يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - دولسم باب

۱څوک چې اصلاح سره مينه لرى هغه د پوهې سره مينه لرى، خو چې څوک اصلاح نه نفرت کوى هغه کم عقل دے. ۲مالِک خُدائ د ښۀ سړى نه خوشحاله وى، خو مالِک خُدائ هغه کسان رد کوى چې د بدو منصوبې جوړوى. ۳انسان د بدعملۍ په ذريعه قائم نۀ شى جوړېدے، خو د صادقانو جرړه به کله هم نۀ ختميږى. ۴يوه پاک لمنه ښځه د خپل خاوند د سر تاج وى، خو يوه بې‌حيا ښځه د هغۀ په هډوکو کښې لکه د ناسور په شان وى. ۵د صادقانو منصوبې د اِنصاف وى، خو د بدعملو په نصيحت کښې هم دوکه وى. ۶د بدعمله خلقو خبرې د وينو توېدلو په طمع وى، خو د صادقانو خبرې د هغوئ ژوند بچ کوى. ۷بدعمله خلق مړۀ شى او فنا شى، خو د صادقانو خاندان کلک ولاړ وى. ۸د سړى د خپل حِکمت په مطابق صِفت کيږى، خو د خراب ذهن لرونکى سپک کيږى. ۹دا ښۀ خبره ده چې انسان عام کس وى او نوکر يې وى، په ځائ د دې چې ځان ته څۀ وائى او د لوږې مرى. ۱۰صادق انسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتى، خو د شرير ښۀ عمل هم د ظلم نه ډک وى. ۱۱څوک چې په خپله زمکه کښې محنت کوى نو هغۀ سره به ډېر خوراک وى، خو څوک چې بې‌کاره منصوبو پسې ګرځى کم عقل دى. ۱۲بدعمله د بې‌دينه خلقو د لوټ شوى مال خواهش کوى، خو د صادقانو جرړې خوريږى. ۱۳بد کاره سړے په خپلو خبرو کښې راګېر شى، خو صادق انسان د مصيبت نه بچ کيږى. ۱۴انسان د خپلو شونډو په مېوه په ښۀ څيزونو مړيږى، لکه څنګه چې د هغۀ د لاسونو محنت دۀ له اجر ورکوى. ۱۵کم عقلو ته خپل چال چلن ښۀ ښکارى، خو هوښيار سړے نصيحت ته غوږ نيسى. ۱۶کم عقل انسان خپله غصه زر ښکاره کوى، خو هوښيار سړے بې‌عزتى هم نظر انداز کوى. ۱۷رښتينے ګواه په صداقت سره ګواهى کوى، خو دروغژن ګواه دروغ وائى. ۱۸د بې‌پرواهۍ خبرې د تُورې په شان غوڅول کوى، خو د عقلمند ژبه پرهرونو له شفا ورکوى. ۱۹رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى. ۲۰څوک چې د بدو منصوبې جوړوى نو د هغوئ په زړونو کښې دوکه وى، خو خوشحالى د هغه چا دپاره ده څوک چې امن راولى. ۲۱صادقانو ته به هيڅ نقصان نۀ رسيږى، خو بدکاران به د مصيبت نه ډک وى. ۲۲مالِک خُدائ د دروغژونو شونډو نه نفرت کوى، خو هغه د هر هغه چا نه خوشحاله وى څوک چې رښتينى وى. ۲۳هوښيار خپل عِلم نۀ څرګندوى، خو کم عقل خلق خپل جهالت ښکاره کوى. ۲۴محنتى لاسونه به حکومت کوى، خو ناراستى به دې غلام کړى. ۲۵اندېښمن زړۀ انسان لاندې کوى، خو نرمې او د ډاډ خبرې به هغه خوشحاله کړى. ۲۶صادق انسان په دوستانه کښې احتياط کوى، خو د بدعمله چال چلن يې په غلطه لار بوځى. ۲۷ناراسته انسان خپل ښکار هم نۀ پخوى، خو محنتى انسان خپل مال دولت اضافه کوى. ۲۸د صداقت په لاره کښې ژوندون دے، په دغه لار کښې مرګ نشته.