يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - لسم باب

د سپينو زرو بيګل

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”د ټکېدلے شوو سپينو زرو نه دوه بيګلې جوړې کړه چې د خلقو په يو ځائ راغونډولو او د خېمو د وړلو د خبر دپاره استعماليږى. ۳کله چې دواړه بيګلې وغږيږى، نو ټول قوم به زما د حضور د مقدسې خېمې په دروازه کښې ستا نه ګېرچاپېره راغونډ شى. ۴خو چې کله صِرف يو بيګل وغږيږى، بيا به صِرف د قبيلو مشران ستا نه راغونډيږى. ۵کله چې بيګل په لنډ آواز وغږيږى، نو د نمرخاتۀ په طرف قبيلې به خېمې وړى. ۶کله چې په دوېم ځل بيګل وغږيږى، نو د جنوب طرف ته قبيلې به خېمې يوسى. چې بيګل په لنډ آواز غږيږى نو خېمې به وړلے شى، ۷د قوم د راغونډولو د خبر دپاره به بيګلې غږولے شى. خو دا آواز به لنډ نۀ وى. ۸د هارون اِمامان زامن به بيګل غږوى. دا قانون به په راتلونکى ټولو وختونو کښې منلے شى. ۹کله چې ستاسو په مُلک کښې جنګ وى او دشمن په تاسو باندې حمله کوى، نو په لنډ آواز به د خطرې بيګل وغږوئ. زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، به ستاسو مدد وکړم او ستاسو د دشمنانو نه به مو بچ کړم. ۱۰د خوشحالۍ په ورځو کښې، د مياشتې په ليدو او ستاسو په نورو مقررو اخترونو کښې، کله چې تاسو سوزېدونکې نذرانې او خپلې د سلامتۍ نذرانې پېش کوئ نو تاسو به دې باندې بيګلې غږوئ. د بيګل آواز به ما ته ستاسو سره لوظ راپه ياد کړى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“

د بنى اِسرائيلو د سينا بيابان نه سفر شروع کول

۱۱د دوېم کال د دوېمې مياشتې په شلمه ورځ د هغې نه پس چې اِسرائيليان د مِصر مُلک نه راوتلى وُو، د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه وريځ اوچته شوه، ۱۲او اِسرائيليان د سينا د بيابان نه په سفر روان شول. وريځ د فاران په صحرا کښې ايساره شوه. ۱۳هغوئ د موسىٰ په ذريعه د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق سفر شروع کړو، ۱۴او هر ځل چې هغوئ تلل، نو هغوئ به هم په هغه ترتيب باندې وُو. څوک چې د يهوداه قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو هغوئ قبيله په قبيله اول روان شول، د هغوئ مشر نحشون زوئ د عمى‌نداب وو. ۱۵نتنى‌ايل زوئ د ضُعر د يساکار قبيلې مشر وو، ۱۶او اِلياب زوئ د حيلون د زبولون قبيلې مشر وو. ۱۷بيا به خېمه راکوزه کړے شوه او د جيرسون او مرارى قبيلې به روانې شوې، چې هغوئ به خېمه وړله. ۱۸بيا، څوک چې د روبين قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو، هغوئ به قبيله په قبيله روان شول، د هغوئ مشر اليصور زوئ د شدِيُور وو. ۱۹د شمعون قبيلې مشر سلومى‌اېل زوئ د صورى‌شدى وو، ۲۰اِلياسف زوئ د دعو‌اېل د جاد قبيلې مشر وو. ۲۱بيا به قُهاتيان روان شول، هغوئ به مقدس سامان وړلو. چې هغوئ به کوم وخت د خېمو بل ځائ ته ورسېدل، نو خېمه به بيا ودرولے شوې وه. ۲۲بيا، څوک چې د اِفرائيم قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو، هغوئ به قبيله په قبيله روان شول، د هغوئ مشر اليسمع زوئ د عميهود وو. ۲۳د منسى قبيلې مشر ګملى‌اېل زوئ د فداهصور وو، ۲۴او د بنيامين قبيلې مشر ابِدان زوئ د جدعونى وو. ۲۵په آخر کښې، څوک چې د دان قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو، چا چې د ټولو لښکرو د وروستو نه حِفاظت کولو، هغوئ قبيله په قبيله روان شول، د هغوئ مشر د عمى‌شدى زوئ اخيعزر وو. ۲۶د آشر قبيلې مشر فجعى‌اېل زوئ د عکران وو، ۲۷او د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان وو. ۲۸نو داسې، اِسرائيليان قبيله په قبيله، په دې ترتيب روان وُو، چې کله به هم هغوئ خېمې وړلې او سفر يې کولو. ۲۹موسىٰ خپل اوښى حوباب ته وفرمائيل چې د يترو ميديانى زوئ وو، ”مونږ هغه ځائ ته په سفر روانېږُو چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې هغه به يې مونږ له راکړى. هغۀ وعده کړې ده چې هغه به اِسرائيليان مالدار کړى، نو مونږ سره لاړ شه او مونږ به تا سره ښېګړه وکړُو.“ ۳۰حوباب ووئيل، ”نه، زۀ واپس خپل مُلک ته ځم چې د خپلو خلقو سره يم.“ ۳۱موسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تا ته مِنت کوم چې زمونږ نه مۀ ځه، تا ته پته ده چې مونږ به په صحرا کښې چرته خېمې ولګوو او تۀ به مونږ ته لار ښائې. ۳۲کۀ تۀ مونږ سره لاړ شې، نو چې مالِک خُدائ مونږ له څومره برکتونه هم راکوى نو په هغې کښې به ستا حِصه وى.“

د خلقو سفر شروع کول

۳۳کله چې خلق د مالِک خُدائ د غرۀ سينا نه روان شول، هغوئ درې ورځې سفر وکړو. د مالِک خُدائ د لوظ صندوق به همېشه د هغوئ نه مخکښې تلو چې د هغوئ دپاره د دمې کولو ځائ پېدا کړى. ۳۴چې هغوئ به چرته خېمې وړلې، نو د ورځې به د مالِک خُدائ وريځ د هغوئ دپاسه وه. ۳۵چې کله به هم د لوظ صندوق روان شو، نو موسىٰ به وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، پاڅه، خپل دشمنان خوارۀ وارۀ کړه او هغه خلق چې څوک ستا نه نفرت کوى هغوئ دې ته مجبور کړه چې وتښتى.“ ۳۶او چې کله به د لوظ صندوق ودرېدلو، نو هغۀ به وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، بې‌شمېره بنى اِسرائيلو ته راواپس شه.“