يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - څوارلسم باب

د خلقو شکايتونه کول

۱بيا ټوله شپه خلقو په چغو چغو وژړل. ۲هغوئ د موسىٰ او هارون خِلاف شکايت وکړو او وې وئيل، ”دا به ډېره ښۀ وے چې د مِصر په مُلک کښې يا دلته په دې صحرا کښې مړۀ وے. ۳مالِک خُدائ مونږ هغه مُلک ته ولې بوځى؟ مونږ به په جنګ کښې ووژلے شُو او زمونږ ښځې او بچى به ونيولے شى. دا به ښۀ نۀ وى څۀ چې واپس مِصر ته لاړ شُو؟“ ۴نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې يو مشر خوښ کړُو او مِصر ته واپس لاړ شُو.“ ۵بيا موسىٰ او هارون د هغه خلقو په وړاندې په زمکه را پرېوتل. ۶او د نون زوئ يشوَع او کالب د يفُنه زوئ چې د نورو کسانو سره هغه مُلک کتلے وو، نو هغوئ هغه دوه کسان وُو چې د خفګان نه يې خپلې جامې وشلولې ۷او خلقو ته يې وفرمائيل، ”کوم مُلک چې مونږ وکتلو هغه ډېر زيات ښۀ مُلک دے. ۸کۀ مالِک خُدائ زمونږ نه رضا وى نو هغه به مونږ هلته بوځى، هغه مُلک ته چې زرخېز او آباد وى او مونږ له به يې راکړى. ۹د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت مۀ کوئ او د هغه خلقو نه مۀ يرېږئ کوم چې هلته اوسيږى. هغوئ له شکست ورکول مونږ ته آسان دى. مالِک خُدائ زمونږ مل دے او هغه خُدايانو له يې شکست ورکړے دے چې هغوئ يې بچ کول، نو مۀ يرېږئ.“ ۱۰ټول قوم وئيل چې هغوئ به سنګسار کړى، خو ناڅاپه خلقو وليدل چې د مالِک خُدائ د حضور جلال د خېمې دپاسه راڅرګند شو.

د حضرت موسىٰ د خلقو دپاره دُعا کول

۱۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا خلق به تر کومې پورې زما نه نفرت کوى؟ او په ما باندې به اعتماد نۀ کوى، اګر چې د هغوئ په مينځ کښې ما ډېرې معجزې کړې دى؟ ۱۲زۀ به په هغوئ وبا راولم او هلاک به يې کړم، خو زۀ به تا د يو داسې قوم پلار نيکۀ جوړ کړم چې هغه به د دې خلقو نه لوئ او طاقتور وى.“ ۱۳خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تا د خپل طاقت سره دا خلق د مِصر نه راوويستل. کله چې مِصريان خبر شى چې تا د خپلو خلقو سره څۀ کړى دى، ۱۴نو هغوئ به د دې مُلک اوسېدونکو ته ووائى چا چې د مخکښې نه دا اورېدلى دى چې مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مل يې، او چې کله ستا وريځ زمونږ دپاسه ولاړه وى نو تۀ راته مخامخ ښکارېږې او چې تۀ زمونږ د ورځې د وريځې په ستن کښې او د شپې د اور په ستن کښې لارښودنه کوې. ۱۵اوس کۀ تۀ خپل ټول خلق ووژنې، نو چې کومو قومونو ستا په حقله اورېدلى دى نو هغوئ به ووائى ۱۶چې تا خپل خلق په صحرا کښې ووژل ځکه چې ستا طاقت نۀ وو چې هغوئ هغه مُلک له بوځې چې تا د ورکولو وعده کړې ده. ۱۷نو اوس مالِکه خُدايه، زۀ سوال کوم چې مونږ ته خپل طاقت او هغه څۀ وښايه چې تا يې د ورکولو وعده کړې ده، کله چې تا وفرمائيل، ۱۸زۀ، مالِک خُدائ په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او زۀ نۀ ختمېدونکې مينه او وفادارى ښايم او زياتے او بغاوت معاف کوم. خو چې څوک ګناه کوى نو د هغوئ د ګناه سزا به د درېم او څلورم نسل پورې جارى وى. ۱۹او اوس مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د خپلې لوئې او نۀ بدلېدونکې مينې په مطابق د دې خلقو ګناه معاف کړه، هم هغه شان څنګه چې تا هغوئ د مِصر د راوتلو نه تر اوسه پورې معاف کوې.“ ۲۰مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ستا د وېنا په مطابق هغوئ ما معاف کړل. ۲۱خو زما دې په خپل ذات او جلال قسم وى د کوم جلال نه چې ټوله زمکه ډکه ده، ۲۲چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے. ۲۳هغوئ به هيڅکله هم هغه مُلک ته دننه نۀ شى د کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے دے. هغه هيڅ څوک به هم ورننه نۀ وځى چا چې زما سپکاوے کړے دے. ۲۴خو زما خِدمتګار کالب د نورو په شان نۀ دے او هغۀ په پوره توګه زما تابعدارى کړې ده، نو زۀ به دے هغه مُلک له راولم کوم چې هغۀ ليدلے دے او هغه مُلک به د هغۀ د اولاد شى ۲۵چې په کومو واديانو کښې اوس عماليقيان او کنعانيان اوسيږى. سبا واپس په صحرا کښې د بحرِقُلزم طرف ته روان شئ.“

د شکايتونو په وجه د مالِک خُدائ خلقو له سزا ورکول

۲۶مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ۲۷”دا خراب خلق به تر کومې پورې زما خِلاف شکايت کوى؟ ما دا شکايتونه ډېر زيات اورېدلى دى. ۲۸اوس هغوئ له دا جواب ورکړه، زۀ ژوندے مالِک خُدائ په خپل ذات قسم کوم، چې زۀ به ستاسو دپاره هم هغه شان وکړم څۀ چې تاسو زما په وړاندې وئيلى دى. ۲۹تاسو به مړۀ شئ او ستاسو لاشونه به په صحرا کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. ځکه چې تاسو زما خِلاف شکايت کړے دے، ستاسو يو کس به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې د شلو کالو نه زيات وى. ۳۰ما دا وعده کړې وه چې تاسو به هلته اوسېږئ، خو د کالب او يشوَع نه بغېر به هيڅ څوک هم نۀ ورننه وځى. ۳۱تاسو وئيلى وُو چې ستاسو ماشومان به ونيولے شى، خو زۀ به هغوئ هغه مُلک ته راولم چې تاسو يې مخالفت کړے دے. ۳۲تاسو به دلته په دې صحرا کښې مړۀ شئ. ۳۳ستاسو بچى به څلوېښت کاله په صحرا کښې سرګردانه ګرځى، ستاسو د نافرمانۍ په وجه به کړيږى، تر دې پورې چې ستاسو آخرى کس هم مړ شى. ۳۴تاسو ته به څلوېښت کاله د خپلو بدو سزا ملاويږى، د هغه څلوېښتو ورځو د هرې ورځې دپاره به يو کال وى کومې چې تاسو د هغه مُلک په کتلو کښې تېرې کړې دى. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ ستاسو خِلاف يم. ۳۵بې‌شکه چې زۀ به تاسو خرابو خلقو سره داسې وکړم چې زما خِلاف راغونډ شوى يئ. په دې صحرا کښې به تاسو تباه شئ. زۀ، مالِک خُدائ دا وايم.“ ۳۶‏-۳۷موسىٰ چې کوم سړى د هغه مُلک کتلو له لېږلى وُو چا چې غلط خبر راوړو چې د هغې په وجه خلقو د مالِک خُدائ خِلاف شکايت وکړو، نو مالِک خُدائ په دې جاسوسانو باندې وبا راوستله او هغوئ مړۀ شول. ۳۸په هغه دولسو جاسوسانو کښې صِرف يشوَع او کالب ژوندى پاتې شول.

د مُلک د نيولو وړومبے کوشش

۳۹کله چې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، نو هغوئ ډېر غمژن شول. ۴۰بل سحر وختى هغوئ د غرونو مُلک ته روان شول، هغوئ ووئيل، ”اوس به مونږ هغه مُلک ته لاړ شُو چې د کوم په حقله مالِک خُدائ مونږ ته فرمائيلى دى. مونږ دا منو چې مونږ ګناه کړې ده.“ ۴۱خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”نو تاسو ولې د مالِک خُدائ نافرمانى کوئ؟ تاسو به کامياب نۀ شئ. ۴۲تاسو مۀ ځئ. مالِک خُدائ ستاسو مل نۀ دے او ستاسو دشمنان به تاسو له شکست درکړى. ۴۳کله چې تاسو د عماليقيانو او کنعانيانو سره مخامخ شئ، نو تاسو به په جنګ کښې ووژلے شئ، مالِک خُدائ به ستاسو مل نۀ وى، ځکه چې تاسو د هغۀ د تابعدارۍ نه اِنکار کړے دے.“ ۴۴خو هغوئ زړَور روان وُو چې د غرونو مُلک ته وخېژى، اګر چې نۀ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او نۀ موسىٰ د خېمو نه ورسره تلے وو. ۴۵بيا عماليقيان او کنعانيان لاندې راغلل کوم چې هلته اوسېدل او هغوئ له يې شکست ورکړو او د حُرمه پورې يې وزغلول.