يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - ديارلسم باب

جاسوسان

۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲”د دولسو قبيلو د هرې يوې قبيلې نه يو يو مشر خوښ کړه او هغوئ د جاسوسانو په توګه ولېږه چې د کنعان مُلک وګورى، کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.“ ۳نو موسىٰ هغوئ د فاران د صحرا نه د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق ولېږل، چې هغوئ ټول د بنى اِسرائيلو مشران وُو. ۴د هغوئ نومونه دا وُو يعنې د روبين قبيلې نه، سموع زوئ د زکور، ۵د شمعون قبيلې نه، سافط زوئ د حورى، ۶د يهوداه قبيلې نه، کالب زوئ د يفُنه، ۷د يساکار قبيلې نه، اِجال زوئ د يوسف، ۸د اِفرائيم قبيلې نه، هوسيع زوئ د نون، ۹د بنيامين قبيلې نه، فلطى زوئ د رفُو، ۱۰د زبولون قبيلې نه، جدى‌اېل زوئ د سودى، ۱۱د منسى قبيلې نه، جدى زوئ د سوسى، ۱۲د دان قبيلې نه، عمى‌اېل زوئ د جملى، ۱۳د آشر قبيلې نه، ستُور زوئ د ميکائيل، ۱۴د نفتالى قبيلې نه، نحبى زوئ د وُفسى، ۱۵د جاد قبيلې نه، جيواېل زوئ د ماکى. ۱۶دا هغه سړى دى چې موسىٰ د هغه مُلک د جاسوسۍ دپاره ولېږل. هغۀ د نون د زوئ هوسيع نوم يشوَع ته بدل کړو. ۱۷کله چې موسىٰ هغوئ لېږل، نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د دې ځائ نه د صحرا په لار لاړ شئ او بيا د کنعان غريزې علاقې ته ورننوځئ. ۱۸وې ګورئ چې هغه څۀ رنګه مُلک دے، چې کوم خلق په کښې اوسيږى، هغوئ تکړه دى او کۀ کمزورى دى، لږ دى او کۀ ډېر دى. ۱۹وې ګورئ چې هغه زمکه ښۀ ده او کۀ ښۀ نۀ ده او چې هغه خلق په خېمو کښې اوسيږى يا په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه ترې نه تاو وى. ۲۰وګورئ چې هغه زمکه زرخېزه او کۀ شاړه ده او ونې بوټى په کښې شته او کۀ نشته. او تکړه شئ چې هلته کومه مېوه کيږى لږه ترې نه راوړئ.“ دا هغه موسم وو چې انګور په پخېدو شروع وُو. ۲۱نو هغه سړى د صحرا په طرف لاړل او هغه مُلک يې د صين صحرا نه واخله تر رِحوب پورې وکتلو، چې د حمات درې ته نزدې دے. ۲۲هغوئ اول د هغه مُلک جنوبى برخې ته ننوتل او حبرون ته راغلل، چرته چې د اخيمان، سيسى او تلمى قبيلې اوسېدلې چې هغوئ عناقيان وُو او د دېوانو د نسل اولاد وو. حبرون د مِصرى ښار ضُعن نه اووۀ کاله مخکښې آباد کړے شوے وو. ۲۳هغوئ د اسکال وادۍ ته راغلل او هلته هغوئ يوه څانګه راماته کړه چې د انګورو يوه غنچه ورباندې وه او دومره درنه وه چې دا دوو سړو په يو ډانګ باندې يو خوا بل خوا راځوړنده کړه او يو يې وړله. هغوئ څۀ انار او اينځر هم يوړل. ۲۴په هغه وادۍ باندې ”اسکال“ يعنې د انګورو غنچه نوم کېښودے شو ځکه چې بنى اِسرائيلو هلته د انګورو غنچه شوکولې وه. ۲۵هغه مُلک د څلوېښتو ورځو د کتلو نه پس، جاسوسان راواپس شول ۲۶او موسىٰ، هارون او د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته د فاران په صحرا کښې قادِس ته راغلل. جاسوسانو هغه خبر ورله راوړو چې څۀ يې ليدلى وُو او هغه مېوه يې ورته وښودله چې کومه يې راوړې وه. ۲۷هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”مونږ هغه مُلک وکتلو چې زرخېز او آباد وو او دا يې لږه شان مېوه ده. ۲۸خو د هغه ځائ اوسېدونکى تکړه دى او د هغوئ ښارونه غټ دى او د ښارونو نه يې دېوالونه تاو دى. او د دې نه علاوه، مونږ هلته د دېوانو اولاد هم وليدو. ۲۹عماليقيان د هغه مُلک په صحرا کښې اوسيږى، حِتيان، يبوسيان او اموريان د غرونو په مُلک کښې اوسيږى، او کنعانيان د مديترانى د سمندر او د اُردن سيند سره اوسيږى.“ ۳۰کالب هغه خلق غلى کړل کومو چې د موسىٰ خِلاف شکايتونه کول او وې وئيل، ”راځئ چې په هغه مُلک حمله وکړُو او وې نيسو، ځکه مونږ ښۀ تکړه يُو او ورباندې برے موندے شُو.“ ۳۱خو هغه سړو ووئيل کوم چې د کالب سره تلى وُو، ”نه. مونږ تکړه نۀ يُو چې حمله ورباندې وکړُو، هغه خلق زمونږ نه زيات طاقتور دى.“ ۳۲نو هغوئ د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې د هغه مُلک په حقله غلط خبر خور کړو کوم چې هغوئ ليدلے وو. هغوئ ووئيل، ”په هغه مُلک کښې دومره څۀ هم نۀ پېدا کيږى چې د هغه ځائ اوسېدونکى خلق يې وخورى. کوم خلق چې مونږ وليدل ټول لوړ لوړ وُو، ۳۳او هلته مونږ دېوان هم وليدل، چې د عناق اولاد دے. مونږ ته خپل ځانونه داسې معلومېدل لکه چې مُلخان يُو او مونږ به هغوئ ته خامخا هم داسې ښکارېدلو.“