يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے - شپاړسم باب

د بې‌ايمانه ناظر مِثال

۱بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”يو دولتمند سړى ته د هغۀ د ناظر په سر چا شکايت وکړو چې هغه ستا مال الوځوى. ۲نو هغۀ هغه راوبللو او ورته يې ووئيل، دا ستا په حقله زۀ څۀ خبرې اورم؟ خپل حساب کِتاب راوړه ځکه چې د دې نه پس به تۀ زما ناظر نۀ يې. ۳ناظر د ځان سره ووئيل، زما دا نېک چې مې د نوکرۍ نه وباسى نو اوس به زۀ څۀ کوم؟ زۀ خو دومره تکړه نۀ يم چې خټې لوټې وکړم او په خير غوښتلو هم شرمېږم. ۴نو بيا اوس زۀ په دې پوهېږم چې څۀ وکړم. چې کله مې دے د نوکرۍ نه وباسى نو زما ډېر دوستان به زما مدد ته تيار وى. ۵هغۀ د خپل مالِک قرضدارى ځان ځان له راوبلل او اول کس ته يې ووئيل چې زما د مالِک په تا څومره قرض دے؟ ۶هغۀ جواب ورکړو، د زيتُونو تېل تقريباً درې زره ليټره. هغۀ ورته ووئيل چې خپل بِل دې واخله او زر کښېنه او څلور سوه يې وليکه. ۷بيا يې بل ته ووئيل، او په تا څومره قرض پاتې دے؟ هغۀ ورته ووئيل، سل بورۍ غنم. هغۀ ورته ووئيل، خپل بِل دې واخله او اتيا بورۍ وليکه. ۸او مالِک د خپل بې‌ايمانه ناظر د دې هوښيارتيا ستائينه وکړه، ځکه چې د دې پيړۍ خلق په خپلو کښې په لېن دېن کولو کښې د ايماندارانو نه زيات هوښيار دى. ۹نو ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د دُنيا په مال دولت خپل ځان له دوستان جوړ کړئ نو چې کله مال دولت درنه لاړ شى نو دا خلق به تاسو په ابدى کور کښې قبول کړى. ۱۰کوم سړے چې په لږ کار کښې ديانتداره وى، هغه به په غټ کار کښې هم ديانتداره وى او کوم سړے چې په لږ کښې بدديانته وى، هغه به په ډېرو کښې هم بدديانته وى. ۱۱نو کۀ چرې تاسو ځان د دې دُنيا په دولت کښې ديانتداره ثابت نۀ کړو نو په حقيقى دولت کښې به په تاسو باندې څوک اِعتبار وکړى؟ ۱۲او کۀ چرې تاسو په پردى مال دولت کښې ځان بدديانته ثابت کړے وى نو بيا به داسې څوک وى چې تاسو له به خپل مال دولت درکړى؟ ۱۳يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے، ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.“

شريعت او د خُدائ بادشاهت

۱۴او فريسيان څوک چې په مال مئين وُو هغوئ چې دا خبرې واورېدلې نو په عيسىٰ پورې يې خندا وکړه. ۱۵عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هم تاسو خلق خپل اولس په دې دوکه کوئ چې ګنې تاسو صادقان يئ خو خُدائ پاک ستاسو زړونه پېژنى. ځکه چې کوم څيزونه چې د خلقو په نظر کښې د صِفت وى، هغه د خُدائ پاک په نظر کښې پليت وى. ۱۶د يحيىٰ تر وخته د شريعت او نبيانو سلسله جارى وه. د دې نه پس د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان اورولے شو نو د هر چا زړۀ وو چې په هغې کښې داخل شى. ۱۷د زمکې او آسمان ختمېدل د شريعت نه د يو حرف يا زبر قدرې ورانولو په نسبت آسان کار دے. ۱۸کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى او د بلې سره وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى او هغه سړے څوک چې د طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى نو هغه هم زنا کوى.

مالداره سړے او لعزر

۱۹يو مالداره سړے وو چې کاسنى او د نرم کتان جامې يې اچولې او هره ورځ به يې ډېر په شان شوکت خلقو له دعوتونه ورکول. ۲۰او يو عاجز سړے چې نوم يې لعزر وو او په وجود يې ډيرې دانې راختلې وې، د هغۀ په دروازه کښې پروت وو. ۲۱او هغه به د هغه ټوکړو خوړلو په طمع وو کومې به چې د دې مالداره سړى دسترخوان نه پاتې شوې وې، بلکې سپى به هم راتلل او د هغۀ زخمونه به يې څټل. ۲۲آخر يوه ورځ هغه عاجز سړے مړ شو او فرښتو يوړو او د اِبراهيم په غېږ کښې يې واچولو. هغه مالداره سړے هم مړ شو او ښخ کړے شو، ۲۳او په عالمِ ارواح کښې چرته چې هغه په عذاب وو، هغۀ چې پورته وکتل نو لرې يې لعزر د اِبراهيم په غېږ کښې وليدلو. ۲۴هغۀ چغې کړې، اے پلاره، اِبراهيمه. په ما رحم وکړه. دا لعزر راولېږه چې خپل د ګوتې سر په اوبو کښې لوند کړى چې زما ژبه پرې يخه کړى ځکه چې زۀ په دې اور کښې ډېر په عذاب يم. ۲۵خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې، هغه وخت ياد کړه زويه. په دُنيا کښې ټول نعمتونه ستا په نصيب وُو او ټولې بدبختۍ د لعزر په نصيب وې. اوس هغه دلته په آرام دے او تۀ په عذاب کښې يې. ۲۶خو بله خبره دا ده چې زمونږ او ستا تر مينځه يوه لويه کنده ده چې د هغې نه نۀ څوک پورې وتلے شى او نۀ ترېنه څوک دېخوا راتلے شى. ۲۷مالداره سړى جواب ورکړو چې بيا نو پلاره، زۀ درته زارى مِنت کوم چې تۀ دے زمونږ کور ته ولېږه ۲۸چرته چې زما پينځۀ وروڼه دى چې هغوئ خبرداره کړى، هسې نه چې هغوئ هم په دې عذاب کښې ګېر شى. ۲۹خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې د هغوئ سره موسىٰ او نور نبيان شته، په کار دى چې دوئ هغوئ ته غوږ ونيسى. ۳۰خو هغۀ جواب ورکړو چې، نه، پلاره اِبراهيمه. کۀ د مړو نه څوک هغوئ ته لاړ شى نو هغوئ به هله توبه ګار شى. ۳۱اِبراهيم جواب ورکړو، کۀ چرې هغوئ د موسىٰ او د نورو نبيانو خبرو ته غوږ نۀ ږدى نو کۀ څوک د قبر نه ورپاڅى هم نو هغوئ به پرې باور ونۀ کړى.“