يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے - نهم باب

د دولسو رسولانو لېږل

۱بيا عيسىٰ دولس مريدان راوغوښتل او هغوئ له يې د پيريانو د شړلو او د بيماريانو د شفا اختيار ورکړو. ۲او هغۀ هغوئ د خُدائ پاک د بادشاهۍ د بيانولو او د بيمارانو د شفا دپاره ولېږل. ۳هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ځان سره هيڅ مۀ اخلئ، نۀ امسا، نۀ تيلۍ، نۀ روټۍ او نۀ پېسې او نۀ دوېم قميص. ۴کوم کور ته چې تاسو ننوځئ نو هلته پاتې شئ او هم هلته نه رُخصت شئ. ۵او کوم خلق چې تاسو قبول نۀ کړى نو چې کله تاسو د هغوئ ښار پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ چې د هغوئ خلاف ګواهى شى.“ ۶نو هغوئ روان شول، کلى په کلى ګرځېدل او په هر ځائ کښې يې زيرے خورولو او بيمارانو له يې شفا ورکوله.

د هيروديس پرېشانى

۷اوس ګورنر هيروديس هم د دې هر څۀ په حقله خبر شو او په سوچ کښې ډوب شو ځکه چې ځينې خلقو دا وئيل چې يحيىٰ بيا د مړو نه راژوندے شوے دے. ۸او چا وئيل چې الياس راښکاره شوے دے او ځينو وئيل چې د پخوانو پېغمبرانو نه يو راژوندے شوے دے. ۹هيروديس ووئيل چې، ”د يحيىٰ سر ما په خپله پرې کړے دے خو دا لا څوک دے چې دا دومره زور شور يې دے؟“ نو هغه د عيسىٰ سره د مِلاوېدو په کوشش کښې وو.

پينځۀ زره سړو او ورسره ښځو او ماشومانو له روټۍ ورکول

۱۰کله چې رسولان واپس راغلل نو عيسىٰ ته يې خپله کار ګزارى بيان کړه نو هغه هغوئ سره بيتِ‌صيدا نومې ښاريې ته پټ لاړو. ۱۱خو خلق خبر شول او ورپسې لاړل. هغۀ خلقو ته هرکلے ووئيلو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله خبرې وکړې او چا ته چې د علاج ضرورت وو، هغوئ له يې شفا ورکړه. ۱۲کله چې ماښام شو نو هغه دولس مريدان هغۀ له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”دا خلق رُخصت کړه چې خوا او شا کلو او بانډو ته لاړ شى او ځان له د شپې تېرولو او د خوراک بندوبست وکړى ځکه چې مونږ دلته په خوشى بيابان کښې يُو.“ ۱۳خو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ نو هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى، نور هيڅ نشته، ترڅو چې مونږ په خپله لاړ نۀ شُو او د دوئ دپاره د خوراک څښاک بندوبست ونۀ کړُو.“ ۱۴دا خوا او شا پينځۀ زره سړى وُو. هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”د دوئ نه د پنځوسو پنځوسو کسانو پېنډې جوړې کړئ.“ ۱۵هغوئ هم داسې وکړل او ټول يې کښېنول. ۱۶بيا عيسىٰ هغه پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل او آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو، ماتې يې کړې او مريدانو له يې ورکړې چې په خلقو يې تقسيم کړى. ۱۷هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو او کومې پاتې ټوکړې چې راټولې کړے شوې نو دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې.

د حضرت عيسىٰ په حقله د پطروس اِقرار

۱۸يوه ورځ چې عيسىٰ يواځې دُعا کوله او د هغۀ مريدان هم حاضر وُو نو هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې زۀ څوک يم؟“ ۱۹هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، نور دې الياس ګڼى، او ځينې وائى چې د پخوانو نبيانو نه يو بيا راژوندے شوے دے.“ ۲۰نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ وايئ چې زۀ څوک يم؟“ پطروس جواب ورکړو، ”تۀ د خُدائ پاک مسيح يې.“

د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ او بيا ژوندى کېدلو په حقله پېشګوئې

۲۱بيا هغۀ هغوئ په سختۍ سره منع کړل او حکم يې ورکړو چې، ”هيچا ته مۀ وايئ.“ ۲۲او هغۀ وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى او مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى، او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“ ۲۳بيا هغۀ هغوئ ټولو ته وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، او هره ورځ دې خپله سولۍ راواخلى او ما پسې دې راځى. ۲۴څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، نو هغه به يې بچ کړى. ۲۵کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان له څۀ فائده ورکړه؟ ۲۶څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى نو اِبن آدم به د هغوئ نه وشرميږى، کله چې هغه په خپل جلال او د پلار او د پاکو فرښتو جلال سره راشى. ۲۷خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى ونۀ وينى.“

د حضرت عيسىٰ شکل بدلېدل

۲۸د دې خبرو نه اتۀ ورځې پس هغۀ پطروس، يوحنا او يعقوب د ځان سره کړل او د دُعا دپاره غرۀ ته لاړل. ۲۹هر کله چې هغۀ دُعا کوله نو د هغۀ شکل بدل شو او د هغۀ جامې برېښېدونکې سپينې شوې. ۳۰نو ناګهانه هغوئ دوه سړى وليدل چې موسىٰ او الياس وُو، چې د هغۀ سره يې خبرې کولې. ۳۱هغوئ په جلال کښې ښکاره شول او د هغۀ د مرګ په حقله يې خبرې وکړې چې په يروشلم کښې پوره کېدونکې وې. ۳۲په دې وخت کښې پطروس او د هغۀ ملګرى په ښۀ خوب ورغلى وُو، خو هر کله چې هغوئ بېدار شول نو هغوئ د دۀ جلال وليدو او هغه دوه سړى يې هم ورسره ولاړ وليدل. ۳۳او کله چې هغوئ د عيسىٰ نه رخصتېدل نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. مونږ پرېږده چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“ خو هغه نۀ پوهېدو چې څۀ يې وئيل. ۳۴هغۀ لا دا خبرې کولې چې يوه وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو. هغوئ ويرېدل څنګه چې په وريځ کښې ننوتل. ۳۵بيا د وريځې نه يو آواز راغلو چې وې فرمائيل، ”دا زما زوئ دے، زما غوره کړے. د دۀ خبرې واورئ.“ ۳۶هر کله چې آواز ختم شو نو عيسىٰ يې يواځې وليدلو. نو مريدان غلى پاتې شول او هر څۀ چې يې ليدلى وُو، په هغه وخت يې هيچا ته هم حال ونۀ وې.

پيريانو نيولے هلک روغول

۳۷بله ورځ چې هغوئ د غرۀ نه راکوز شول نو ډېره لويه ګڼه ورته راټوله شوې وه. ۳۸بيا د ګڼې نه يو سړى چغه کړه، ”اُستاذه، زارى درته کوم چې زما په يک يو زوئ نظر وکړه. ۳۹هر وخت يې پيرے نيسى، چغې ترې وباسى، تاو راتاو يې کړى او را وى غورزوى او په خوله يې ځګونه رامات شى او چې ډېر بد يې زخمى کړى نو هله ترې لاړ شى. ۴۰ما ستا مريدانو ته خواست وکړو چې دا ترې نه وباسئ خو هغوئ پاتې راغلل.“ ۴۱عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بې‌ايمانه او بدکاره پيړۍ. زۀ به ترڅو تاسو سره يم او تاسو به زغمم؟ خپل زوئ دلته راوله.“ ۴۲خو د راوستو نه مخکښې پيريانو هغه ماشوم راوپرزولو او تاو راتاو يې کړو، خو عيسىٰ پيرے ورټلو، هلک يې روغ کړو او پلار ته يې واپس حواله کړو. ۴۳او هغوئ ټول د خُدائ پاک د لويئ او د هغۀ د شان او شوکت يرې واخستل.

د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ په حقله بيا پېشګوئې

ټول خلق د دۀ په دې ټولو کارونو حېران شول او عيسىٰ په دې وخت کښې خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ۴۴”پرېږدئ او دا خبرې په کولاو غوږونو واورئ. اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى.“ ۴۵خو هغوئ د هغۀ په دې وينا پوهه نۀ شول ځکه چې د دې مطلب د هغوئ نه پټ وو د دې دپاره چې هغوئ په دې ونۀ رسى او هغوئ په دې حقله د هغۀ نه د تپوس کولو نه هم يرېدل.

د ټولو نه لوئ څوک دے؟

۴۶د هغوئ په مينځ کښې دا بحث شروع شو چې په مونږ کښې د ټولو نه لوئ څوک دے. ۴۷عيسىٰ په دې پوهه وو چې د دوئ په زړُونو کښې څۀ تېريږى نو هغۀ يو ماشوم د لاسه ونيولو او په خپله خوا کښې يې ودرولو ۴۸او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى، او څوک چې ما قبلوى هغه، هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم. ځکه چې په تاسو ټولو کښې ورکوټے په تاسو ټولو کښې لوئ دے.“

هغه څوک چې ستا مخالف نۀ دے، ستا ملګرے دے

۴۹يوحنا ووئيل، ”مالِکه، مونږ يو سړے وليدو چې ستا په نوم پيريان شړى، او مونږ د هغۀ د منع کولو کوشش وکړو ځکه هغه زمونږ نه نۀ وو.“ ۵۰خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې څوک ستاسو مخالف نۀ دے، هغه ستاسو ملګرے دے.“

په سامريه کښې د حضرت عيسىٰ نه اِنکار

۵۱هر کله چې هغه وخت رانزدې شو چې عيسىٰ پاس آسمان ته وخېژولے شى نو هغۀ يروشلم ته د تلو پوخ نيت وکړو. ۵۲او هغۀ د ځان نه وړاندې پېغام وړُونکى ولېږل. هغوئ لاړل او د سامريه يو کلى ته ورغلل چې د هغۀ دپاره د ځائ تيارى وکړى. ۵۳خو د کلى خلقو هغه قبول نۀ کړو ځکه چې هغۀ مخه د يروشلم په لور تړلې وه. ۵۴هر کله چې د هغۀ مريدانو يعقوب او يوحنا دا حال وليدلو نو وې وئيل، ”مالِکه، مونږ د آسمان نه د دې کلى د سوزولو دپاره اور وغواړو څۀ؟“ ۵۵خو هغۀ ورته مخ ورواړوو او وې رټل. ۵۶نو بيا هغوئ بل کلى ته لاړل.

د حضرت عيسىٰ د مريد کېدو شرطونه

۵۷کله چې هغوئ په لاره روان وُو نو يو سړى هغۀ ته ووئيل، ”هر چرته چې تۀ ځې، زۀ به هم درپسې ځم.“ ۵۸عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر په کښې ولګوى.“ ۵۹بل چا ته هغۀ وفرمائيل چې، ”په ما پسې راځه.“ خو سړى جواب ورکړو، ”مالِکه، اول ما ته اجازت راکړه چې خپل پلار ښخ کړم.“ ۶۰خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى خو تۀ خامخا لاړ شه او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے ورکوه.“ ۶۱او بيا يو بل ووئيل، ”مالِکه، زۀ به درپسې يم خو دومره اجازت راکړه چې د خپل کور د خلقو نه رُخصت واخلم.“ ۶۲عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”کوم سړے چې قُلبه کول شروع کړى بيا شاته ګورى هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ لائق نۀ دے.“