يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے - شپاړسم باب

د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل

۱هر کله چې د سبت ورځ تېره شوه، مريم مګدلينى، د يعقوب مور مريم او سلومى خوشبوداره تېل واخستل او نيت يې وکړو چې ورشى او د عيسىٰ په لاش يې واچوى. ۲او د اِتوار په ورځ سحر وختى د نمر راختو نه لږ وروستو هغوئ قبر له ورغلې. ۳په لاره هغوئ يو بل ته ووئيل چې، ”مونږ ته به د غار د خولې نه کاڼے څوک ورغړوى؟“ ۴خو چې هغوئ په غور سره وکتل نو څۀ ګورى چې کاڼے د مخکښې نه رغړېدلے وو اګر چې دغه کاڼے ډېر غټ وو. ۵هغوئ چې قبر ته ورننوتلې، نو يو ځوان يې وليدو چې ښى اړخ ته ناست وو او سپينه چُوغه يې اچولې وه، او هغوئ اريانې دريانې شوې. ۶خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، تاسو د عيسىٰ ناصرى ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته نشته. وګورئ، دا هغه ځائ دے چرته چې يې هغه اېښودے وو. ۷خو لاړې شئ، د هغۀ مريدانو او پطروس ته دا خبر ورسوئ چې هغه ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به هغه هلته ووينئ لکه څنګه چې هغۀ تاسو ته فرمائيلى وُو.“ ۸نو هغوئ بهر ووتلې او د قبر نه په تېښته لاړې ځکه چې هغوئ يرې او ډېر هيبت اخستې وې. هغوئ هيچا ته هم غږ ونۀ کړو ځکه چې هغوئ يرېدلې.

د حضرت عيسىٰ مريم مګدلينى ته څرګندېدل

۹کله چې عيسىٰ د اِتوار په سحر د مړو نه راژوندے شو نو اول مريم مګدلينى ته ښکاره شو د چا نه چې هغۀ اووۀ پيريان لرې کړى وُو. ۱۰هغه لاړه او د هغۀ مريدانو له ورغله چې ژړا انګولا يې کوله او هغوئ ته يې ټوله قيصه بيان کړه. ۱۱خو چې هغوئ دا واورېدل چې هغه بيا ژوندے شوے دے او هغې ليدلے دے نو باور يې پرې ونۀ کړو.

د حضرت عيسىٰ خپلو مريدانو ته څرګندېدل

۱۲پس له هغې نه هغه په يو بل شکل په دوو مريدانو راپېښ شو څوک چې بهر پټو ته په لاره روان وُو. ۱۳هغوئ واپس لاړل او نورو مريدانو ته يې ووئيل خو هغوئ پرې يقين ونۀ کړو. ۱۴وروستو هغه يوولسو مريدانو ته هغه وخت ښکاره شو چې هغوئ روټۍ ته ناست وُو، او هغۀ هغوئ په خپلو بې‌يقينۍ او سختو زړونو ملامته کړل ځکه چې هغوئ د هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چې هغه بيا ژوندے ليدلے وو. ۱۵بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ټولې دُنيا ته لاړ شئ او زما د زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ. ۱۶هر څوک چې پرې ايمان راوړى او بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصون بيامومى، او هر څوک چې پرې ايمان رانۀ وړى هغه به مجرم شى. ۱۷څوک چې ايمان راوړى دا معجزې به ترېنه څرګنديږى چې زما په نوم به پيريان شړى او په نورو ژبو به خبرې کوى. ۱۸کۀ هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى، او په کومو بيمارانو چې هغوئ لاس کېږدى، هغوئ به روغ شى.“

د حضرت عيسىٰ آسمان ته ختل

۱۹هغوئ سره د خبرو کولو نه پس مالِک عيسىٰ آسمان ته پورته کړے شو او هغه د خُدائ پاک ښى طرف ته کښېناستو. ۲۰نو بيا هغوئ بهر ووتل او هر چرته يې کلام بيانولو، او مالِک د هغوئ سره کار کولو او د هغه معجزو په وسيله کومې چې هغۀ ښودلې کلام صحيح ثابتولو.