يوسفزئ
خط

د عبرانيانو په نوم خط - لسم باب

۱ځکه چې شريعت صرف د راتلونکو ښو څيزونو سورے دے او د هغه حقيقى څيزونو اصلى شکل نۀ دے، او کومې قربانۍ چې هر کال بې‌ناغې کولے شى دا کله هم هغه خلق کاملولے نۀ شى څوک چې د خُدائ پاک عبادت کوى. ۲کۀ چرې هغوئ مکمل پاکوالے ورکولے شو، نو دا قربانۍ به ختمې شوې وې او عبادت کوونکى به يو ځل د تل دپاره پاک شوى وُو نو بيا به هغوئ خپل ځان ګناه ګار نۀ ګڼلو. ۳بلکې دا قربانيانې هر کال ګناهونه رايادوى. ۴ځکه چې دا ممکنه نۀ ده چې د غوَيانو او چېلو وينه ګناهونه لرې کړى. ۵ځکه خو کله چې مسيح دُنيا ته راغلو نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تا قربانى او نذرانه خوښه نۀ کړه بلکې تا زما دپاره يو بدن تيار کړو. ۶په سوزېدلې نذرانه او د ګناه په نذرانه تۀ خوشحاله نۀ وې. ۷بيا ما وفرمائيل، وګوره خُدايه پاکه، زۀ راغلم چې ستا مرضى پوره کړم، اے خُدايه پاکه، د کِتاب مقدس په پاڼو کښې يې زما په حقله دا ليکلى دى.“ ۸مسيح اول وفرمائيل چې، ”نۀ خو تا قربانى او نذرونه او پوره سوزېدونکې نذرانې او د ګناه نذرانې خوښې کړې او نۀ په هغې خوشحاله شوے وې“ کۀ څۀ هم چې دا قربانۍ د شريعت په مطابق پېش کيږى. ۹او بيا هغۀ دا وفرمائيل چې، ”وګوره، زۀ راغلم چې ستا مرضى پوره کړم.“ هغه اولنۍ قربانى ځکه منسوخ کوى چې دوېمه قربانى هغه ځائ ونيسى. ۱۰او د خُدائ پاک د مرضۍ په وسيله مونږ د عيسىٰ مسيح د بدن د يو ځل قربانېدو په وجه د همېشه دپاره پاک کړے شُو. ۱۱او هر يو اِمام روزانه د هغۀ خدمت کښې ولاړ وى او هم هغه يو رنګ قربانۍ بيا بيا پېش کوى کومې چې هيڅکله هم ګناهونه نۀ شى ختمولے. ۱۲خو کله چې مسيح د همېشه دپاره د ګناهونو د ختمولو دپاره يوه قربانى ورکړه نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته کښېناستو. ۱۳او د هغه وخت نه په دې انتظار دے چې د هغۀ دشمنان د هغۀ د پښو د لاندې کړے شى. ۱۴ځکه چې هغه د يوې قربانۍ ورکولو په وسيله هغوئ د همېشه دپاره کامِل کړل څوک چې پاک کړے شوى دى. ۱۵او روحُ القُدس هم مونږ ته دغه ګواهى راکوى ځکه چې هغه فرمائى چې، ۱۶”خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم.“ ۱۷او بيا دا هم فرمائى چې، ”زۀ به د هغوئ ګناهونه او بې‌شرعې کارونه نور بيا کله هم ياد نۀ کړم.“ ۱۸او چې د هغوئ معافى شوې ده نو بيا نور د ګناهونو دپاره د قربانۍ پېش کولو حاجت نشته.

نصيحت او خبردارے

۱۹نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. ۲۰هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه، ۲۱نو ځکه چې مونږ سره لوئ اِمام دے څوک چې د خُدائ پاک د کور مختيار دے، ۲۲نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے. ۲۳راځئ چې مونږ د خپل اُميد په اقرار کولو بغېر د يرېدو نه کلک ودرېږو ځکه چا چې لوظ کړے دے هغه وفادار دے. ۲۴او راځئ چې سوچ وکړُو چې څنګه يو بل ته د مينې او نېکو کارونو د کولو ترغيب ورکوو. ۲۵او چې مونږ په خپلو کښې د جماعت د راټولېدو نه منع نۀ شُو څنګه چې د ځينو خلقو عادت دے، بلکې يو بل له ډاډګيرنه ورکړئ، او څنګه چې تاسو د مالِک ورځ په رانزدې کېدو وينئ. ۲۶کۀ چرې مونږ د حق د پېژندلو نه پس هم قصداً ګناهونه کوُو نو بيا زمونږ د ګناهونو دپاره د يوې قربانۍ هم څۀ فائده نشته. ۲۷خو يو يروونکے عدالت او غضبناک اور پاتې دے چې د خُدائ پاک مخالفين به وسوزوى. ۲۸هر څوک هم چې د موسىٰ شريعت نۀ منى هغه به د دوو يا درېو ګواهانو په ګواهۍ بغېر د څۀ رحم نه هلاک کړے شى، ۲۹نو تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به د څومره زياتې سزا لائق وګرځى چا چې د خُدائ پاک زوئ سپک ګڼلے وى، او د لوظ وينه چې هغوئ پرې پاک شوى وُو د هغې بې‌حرمتى کړى وى، او د فضل د روح بې‌عزتى يې کړى وى؟ ۳۰ځکه چې مونږ هغه پېژنو چا چې فرمائيلى دى چې، ”بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم،“ او بيا دا چې، ”مالِک به د خپل اُمت عدالت کوى.“ ۳۱د ژوندى خُدائ پاک په لاسونو کښې ورتلل ډېره هيبتناکه خبره ده. ۳۲خو هغه اولنۍ ورځې رايادې کړئ کله چې د خُدائ پاک نُور په تاسو وځلېدو، نو تاسو په سخت وخت کښې مصيبتونه وزغمل او قائم پاتې شوئ. ۳۳تاسو په څو څو کرَته بې‌عزته او د مصيبتونو په وجه د خلقو تماشه شوئ، او کله کله تاسو د هغوئ په بد سلوکۍ کښې هم مدد وکړو چا چې دا مصيبتونه زغمل، ۳۴د قېديانو سره تاسو همدردى وکړه، او تاسو د خپل مال لوټ کېدل په خوشحالۍ سره منظور کړل، ځکه چې تاسو په دې پوهه وئ چې تاسو سره يو بهتر او د تل ميراث دے. ۳۵نو په دې وجه خپله زړۀ ورتيا مۀ پرېږدئ ځکه چې د دې ډېر اجر دے. ۳۶نو تاسو ته د صبر ضرورت دے نو چې کله تاسو د خُدائ پاک مرضى پوره کړئ نو تاسو به دا لوظ کړے شوى څيزونه حاصل کړئ. ۳۷ځکه، ”اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى. ۳۸څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى. او زما زړۀ د هغوئ نه خوشحاله نۀ دے څوک چې د ايمان نه وروستو کيږى.“ ۳۹خو مونږ هغه خلق نۀ يُو څوک چې ايمان نه وروستو شى او بيا هلاک شى، خو مونږ وفادار خلق يُو څوک چې به بچ شى.