يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے - اوولسم باب

د حضرت عيسىٰ يو څو خبرې

۱عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”تيندکونه به خامخا راځى خو چې د چا د لاسه دا راځى، د هغوئ په حال افسوس دے. ۲د هغۀ دپاره به دا ښۀ وى چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په درياب کښې وغورزولے شى، په ځائ د دې چې په دې وړو کښې يو له هم تيندک ورکړى. ۳خبردار اوسئ. کۀ چرې ستاسو ورور څۀ ګناه وکړى نو وې رټئ او کۀ هغه پښېمانه شى نو وې بخښئ. ۴او کۀ چرې هم هغه په ورځ کښې اووۀ ځله ستا خلاف ګناه وکړى او بيا اووۀ ځله درله راشى او داسې ووائى چې زۀ توبه کوم نو تۀ يې معاف کړه.“ ۵مريدانو مالِک ته ووئيل چې، ”زمونږ ايمان قوى کړه.“ ۶نو مالِک ورته جواب ورکړو، ”کۀ چرې ستاسو ايمان د شړشمو د دانې هومره هم وى نو کۀ تاسو د تُوت دې ونې ته ووايئ چې د بېخه ووځه او په سمندر کښې لاهو شه، نو دا به ستاسو حُکم ومنى. ۷کۀ چرې د يو کس نوکر د يوې او ګډو څرولو نه راواپس شى، نو ولې د هغۀ نېک به ورته دا وائى چې زر راشه او ما سره روټۍ ته کښېنه؟ ۸نه، هغه به ورته دا وائى چې زما روټۍ تياره کړه، ملا تړلے ودرېږه او زما خِدمت کوه. او تۀ به زما نه وروستو روټۍ وخورې. ۹ولې هغه به د هغه نوکر شُکر ګزارى ونۀ کړى چې د دۀ حکم يې منلے وو؟ ۱۰دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“

د لسو جذاميانو روغول

۱۱کله چې عيسىٰ يروشلم ته روان وو نو هغه د سامريه او د ګليل تر مينځه تېرېدلو. ۱۲کله چې هغه يو کلى ته ورسېدو نو لس جذاميان يې هلته وليدل. هغوئ په څۀ فاصله کښې ولاړ وُو، ۱۳او عيسىٰ ته يې نعرې کړې، ”اے مالِکه، په مونږ رحم وکړه.“ ۱۴هر کله چې هغۀ هغوئ وليدل نو ورته يې وفرمائيل، ”لاړ شئ او خپل ځانونه اِمامانو ته وښايئ.“ او کله چې هغوئ لا په لاره روان وُو نو هغوئ پاک کړے شول. ۱۵نو په هغوئ کښې چې يو تن خپل ځان روغ وليدلو نو واپس شو او په چغو چغو يې د خُدائ پاک ثناء ووئيله. ۱۶هغه د عيسىٰ په پښو کښې پرېوتو او د هغۀ شکريه يې ادا کړه. او هغه يو سامرى وو. ۱۷بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”ولې لس واړه پاک نۀ کړے شوئ؟ نو هغه نور نهۀ څۀ شول؟ ۱۸بې له دې يو مسافر نه بل يو هم داسې نۀ وو چې واپس راغلے وے او د خُدائ پاک ثناء يې وئيلے وے؟“ ۱۹او عيسىٰ هغه سړى ته وفرمائيل، ”پاڅه او لاړ شه، خپل ايمان تۀ جوړ کړې.“

د خُدائ پاک د بادشاهۍ راتلل

۲۰فريسيانو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”د خُدائ پاک بادشاهى به کله راځى؟“ هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو د نښو په ليدلو دا نۀ شئ وئيلے چې د خُدائ پاک بادشاهى به کله راځى. ۲۱نۀ څوک داسې وئيلے شى چې ګورئ هغه دلته ده. يا هلته ده. ځکه چې په حقيقت کښې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.“ ۲۲بيا عيسىٰ مريدانو ته وفرمائيل چې، ”داسې وخت به راشى چې تاسو به د اِبن آدم د راتلو په طمع يئ خو تاسو به يې ليدلے نۀ شئ. ۲۳خلق به تاسو ته وائى چې ګورئ هغه هلته دے يا دلته دے، خو هلته مۀ ځئ او مۀ هغوئ پسې منډې وهئ. ۲۴لکه څنګه چې برېښنا د آسمان د يو سر نه تر بله سره پورې رسى، دغه شان به د اِبن آدم راتلل وى. ۲۵خو اول به هغه خامخا ډېر مصيبت وزغمى او دا پيړۍ به يې رد کړى ۲۶لکه څنګه چې د نوح په زمانه کښې شوى وُو، هم هغه شان به د اِبن آدم د راتلو په ورځو کښې وشى. ۲۷هغوئ تر هغې ورځې پورې خوړل څښل او ودونه يې کول ترڅو چې نوح خپلې کشتۍ ته ننوتو او سېلاب راغلو او هغوئ ټول يې غرق کړل. ۲۸او لکه څنګه چې د لوط په زمانه کښې شوى وُو هغوئ هم خوړل څښل او سوداګرى يې کوله او بوټى يې کَرل او ودانۍ يې کولې. ۲۹خو په کومه ورځ چې لوط د سدوم نه ووتلو نو د آسمان نه اور او ګوګړ ورېدل شروع شول او دوئ يې ټول تباه کړل. ۳۰دغه شان به د اِبن آدم د راتلو په ورځ هم وى. ۳۱په هغه ورځ هر څوک چې د چت دپاسه وى او سامان يې ښکته وى نو هغه دې د سامان اوچتولو دپاره هيڅکله هم ښکته نۀ راکوزيږى او هم دغه شان څوک چې په پټى کښې وى هغه دې کور ته نۀ واپس کيږى. ۳۲د لوط ښځه راياده کړئ. ۳۳څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې ځان بائيلى، هغه به يې وساتى. ۳۴زۀ تاسو ته وايم چې په هغه شپه به په يو کټ کښې دوه کسان وى، يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى. ۳۵او دوه ښځې به يو ځائ مېچن کوى، يوه به واخستلے شى او بله به پرېښودلے شى. ۳۶دوه سړى به په پټى کښې وى، يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى.“ ۳۷هغوئ چې دا واورېدل نو تپوس يې وکړو، ”دا به چرته وى مالِکه؟“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”چرته چې مرداره وى هلته به ټپوسان راټوليږى.“