يوسفزئ
تاریخى

د قاضيانو کِتاب - پينځلسم باب

پينځلسم باب

۱لږه موده وروستو سمسون د غنمو د لَو په وخت کښې د خپلې ښځې سره مِلاوېدو دپاره لاړو او يو د چېلۍ بچے يې ورله بوتلو. هغۀ د هغې پلار ته وفرمائيل، ”زۀ غواړم چې د خپلې ښځې کوټې ته لاړ شم او ورسره څملم.“ خو د هغې پلار هغه دننه نۀ پرېښودو. ۲هغۀ سمسون ته ووئيل، ”په حقيقت کښې زما خيال دا وو چې تۀ د هغې نه کرکه کوې، نو ما هغه ځکه ستا ښۀ ملګرى له ورکړه. خو کشره خور يې ترې نه ښائسته ده، د هغې په ځائ دا وکړه.“ ۳سمسون وفرمائيل، ”دا ځل چې زۀ د فلستيانو سره څۀ کوم نو د هغې اِلزام دې په ما نۀ شى لګولے.“ ۴نو هغه لاړو او درې سوه لومبړې يې ونيولې. د دؤو دؤو لومبړو لکۍ يې وتړلې او د دې په غوټو کښې يې چراغونه کېښودل. ۵بيا هغۀ چراغونه بل کړل او لومبړې يې د فلستيانو فصلونو طرف ته پرېښودلې. نو داسې هغه ګېډۍ شوے فصل او ولاړ فصل يې وسوزولو او د انګورو او زيتُونو باغونه يې هم ورسره وسوزول. ۶کله چې فلستيانو تپوس وکړو چې، ”دا چا کړى دى؟“ نو هغوئ خبر شول چې دا سمسون کړى دى، ځکه چې د تمنت يو سړى يعنې د هغۀ سخر، د سمسون ښځه د سمسون ملګرى له ورکړې وه. نو فلستيان لاړل او هغه ښځه او د هغې پلار يې په اور وسوزول. ۷سمسون هغوئ ته وفرمائيل، ”چې تاسو دا کار کړے دے نو په دې وجه زۀ قسم خورم چې تر هغې پورې به زۀ قلار نۀ شم چې ترڅو پورې مې ستاسو نه بدل نۀ وى اخستے.“ ۸نو هغۀ په دوئ باندې سخته حمله وکړه او ډېر کسان يې ترې نه ووژل. بيا هغه لاړو او د ايتام غر په يو غار کښې ايسار شو.

د سمسون د فلستيانو نه بدل اخستل

۹فلستيان راغلل او په يهوداه کښې يې خېمې ولګولې او د لحى په ښار يې حمله وکړه. ۱۰د يهوداه سړو د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو په مونږ باندې ولې حمله کوئ؟“ هغوئ په جواب کښې ورته ووئيل، ”مونږ د دې دپاره راغلى يُو چې سمسون قېدى بوځُو او هم هغه شان ورسره وکړُو چې څۀ يې زمونږ سره کړى وُو.“ ۱۱نو د يهوداه درې زره سړى د ايتام د غرۀ هغه غار ته لاړل او سمسون ته يې ووئيل، ”تا ته پته نشته څۀ چې فلستيان په مونږ باندې حکومت کوى؟ تا مونږ سره څۀ کړى دى؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما د هغوئ سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې زما سره کړى وُو.“ ۱۲هغوئ ووئيل، ”مونږ دلته د دې دپاره راغلى يُو چې تا وتړُو، نو داسې به تا هغوئ ته په حواله کړُو.“ سمسون وفرمائيل، ”ما ته قسم وخورئ چې تاسو به په خپله ما نۀ وژنئ.“ ۱۳هغوئ ورته ووئيل، ”ټيک ده، مونږ به صِرف تا وتړُو او هغوئ ته به دې حواله کړُو. مونږ تا نۀ وژنو.“ نو هغوئ هغه په دؤو نوؤ پړو وتړلو او د غرۀ نه يې په زور بوتلو. ۱۴کله چې هغه لحى ته راغلو، نو فلستيانو د هغۀ طرف ته منډې وهلې او هغۀ ته يې چغې وهلې. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه هغه تکړه کړو، نو هغۀ د خپلو لاسونو او مټو نه تاو شوى پړى داسې وشلول لکه چې سوزېدلى تارونه وى. ۱۵بيا هغۀ د خر د ژامنې يو تازه هډُوکے وموندو. هغه ورټيټ شو او راوچت يې کړو او زر سړى يې ورباندې ووژل. ۱۶او هغۀ ووئيل، ”د خر د ژامنې هډُوکى سره ما زر سړى ووژل، د خر د ژامنې هډُوکى سره ما هغوئ ډېرے ډېرے کړل.“ ۱۷د هغې نه پس هغۀ د ژامنې هډُوکے وغورزولو. چرته چې دا کار وشو نو د هغه ځائ نوم د ژامنې غر شو. ۱۸بيا سمسون سخت تږے شو، نو هغۀ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې فرمائيل، ”تا ما له دا لويه فتح راکړې ده، اوس زۀ د تندې نه مرم او د ناسنته په لاسونو کښې به وغورزېږم؟“ ۱۹نو خُدائ پاک هلته د لحى په زمکه کښې يو خالى ځائ کولاو کړو او اوبۀ ترې نه راووتلې. سمسون اوبۀ وڅښلې او تازه دم شو. نو هغۀ په دې باندې دا نوم کېښودو، ”د چغې وهونکى چينه“ او دا تر اوسه پورې په لحى کښې ده. ۲۰د فلستيانو په دور کښې سمسون شل کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.