۀ خپل جيب د پېسو نه ډک کړے دے، او د دې مياشتې تر آخره به واپس نۀ راځى.“ ۲۱نو په نرمو خبرو سره يې هغه غلط کړو، او د هغې پستو خبرو وغلولو. ۲۲نو هغه سمدستى هغې پسې د يو داسې غوَيى په شان روان شو لکه چې حلالېدو له روان وى، لکه چې هوسۍ په دام کښې ونښلى ۲۳ترڅو چې يو غشے د هغۀ زړۀ غوڅ کړى. هغه د يو داسې مارغۀ په شان وو چې د دام طرف ته منډې وهى، هغۀ ته پته نۀ وى چې هغه به د ژوند نه لاس ووينځى. ۲۴نو بيا زما زامنو، ما ته غوږ ونيسئ، زۀ چې درته څۀ وايم نو هغې ته توجو وکړئ. ۲۵خپل زړۀ ته اجازت مۀ ورکوه چې د داسې ښځې طرف ته مائل شى، او يا د هغې په غلطو لارو روان شى. ۲۶هغه د ډېرو کسانو د تباهۍ سبب شوې ده او د بې‌شمېره کسانو د مرګ سبب شوې ده. ۲۷د هغې کور د قبر طرف ته لار ده، او دا د مرګ دالان ته لارښودنه کول دى.