يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - يو دېرشم باب

د ميديانيانو خِلاف جنګ

۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”د بنى اِسرائيلو سره چې ميديانيانو څۀ کړى وُو د هغې بدل ترې نه واخله. کله چې تۀ دا وکړې نو مړ به شې.“ ۳نو موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”د جنګ دپاره تيار شئ، چې تاسو په ميديانيانو حمله وکړئ او د هغوئ نه د مالِک خُدائ بدله واخلئ. ۴د بنى اِسرائيلو د هرې قبيلې نه زر کسان د جنګ دپاره ولېږئ.“ ۵نو د هرې قبيلې نه زر زر سړى خوښ کړے شول، دولس زره سړو د جنګ دپاره ملا وتړله. ۶موسىٰ هغوئ د اِلى‌عزر اِمام زوئ فينحاس د مشرۍ لاندې جنګ له ولېږل، هغۀ د مقدسو سامانونو او د بيګلو ذمه وارى واخستله چې د اِشارو دپاره غږولے شول. ۷هغوئ په ميديانيانو باندې حمله وکړه، هم هغه شان چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو او ټول سړى يې ووژل، ۸سره د پينځو ميديانيانو بادشاهانو چې دا وُو، يعنې ايوى، رِقم، صور، حُور او رِبع. هغوئ د بعور زوئ بلعام هم ووژلو. ۹بنى اِسرائيلو د ميديانيانو ښځې او ماشومان ونيول، د هغوئ څاروى او رَمې يې بوتلې، ټول مال يې ورله لوټ کړو، ۱۰او د هغوئ ټول ښارونه او خېمې يې وسوزولې. ۱۱هغوئ ترې نه هغه ټول مالِ غنيمت يوړو چې کوم يې نيولے وو، په دې کښې قېديان او ځناور هم وُو، ۱۲او موسىٰ، اِلى‌عزر او د بنى اِسرائيلو ټول قوم له يې راوړل، چې هغوئ د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې وُو.

د لښکر راواپس کېدل

۱۳موسىٰ، اِلى‌عزر او د قوم ټول مشران لاړل چې د کېمپ نه بهر د لښکر سره مِلاو شى. ۱۴موسىٰ هغه آفسرانو ته سخت غصه وو، چې د سلګونو او زرګونو مشران وُو او د جنګ نه راواپس شوى وُو. ۱۵موسىٰ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو دا ټولې ښځې ولې ژوندۍ پرېښودلې دى؟ ۱۶ياد ساتئ چې زناناؤ د بلعام په نصيحت عمل وکړو او په فعور کښې يې خلق د مالِک خُدائ نافرمانه کړل، او د دوئ په وجه د مالِک خُدائ په خلقو وبا راغله. ۱۷نو اوس ټول هلکان ووژنئ او ورسره هغه ښځې هم ووژنئ چې پېغلې نۀ وى، ۱۸خو د ځان دپاره هغه ټولې جينکۍ او ښځې ژوندۍ پرېږدئ چې نا وادۀ کړى وى. ۱۹نو ستاسو هر يو کس چې څوک يې وژلے وى يا د يو مړى سره لګېدلے وى نو هغه به اووۀ ورځې د خېمو نه بهر ايساريږى. په درېمه او په اوومه ورځ به خپل ځانونه او هغه ښځې پاکې کړئ چې کومې مو نيولې دى. ۲۰تاسو به خپلې ټولې کپړې او څرمنې، د چېلو ټولې وړۍ او د لرګى نه جوړ شوے هر څيز پاک کړئ.“ ۲۱اِلى‌عزر اِمام هغه سړو ته وفرمائيل کوم چې د جنګ نه راواپس شوى وُو، ”دا هغه اصُول دى چې مالِک خُدائ يې موسىٰ ته حُکم کړے وو. ۲۲‏-۲۳کوم څيز چې نۀ سوزيږى، لکه سرۀ زر، سپين زر، زېړ، اوسپنه، قلائى، يا سيکه، نو د پاکوالى دپاره به د اور نه تېرولے شى. نور ټول څيزونه به د پاکوالى د اوبو په ذريعه پاکولے شى. ۲۴په اوومه ورځ به تاسو خامخا خپلې جامې وينځئ، بيا به تاسو پاک شئ او خېمو ته به ننوتلے شئ.“

د مالِ غنيمت تقسيمېدل

۲۵مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲۶”تۀ او اِلى‌عزر د قوم د نورو مشرانو سره، هغه ټول څيزونه وشمېرئ چې کوم نيولے شوى دى، سره د قېديانو او ځناورو. ۲۷څۀ څيز چې نيولے شوے وى هغه په دوه برابرو حِصو کښې تقسيم کړئ، يوه حِصه به د هغو کسانو دپاره وى چې جنګ له تلى وى او يوه حِصه به د نور قوم وى. ۲۸د هغه کسانو د حِصې نه چې جنګ له تلى وى، د هر پينځۀ سوو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه په هر پينځۀ سوو کښې يو د مالِک خُدائ دپاره جدا کړئ. ۲۹دا اِلى‌عزر اِمام له د مالِک خُدائ دپاره د خاص نذرانې په توګه ورکړئ. ۳۰کومه حِصه چې نورو خلقو له ورکړے شوى وى د هغې نه، د هر پنځوسو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه د هر پنځوسو نه يو جدا کړئ. دا هغه ليويانو له ورکړئ چې د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذمه وار دى.“ ۳۱موسىٰ او اِلى‌عزر هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. ۳۲‏-۳۵دا هغه څۀ دى چې جنګ له تلو کسانو قبضه کړى وُو، د دې نه علاوه يې څۀ د خپلو ځانونو دپاره هم پرېښى وُو، شپږ لاکه او پينځۀ اويا زره ګډې او چېلۍ، دوه اويا زره څاروى، يو شپېتۀ زره خرۀ او دوه دېرش زره پېغلې چې نا وادۀ شوې وى. ۳۶‏-۴۰کوم کسان چې جنګ له تلى وُو د هغوئ نيمه حِصه درې لاکه اووۀ دېرش زره او پينځۀ سوه ګډې او چېلۍ وې، د دې نه د مالِک خُدائ په برخه کښې شپږ سوه او پينځۀ اويا وُو، شپږ دېرش زره څاروى د هغه کسانو دپاره چې جنګ له تلى وُو چې د دې نه د مالِک خُدائ په برخه کښې دوه اويا وُو، دېرش زره او پينځۀ سوه خرۀ د جنګ والا کسانو دپاره وُو، د دې نه د مالِک خُدائ په برخه کښې يو شپېتۀ وُو، او شپاړس زره پېغلې د هغه کسانو دپاره وې چې جنګ له تلى وُو، چې د دې نه د مالِک خُدائ په برخه کښې دوه دېرش وې. ۴۱نو موسىٰ اِلى‌عزر له دا برخه د مالِک خُدائ دپاره د خاص برخې په توګه ورکړه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. ۴۲‏-۴۶د قوم حِصه هم هغه هومره وه چې څومره د هغه کسانو وه چې جنګ له تلى وُو، درې لاکه اووۀ دېرش زره او پينځۀ سوه ګډې او چېلۍ، شپږ دېرش زره څاروى، دېرش زره او پينځۀ سوه خرۀ او شپاړس زره پېغلې. ۴۷د دې حِصې نه موسىٰ د هر يو پنځوسو قېديانو او ځناورو نه يو يو واخستلو او چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو هم هغه شان يې دا ليويانو له ورکړل چې هغوئ د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذمه وار وُو. ۴۸بيا هغه آفسران موسىٰ له لاړل کومو چې د لښکر مشرى کړې وه ۴۹او موسىٰ ته يې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ د جنګ والا کسان وشمېرل کوم چې زمونږ د مشرۍ لاندې وُو او يو سړے هم په کښې کم نۀ دے. ۵۰نو مونږ د سرو زرو کالى، بنګړى، کَړې، ګوتمې، والۍ او هارونه راوړُو چې مونږ هر يو کس اخستى دى. او مونږ يې مالِک خُدائ ته د خپل ژوند په کفاره کښې پېش کړُو، چې هغه مو بچ کړى.“ ۵۱موسىٰ او اِلى‌عزر ترې نه هغه ټول سرۀ زر او کالى واخستل. ۵۲د آفسرانو پېش کړے شوې برخه تقريباً دوه سوه کلو وه. ۵۳چې کوم کسان آفسران نۀ وُو هغوئ هغه لوټ شوے مال د ځان دپاره کېښودو. ۵۴نو موسىٰ او اِلى‌عزر اِمام هغه سرۀ زر خېمې ته يوړل، چې د بنى اِسرائيلو د يادګيرنې دپاره د مالِک خُدائ په حضور کښې پراتۀ وى.