يوسفزئ
خط

د عبرانيانو په نوم خط - اتم باب

حضرت عيسىٰ د غوره لوظ مشر اِمام

۱اوس چې کومې خبرې مونږ کوُو په هغې کښې د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې زمونږ يو داسې مشر اِمام دے څوک چې په آسمانونو کښې د قادر مطلق خُدائ د تخت ښى لاس ته ناست دے. ۲هغه په هغه مقدس ځائ او هغه حقيقى خېمې کښې خادِم دے چې انسان نۀ بلکې مالِک خُدائ ودرولې ده. ۳ځکه چې هر مشر اِمام د نذارانو او قربانو ورکولو دپاره مقرر دے، نو په کار دى چې زمونږ د اِمام سره هم د ورکولو دپاره څۀ وى. ۴کۀ هغه په زمکه وے نو هغه به اِمام نۀ وے، ځکه چې نور اِمامان شته دے چې د شريعت په مطابق نذرانې پېش کړى. ۵هغوئ چې په مقدس ځائ کښې عبادت کوى، نو هغه د هغه آسمانى عبادت نقل او تصوير دے. ځکه چې موسىٰ کله خېمه ودروله نو هغۀ ته دا هدايت ورکړے شُو چې، ”ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړه کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“ ۶خو کوم خدمت چې عيسىٰ ته ورکړے شوے دے د زوړ لوظ نه د هغۀ مينځګړتوب ډېر زيات بهتر دے ځکه چې دا لوظ د ښۀ وعدو په بنياد شوے دے. ۷ځکه چې کۀ اولنے لوظ بې‌نقصه وو نو بيا به د دوېم لوظ ضرورت نۀ پېښېدو. ۸خو خُدائ پاک په خلقو کښې نقصان پېدا کړو او هغۀ وفرمائيل، ”مالِک فرمائى چې هغه وخت راروان دے چې زۀ به د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو سره يو نوے لوظ وکړم. ۹دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو. نو زۀ به هم د هغوئ څۀ پرواه نۀ کوم، مالِک فرمائى. ۱۰خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى. ۱۱نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى. ۱۲ځکه چې زۀ به د هغوئ په قصورونو رحم کوم او زۀ به نور د هغوئ ګناهونه هيڅکله نۀ يادوم.“ ۱۳کله چې خُدائ پاک د نوې لوظ خبرې وکړې نو اولنے يې منسوخ کړو، او کوم څيز چې منسوخ او زوړ شى هغه به زر فنا شى.