يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے - څوارلسم باب

د پړسوب بيمارى روغول

۱د سبت په ورځ عيسىٰ د يو مشر فريسى په کور کښې روټۍ خوړلو له ورغلو او د خلقو په هغۀ نظر وُو. ۲هلته يو سړے وو چې ورته د پړسوب بيمارى لګېدلې وه. ۳عيسىٰ د شرعې د عالمانو او فريسيانو نه تپوس وکړو چې، ”د سبت په ورځ خلقو له شفا ورکول روا دى او کۀ نه؟“ ۴هغوئ لاجوابه پاتې شُو نو عيسىٰ هغه سړے د لاسه ونيولو او شفا يې ورکړه او رُخصت يې کړو. ۵بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ چرې د سبت په ورځ ستاسو زوئ يا څاروے په کوهى کښې پرېوځى، ولې تاسو به هغه سمدستى راونۀ باسئ؟“ ۶نو د هغوئ سره د دې خبرې هيڅ جواب نۀ وو.

د کوربه او مېلمنو دپاره نصيحت

۷کله چې عيسىٰ دا وکتل چې مېلمنو څنګه د عزت ځايونه کتل نو هغۀ هغوئ ته دا مِثال تير کړو، ۸”کله چې تاسو څوک د وادۀ روټۍ ته وغواړى نو د عزت په ځائ مۀ کښېنئ. کېدے شى چې ستاسو نه څوک زيات عزتمند رابللے شوے وى. ۹نو کوربه به راشى او تاسو ته به ووائى چې دې سړى ته خپل ځائ پرېږده او بيا به تۀ په هغه وخت ډېر کچه شې کله چې تۀ د ټولو نه وروستو کښېنې. ۱۰کله چې تا ته بلنه درکړے شى نو لاړ شه او د ټولو نه وروستو کښېنه ځکه چې کله چې کوربه راشى نو هغه به درته ووائى، زما آشنا، وړاندې راشه. نو ستا ټول ملګرى مېلمانۀ به ستا د هغه عزت تماشه وکړى، کوم چې تا ته درکړے شو. ۱۱ځکه چې هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت شى.“ ۱۲بيا عيسىٰ خپل کوربه ته وفرمائيل، ”هر کله چې تۀ د غرمې يا ماښام د روټۍ دپاره څوک راغواړې نو خپلو دوستانو، وروڼو، عزيزانو او اميرانو ګاونډيانو ته بلنه مۀ ورکوه ځکه چې هغوئ به هم تا ته بلنه درکړى او بدل به دې خلاص کړى. ۱۳خو هر کله چې تۀ دعوت کوې نو غريبانان، شل ګوډ او ړاندۀ راوبله، ۱۴او دغه شان به تاسو برکت ومومئ ځکه چې هغوئ تاسو ته د بدل درکولو جوګه نۀ دى، خو د قيامت په ورځ به خُدائ پاک تاسو له د صادقانو سره اجر درکړى.“

د لوئې مېلمستيا مِثال

۱۵په دې خلقو کښې يو کس چې د عيسىٰ سره روټۍ ته ناست وو نو په دې خبرې اورېدو سره يې هغۀ ته ووئيل، ”بختور دى هغه څوک چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې ګډون وکړى.“ ۱۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”يو سړى د يوې لوئ مېلمستيا بندوبست کړے وو او ګڼ خلق يې رابللى وُو. ۱۷د روټۍ په وخت هغۀ خپل نوکر رابللے شوو مېلمنو پسې ولېږلو او ورته يې ووئيل چې مهربانى وکړئ، روټۍ تياره ده راشئ. ۱۸خو هغوئ ټولو څۀ نه څۀ بهانه وکړه. وړومبى ووئيل، ما يوه ټوټه زمکه اخستې ده، زۀ ځم چې هغه وګورم. نو مهربانى وکړه زما عُذر قبول کړه. ۱۹دوېم ووئيل چې، ما پينځۀ قلبې غوَيان اخستى دى، زۀ ځم چې هغوئ جوت کړم. نو مهربانى وکړه، زما عُذر قبول کړه. ۲۰بل ووئيل، ما اوس اوس وادۀ کړے دے، په دې وجه درتلے نۀ شم. ۲۱کله چې نوکر واپس شو نو دا هر څۀ يې خپل مالِک ته ووئيل. د کور مالِک په غصه شو او نوکر ته يې ووئيل چې زر د ښار کوڅو او بازارونو ته لاړ شه خواران، شل ګوډ او ړاندۀ راټول کړه او دلته يې راوله. ۲۲نوکر ووئيل، صاحبه، ستا حکم په ځائ کړے شو خو بيا هم ځائ شته. ۲۳نو مالِک ورته ووئيل چې لاړ شه او لويو لارو کوڅو ته ووځه او خلق په مِنت سره راوله چې زما کور د دوئ نه ډک شى. ۲۴خو دا درته وايم څوک چې اول رابللے شوى وُو په هغوئ کښې به يو تن هم دا روټۍ ونۀ څکى.“

د حضرت عيسىٰ د مريدۍ قيمت

۲۵اوس چې يوه لويه ګڼه د عيسىٰ سره جوړه شوې وه، هغۀ هغوئ ته مخ راواړولو او ورته يې وفرمائيل، ۲۶”هغه څوک چې زما مريد جوړېدل غواړى نو کۀ هغه د خپل مور، پلار، ښځې، بچو، وروڼو، خوېندو او د خپل ځان نه زړۀ صبر نۀ کړى نو هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى. ۲۷او کوم سړے چې خپله سولۍ په خپله نۀ پورته کوى او په ما پسې نۀ راځى، هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى. ۲۸ولې په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه يو برج جوړول غواړى او د مخکښې نه به د خرچې اندازه ونۀ لګوى چې په هغې يې سر ته رسولے شى او کۀ نه؟ ۲۹ګنې کۀ چرې هغۀ د دې بنيادونه اېښى وى او بيا يې سر ته نۀ شى رسولے نو ټول ليدونکى به ورپورې خندا ګانې کوى. ۳۰هغوئ به وائى چې دۀ ته ګورئ چې کار يې شروع کړو او سر ته يې ونۀ رسولو. ۳۱يا کوم بادشاه به داسې وى چې هغه به د بل بادشاه سره د جنګېدو نه وړاندې دا اندازه نۀ لګوى چې د لسو زرو کسانو سره زۀ د هغه بادشاه مقابله کولے شم څوک چې د شلو زرو کسانو سره په ما حمله کوى؟ ۳۲او کۀ هغه نۀ شى کولے نو د حملې کولو نه وړاندې به هغه خپله جرګه هغۀ ته ورولېږى او د صُلح د شرطُونو به ورنه خواست وکړى. ۳۳هم دغه شان تاسو کښې يو کس هم تر هغې زما مريد کېدے نۀ شى ترڅو چې هغۀ خپل ټول مال دولت ته شا کړې نۀ وى.

بې‌خونده مالګه

۳۴مالګه ښۀ څيز دے، خو کۀ مالګه بې‌خونده شى، نو بيا به څنګه مالګينه شى؟ ۳۵بيا دا نۀ په زمکه او نۀ په ډيران پکاريږى، دا بس د عبث غورزولو ده. کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغوئ دې واورى.“