يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے - اتم باب

په زنا کښې نيولے شوې ښځه

۱عيسىٰ د زيتون غر ته وختلو. ۲بله ورځ سحر وختى هغه بيا د خُدائ کور ته راغلو. ټول خلق ورته راغونډ شول، او هغه کښېناستو او هغوئ ته يې تعليم شروع کړو. ۳د شرعې عالمانو او فريسيانو يوه ښځه راوسته څوک چې په زنا کښې نيولے شوې وه. او هغه يې په خپل مينځ کښې ودروله. ۴او هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”اُستاذه، دا ښځه په زنا کولو نيولے شوې ده. ۵په شريعت کښې موسىٰ مونږ ته حکم کړے دے چې داسې ښځې دې سنګسار کړے شى. نو بيا تاسو په دې حقله څۀ وايئ؟“ ۶هغوئ د هغۀ د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو چې هغوئ د هغۀ خلاف څۀ اِلزام پېدا کړى. خو عيسىٰ ټيټ شو او په زمکه يې په ګوته څۀ وليکل. ۷کله چې هغوئ بار بار د هغۀ نه تپوس کولو نو هغه نېغ ودرېدو او ورته يې وفرمائيل چې، ”په تاسو کښې به په هغې وړومبے د کاڼى ګزار هغه څوک کوى چا چې کله هم ګناه نۀ وى کړى.“ ۸او هغه يو ځل بيا ښکته ټيټ شو او په زمکه يې څۀ وليکل. ۹کله چې هغوئ دا خبره واورېده نو هغوئ يو يو بهر ووتلو، د ټولو نه اول مشران وتښتېدل، او عيسىٰ د هغې ښځې سره يواځې پاتې شو چې د هغۀ په وړاندې ولاړه وه. ۱۰عيسىٰ بيا ودرېدلو هغه ښځې ته يې وفرمائيل، ”هغوئ چرته لاړل؟ ولې تۀ هيچا هم مجرمه نۀ کړې څۀ؟“ ۱۱هغې جواب ورکړو، ”مالِکه، هيچا هم نه.“ او عيسىٰ وفرمائيل، ”او نۀ دې زۀ مجرمه کوم، ځه لاړه شه، خو بيا کله هم ګناه مۀ کوه.“

حضرت عيسىٰ د دُنيا نُور

۱۲عيسىٰ بيا خلقو ته مخاطب شو او وې فرمائيل، ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“ ۱۳بيا فريسيانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ د خپل ځان په حق کښې ګواهى کوې خو ستا ګواهى اعتبارى نۀ ده.“ ۱۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما ګواهى اعتبارى ده کۀ څۀ هم چې زۀ يې د ځان په حق کښې ورکوم، ځکه چې زۀ خبر يم چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته روان يم، خو تاسو ته پته نشته چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته ځم. ۱۵تاسو په انسانى بنياد فېصلې کوئ خو زۀ د هيچا فېصله نۀ کوم. ۱۶خو کۀ چرې زۀ فېصله کوم نو زما فېصله به ټيک وى، ځکه چې زۀ يواځې نۀ يم کله چې فېصله کوم بلکې زۀ او زما پلار چې زۀ يې رالېږلے يم يې يو ځائ فېصله کوُو. ۱۷ستاسو په خپل شريعت کښې يې دا ليکلى دى چې د دوو کسانو ګواهى ټيک ده. ۱۸دا زۀ يم چې د خپل ځان په حقله ګواهى کوم او زما بل ګواه زما پلار دے چې زۀ يې رالېږلے يم.“ ۱۹بيا هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ستا پلار چرته دے؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو نۀ خو ما پېژنئ او نۀ زما پلار. کۀ چرې تاسو زۀ پېژندے نو زما پلار به مو هم پېژندو.“ ۲۰د خُدائ د کور په بيت‌المال کښې عيسىٰ دا خبره د تعليم ورکولو په وخت کښې وکړله، خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.

د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ په حقله پېشګوئې

۲۱عيسىٰ يو ځل بيا هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ درنه ځم، او تاسو به ما لټوئ خو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. او چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“ ۲۲بيا يهوديانو ووئيل، ”ولې دے به خپل ځان وژنى ځکه چې دے دا وائى، چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“ ۲۳نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو د دې زمکې خلق يئ او زۀ د آسمان، تاسو د دې دُنيا اوسېدونکى يئ خو زۀ د دې دُنيا نۀ يم. ۲۴ځکه ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. کۀ چرې تاسو په دې باور نۀ کوئ چې زۀ هغه يم، يعنې، زۀ هم هغه پېغمبر يم نو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ.“ ۲۵هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”زۀ هم هغه يم چې ما تاسو ته د اول نه وئيلى دى. ۲۶ما سره ستاسو د مجرمولو او د وئيلو دپاره ډيرې خبرې دى خو هغه چا چې زۀ يې رالېږلے يم، رښتينے دے او څۀ چې ما د هغۀ نه اورېدلى دى هغه زۀ دُنيا ته وايم.“ ۲۷هغوئ په دې پوهه نۀ شُو چې عيسىٰ هغوئ ته د خپل پلار په حقله خبرې کولې. ۲۸نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې تاسو اِبن آدم په سولۍ وخېژوئ نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ هغه يم، او زۀ په خپل اختيار هيڅ نۀ کوم خو زۀ هغه څۀ وايم، د څۀ چې پلار ما له تعليم راکړے دے. ۲۹چا چې زۀ رالېږلے يم هغه ما سره دے. هغۀ زۀ يواځې نۀ يم پرېښے ځکه زۀ همېشه هغه څۀ کوم چې هغه پرې راضى کيږى.“ ۳۰عيسىٰ چې دا خبرې کولې نو ډېرو پرې ايمان راوړو.

حقيقت به تاسو آزاد کړى

۳۱بيا عيسىٰ هغه يهوديانو ته وفرمائيل چا چې په هغۀ ايمان راوړے وو، ”کۀ چرې تاسو زما په کلام عمل کوئ نو تاسو به په رښتيا زما مريدان يئ. ۳۲او تاسو به په حقيقت پوهه شئ او حقيقت به تاسو آزاد کړى.“ ۳۳هغوئ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ د اِبراهيم اولاد يُو، مونږ چرې هم د چا غلامان شوى نۀ يُو. ستا د دې وينا نه څۀ مطلب دے چې تاسو به آزاد شئ؟“ ۳۴عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې ګناه کوى هغه د ګناه غلام دے. ۳۵غلام د يو خاندان فرد ګڼلے نۀ شى، خو زوئ همېشه دپاره د خاندان فرد ګڼلے شى. ۳۶نو کۀ چرې زوئ تاسو آزاد کړى نو تاسو به په رښتيا سره آزاد يئ. ۳۷ما ته پته ده چې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ خو تاسو زما د وژلو موقع ګورئ ځکه چې ستاسو په زړونو کښې زما د کلام دپاره ځائ نشته. ۳۸زۀ تاسو ته هغه وايم څۀ چې ما د پلار په حضور کښې ليدلى دى خو تاسو په هغې عمل کوئ څۀ چې تاسو د خپل پلار نه اورېدلى دى.“ ۳۹هغوئ ورته جواب ورکړو، ”اِبراهيم زمونږ پلار دے.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ چرې تاسو د اِبراهيم اولاد وئ نو تاسو به هغه کارونه کول کوم چې اِبراهيم کول. ۴۰خو اوس تاسو کوشش کوئ چې ما ووژنئ ځکه چې ما تاسو ته حقيقت ووئيلو چې ما د خُدائ پاک نه اورېدلے وو. اِبراهيم هيڅکله هم داسې نۀ وُو کړى. ۴۱تاسو د خپل پلار غوندې کارونه کوئ.“ هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مونږ حراميان نۀ يُو، او خُدائ پاک په خپله زمونږ پلار دے.“ ۴۲عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کۀ خُدائ پاک ستاسو پلار وے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه راغلے يم او اوس دلته يم. زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے بلکې زۀ هغۀ رالېږلے يم. ۴۳تاسو ته چې زۀ څۀ وايم په هغې ولې نۀ پوهېږئ؟ دا ځکه چې تاسو زما کلام قبلولے نۀ شئ. ۴۴خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے. ۴۵نو کله چې زۀ تاسو ته رښتيا وايم خو تاسو په ما يقين نۀ کوئ. ۴۶په تاسو کښې څوک ما د ګناه مجرم ثابتولے شى؟ کۀ زۀ رښتيا وايم نو بيا ولې تاسو په ما يقين نۀ کوئ؟ ۴۷څوک چې د خُدائ پاک دى هغوئ د خُدائ پاک کلام قبلوى. په کومه وجه چې تاسو ورته توجو نۀ ورکوئ هغه دا چې تاسو د خُدائ پاک نه نۀ يئ.“

حضرت عيسىٰ د حضرت اِبراهيم نه اول موجود وو

۴۸يهوديانو جواب ورکړو چې، ”ولې زمونږ دا وينا رښتيا نۀ ده چې تۀ سامرى يې او په تا پيريان ناست دى؟“ ۴۹عيسىٰ وفرمائيل چې، ”په ما پيريان نۀ دى ناست. خو زۀ د خپل پلار عزت کوم خو په دې تاسو ما بې‌عزته کوئ. ۵۰زۀ خپله لوئى نۀ غواړم بلکې يو ذات شته چې هغه يې غواړى او هغه صحيح فېصله کوونکے دے. ۵۱زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ څوک زما په کلام عمل کوى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى.“ ۵۲يهوديانو هغۀ ته ووئيل چې، ”اوس زمونږ پوره يقين دے چې په تا پيرے ناست دے. اِبراهيم خو وفات دے او نبيان هم وفات شوى دى او بيا هم تۀ وائې چې، کۀ څوک زما په کلام عمل وکړى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى. ۵۳ولې تۀ زمونږ د پلار اِبراهيم نه لوئ يې څۀ، څوک چې وفات دے؟ او نبيان هم وفات شوى دى. نو تۀ خپل ځان څۀ ګڼې؟“ ۵۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ چرې زۀ د خپل ځان لوئى وکړم نو زما لوئى بې‌مطلبه ده. هغه څوک چې ما له لوئى راکوى هغه زما پلار دے د چا په حقله چې تاسو وايئ چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے. ۵۵اګر کۀ تاسو هغه نۀ پېژنئ. خو زۀ يې پېژنم. کۀ چرې ما دا ووئيل چې زۀ هغه نۀ پېژنم نو زۀ به هم ستاسو په شان دروغژن يم. خو زۀ هغه پېژنم او د هغۀ په کلام عمل کوم. ۵۶ستاسو پلار اِبراهيم په دې خوشحاله وو چې هغه به زما ورځ ووينى. او هغۀ دا ورځ وليدله او خوشحاله شو.“ ۵۷يهوديانو جواب ورکړو چې، ”تۀ خو لا د پنځوسو کالو هم نۀ يې، نو اِبراهيم دې څنګه وليدو؟“ ۵۸عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې اِبراهيم لا پېدا شوے نۀ وو چې زۀ موجود وم.“ ۵۹نو په دې هغوئ د عيسىٰ د ويشتو پسې کاڼى راواخستل خو عيسىٰ خپل ځان په ډډه کړو او د خُدائ د کور نه ووتو.