يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - شپږم باب

د نذير په حيثيت وقف کېدو دپاره اصُول

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو ۲چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى. کۀ يو سړے يا ښځه د خاص مقصد دپاره د خپل ځان د نذير په حيثيت وقف کولو قسم وکړى او خپل ځان مالِک خُدائ ته وقف کړى ۳نو هغوئ به د ميو نه او شرابو نه ځان وساتى. هغوئ به داسې يو قِسم رس هم نۀ څښى چې د انګورو نه جوړ وى او نۀ به کچه انګور او نۀ اوچ انګور خورى. ۴چې تر کومې پورې هغوئ د نذير په حيثيت وقف شوى وى، نو هغوئ به داسې يو څيز هم نۀ خورى چې د انګورو د باغ نه راځى، د انګورو پوستکے يا تخم به هم نۀ خورى. ۵چې تر کومې پورې هغوئ د نذير په حيثيت د قسم لاندې وى، نو وېښتۀ به نۀ واړۀ کوى. ترڅو چې د هغوئ د قسم نيټه پوره شوې نۀ وى، هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى او وېښتۀ به پرېږدى چې لوئ شى. ۶‏-۷د هغوئ وېښتۀ د دې نښه ده چې هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى، نو هغوئ به مړى ته نزدې کېدو په وجه خپل ځانونه نۀ ناپاکوى، کۀ هغه يې پلار، مور، ورور يا خور هم وى. ۸چې تر کومې پورې هغوئ د نذير په حيثيت د قسم لاندې وى، نو هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى. ۹کۀ د هغۀ وقف شوى وېښتۀ داسې ناپاک شى چې هغه د يو داسې کس په خوا کښې وى چې ناڅاپه مړ شى، نو هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار وکړى او بيا به خپل وېښتۀ کل کړى، او هغه به پاک شى. ۱۰په اتمه ورځ به هغوئ دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې په دروازه کښې اِمام له راوړى. ۱۱اِمام به يوه د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړى او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه او د هغوئ دپاره به کفاره ادا کړى ځکه چې هغوئ مړى ته د نزدې کېدو په وجه ګناه کړې ده. هم په هغه ورځ به د هغوئ وېښتۀ بيا پاک شى ۱۲او خپل وخت به مالِک خُدائ ته د نذير په حيثيت وقف کړى. تېر شوے وخت نۀ حسابيږى، ځکه چې د هغوئ وقف شوى وېښتۀ ناپاک شوى وُو. د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره به هغوئ د يو کال ګډُورے راولى. ۱۳د قانون په مطابق کله چې هغه کس د نذير په حيثيت خپل قسم پوره کړى، نو هغوئ به دا رسم ادا کوى. هغوئ به د مقدسې خېمې دروازې ته ورشى ۱۴او مالِک خُدائ ته دې درې داسې ځناور قربانى کړى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، د سوزېدونکې نذرانې دپاره يو کلن ګډُورے، يوه کلنه ګډورۍ د ګناه نذرانې دپاره او د سلامتۍ نذرانې دپاره يو ګډ. ۱۵هغوئ به د پتيرې روټۍ يوه ډکه ټوکرۍ هم پېش کړى، د اوړو ډبلې روټۍ چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى او نرۍ نرۍ روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى او د دې نه علاوه د غلې او د څښلو نذرانې به هم ورسره وى. ۱۶اِمام به دا ټولې مالِک خُدائ ته حاضرې کړى او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه به پېش کړى. ۱۷هغه به ګډ د سلامتۍ نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته قربانى کړى او د هغه پتيرې روټۍ سره به يې پېش کړى کومه چې په ټوکرۍ کښې ده، هغه به د غلې او د څښلو نذرانې هم حاضرې کړى. ۱۸هغه د نذير په حيثيت کس به د مقدسې خېمې په دروازه کښې خپل وېښتۀ کل کړى او په هغه اور کښې به يې واچوى چې په کوم د سلامتۍ نذرانه سوزولے شى. ۱۹بيا کله چې د ګډ د اوږې غوښه ويشولے شى، اِمام به دا راواخلى او په ټوکرۍ کښې چې کومې روټۍ دى د يوې ډبلې او د يوې نرۍ روټۍ سره به يې د هغه د نذير په حيثيت کس په لاسونو کښې کېږدى چا چې قسم کړے وو. ۲۰بيا به اِمام دا د يوې خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړى، دا د اِمام دپاره يوه مقدسه نذرانه ده، د دې نه علاوه د ګډ سينه او پتُون د قانون په مطابق د اِمام دى، نو بيا، هغه کس چې د نذير په حيثيت يې قسم خوړلے وو، مے څښلے شى. ۲۱دا اصُول د هغه کس دپاره دى کوم چې د نذير په حيثيت مالِک خُدائ ته قسم وکړى. د دې نه علاوه نورې نذرانې هم پېش کولے شى کۀ د هغۀ وس وى. خو هغوئ چې کومه وعده کړې وى نو هغه به خامخا پوره کوى.

د خلقو دپاره د اِمامانو برکت

۲۲بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل ۲۳چې هارون او د هغۀ زامن دې د بنى اِسرائيلو د برکت غوښتلو دپاره داسې وائى، ۲۴”مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى او ستاسو خيال دې وساتى، ۲۵مالِک خُدائ دې د خپل مخ نُور په تاسو وځلوى او په تاسو دې رحم وکړى، ۲۶مالِک خُدائ دې ستاسو مل وى او تاسو له دې سلامتى درکړى.“ ۲۷او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”چې هغوئ په بنى اِسرائيلو باندې د برکت دپاره زما نوم اخلى، نو زۀ به هغوئ له برکت ورکړم.“