يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - يوولسم باب

د بنى اِسرائيلو په بيابان کښې شکايت کول

۱نو کله چې خلقو د خپلو تکليفونو په حقله مالِک خُدائ ته شکايتونه شروع کړل، نو مالِک خُدائ دا واورېدل، نو هغه سخت غصه شو او په خلقو يې اور راولېږلو او اور د هغوئ خِلاف بل وو او د کېمپ بهرنى اړخ يوه برخه يې وسوزوله. ۲خلقو موسىٰ ته د مدد دپاره چغې کړې، هغۀ مالِک خُدائ ته سوال وکړو نو اور قلار شو. ۳نو د هغه ځائ نوم تبيعره شو، ځکه چې هلته د مالِک خُدائ اور د هغوئ په کېمپ کښې لګېدلے وو.

د حضرت موسىٰ اويا مشران خوښول

۴د پردى مُلک څۀ مسافرو د بنى اِسرائيلو سره سفر کولو. د هغوئ غوښې ته ډېر زيات زړۀ وشو او هم داسې په خپله بنى اِسرائيلو هم شکايت شروع کړو او وې وئيل، ”کاش چې لږه غوښه خو وے. ۵په مِصر کښې چې مونږ کوم کبان غوښتل هغه مو خوړل او مونږ ته مفت مِلاوېدل. هغه بادرنګ، هِندوانې، ګندانه، پياز او اوږه راياده کړئ چې مونږ به خوړل؟ ۶خو اوس مونږ د دې نه پوزې له راغلو، د خوړلو نور هيڅ نشته خو بس دا من دى چې هره ورځ زمونږ مخې ته پراتۀ وى.“ ۷من د دڼيا د تخم په شان واړۀ وُو او رنګ يې زېړ بخن وو. ۸‏-۹دا د شپې د پرخې سره د خېمو نه ګېرچاپېره پرېوتو. ورپسې سحر به خلق د دې راټولولو دپاره تلل، دا به يې په لنګرۍ کښې ټکول يا يې ترې نه په مېچن کښې اوړۀ جوړول او بيا به يې يشول يا به نرۍ روټۍ يې ترې نه پخولې. د دې خوند داسې وو لکه چې روټۍ د زيتُونو تېلو سره پخې شوې وى. ۱۰موسىٰ د ټولو خلقو شکايتونه واورېدل چې هغوئ قبيلې قبيلې د خپلو خېمو په دروازو کښې ولاړ وُو. هغه پرېشان وو ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ ته په قهر وو، ۱۱او هغۀ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تۀ زما سره دومره بد سلوک ولې کوې؟ تۀ زما نه ولې نارضا يې؟ تا د دې ټولو خلقو ذمه وارى ما له ولې راکړې ده؟ ۱۲هغوئ خو ما نۀ دى پېدا کړى او نۀ زما بچى دى. زۀ دې ولې د يوې خِدمتګارې په شان شم چې د پيو ماشوم هغه مُلک ته يوسم چې تا يې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده؟ ۱۳زۀ دې ټولو خلقو له غوښه د کوم ځائ نه ورکړم؟ ځکه چې هغوئ ما ته ژاړى او زما نه غوښه غواړى. ۱۴زۀ يواځې د دې ټولو خلقو ذمه وارى نۀ شم اخستلے، دا بوج زما دپاره ډېر دروند دے. ۱۵کۀ تۀ زما سره هم دغه شان سلوک کوې، نو په ما رحم وکړه او ما ووژنه، کۀ تۀ زما نه رضا يې، نو ما د خپل غم ليدلو نه وساته.“ ۱۶مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو اويا مشران راجمع کړه چې هغوئ د مشرانو په توګه منلے شوى وى، هغوئ ما له زما د حضور خېمې ته راوله او هغوئ ته ووايه چې هغوئ هلته تا سره ودريږى. ۱۷زۀ به لاندې راشم او هلته به تا سره خبرې وکړم او چې ما کوم روح تا له درکړے دے د هغې نه به لږ واخلم او هغوئ له به يې ورکړم. بيا به هغوئ ستا مدد کوى او چې د دې خلقو ذمه وارى واخلى، نو دا ذمه وارى به يواځې ستا په سر نۀ وى. ۱۸اوس خلقو ته ووايه، چې د سبا دپاره ځانونه پاک کړئ، تاسو ته به د خوړلو دپاره غوښه مِلاو شى. مالِک خُدائ ستاسو ژړا اورېدلې ده چې تاسو وئيل چې کاش زمونږ سره لږه غوښه وے او چې زمونږ حالت په مِصر کښې ښۀ وو. اوس به مالِک خُدائ تاسو له غوښه درکړى او تاسو به يې خورئ. ۱۹دا به تاسو نۀ صِرف يو دوه، پينځۀ يا لس شل ورځې خورئ، ۲۰بلکې ټوله مياشت به يې خورئ، چې ستاسو د پوزو نه بهر راوځى او زړۀ به مو ترې موړ شى. هم داسې به وشى ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے کوم چې دلته ستاسو په مينځ کښې دے او تاسو هغۀ ته دا شکايت کړے دے چې مونږ ولې مِصر پرېښودلے دے.“ ۲۱موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”دلته زما سره شپږ لاکه خلق دى او تۀ وائې چې تۀ به هغوئ له د يوې مياشتې غوښه ورکړې؟ ۲۲څاروى او ګډې دې د هغوئ دپاره حلالې کړے شى څۀ؟ ولې په سمندر کښې ټول کبان به د هغوئ مړولو دپاره کافى وى؟“ ۲۳مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”زما د طاقت څۀ حد شته؟ تۀ به زر وګورې چې ما څۀ وئيلى دى چې هغه کيږى او کۀ نۀ کيږى.“ ۲۴نو موسىٰ بهر ووتلو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې خلقو ته وفرمائيل. هغۀ اويا مشران راجمع کړل او د خېمې نه ګېرچاپېره يې ودرول. ۲۵بيا مالِک خُدائ په وريځو کښې لاندې راغلو او د هغۀ سره يې خبرې وکړې. کوم روح يې چې موسىٰ له ورکړے وو د هغې نه يې لږ واخستلو او هغه اويا مشرانو له يې ورکړو. کله چې په هغوئ باندې روح نازل شو نو هغوئ د لږ وخت دپاره د پېغمبرانو په شان خبرې کولې. خو د دې نه پس بيا داسې ونۀ شول. ۲۶د هغه اويا مشرانو نه دوه مشران، اِلداد او ميداد، په خېمو کښې پاتې وُو او د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته تلى نۀ وُو. او په هغوئ باندې روح نازل شو او هغوئ په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې شروع کړې. ۲۷يو ځوان منډه کړه چې موسىٰ ته ووائى چې اِلداد او ميداد په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې کوى. ۲۸بيا د نون زوئ يشوَع، کوم چې د ځوانۍ د وخت نه د موسىٰ مدد کوونکے وو، هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زما نېکه هغوئ منع کړه.“ ۲۹موسىٰ جواب ورکړو، ”تۀ په ما غېرت کوې څۀ؟ زۀ غواړم چې مالِک خُدائ خپل روح خپلو ټولو خلقو ته ورکړى او ټول د پېغمبرانو په شان شى.“ ۳۰بيا موسىٰ او د بنى اِسرائيلو مشران واپس کېمپ ته لاړل.

مړَزان

۳۱ناڅاپه مالِک خُدائ يوه هوا راوستله چې هغې د سمندر د طرف نه مړَزان راوړل، چې د زمکې نه يو ګز اوچت الوتل. دا په خېمو باندې او د خېمو نه ګېرچاپېره هر طرف ته لرې لرې پورې کښېناستل. ۳۲نو په هغه ټوله ورځ او شپه او په دوېمه ټوله ورځ، خلقو مړَزان راونيول، هيچا هم د زرو کلو نه کم نۀ وُو رانيولى. هغوئ دا د اوچولو دپاره د ټولو خېمو نه ګېرچاپېره خوارۀ کړل. ۳۳کله چې لا د هغوئ سره ښۀ ډېره غوښه وه، نو مالِک خُدائ خلقو ته په قهر شو او په خلقو يې يوه لويه وبا راولېږله. ۳۴د هغه ځائ نوم ”د لالچيانو قبرونه“ شو، ځکه چې هغوئ هلته هغه خلق ښخ کړل د کومو چې غوښې ته زړۀ شوے وو. ۳۵خلقو د هغه ځائ نه حصيروت ته سفر وکړو او هلته اوسېدل.