يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - يو کم پنځوسم باب

د حضرت يعقوب د خپلو زامنو سره آخرى ملاقات

۱يعقوب خپل زامن راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”راغونډ شئ او زۀ به تاسو ته ووايم چې په راتلونکى وخت کښې به په تاسو څۀ کيږى. ۲راټول شئ او واورئ، اے د يعقوب زامنو. د خپل پلار اِسرائيل خبره واورئ.

۳روبين، تۀ زما مشر زوئ يې. تۀ زما د طاقت وړومبۍ مېوه يې او زما د ځوانۍ وړومبے بچے، په عزت او طاقت کښې زما د ټولو زامنو نه زيات يې. ۴تۀ د جوشناک سېلاب په شان يې، خو تۀ به د ټولو نه عزتمند نۀ يې، دا ځکه چې تۀ زما د بلې ښځې سره څملاستې او د خپل پلار کټ دې پليت کړو.

۵شمعون او ليوى په بدو کښې وروڼه دى. بدعملۍ کولو دپاره د خپلو تُورو نه کار اخلى. ۶د دوئ په پټو خبرو کښې به زۀ نۀ شريکېږم، او نۀ به د دوئ په ډله کښې حِصه اخلم، ځکه چې په غصه کښې دوئ خلق ووژل او دوئ هسې د خوند دپاره غوَيان ګوډ کړل. ۷لعنت دې د دوئ په قهر وى، ځکه چې هغه قهر ډېر سخت وو، او لعنت دې د دوئ په غضب وى، ځکه چې دا غضب بې‌رحمه وو. زۀ به د دوئ اولاد د اِسرائيل په ټول مُلک کښې خوارۀ وارۀ کړم. زۀ به دوئ د اِسرائيلو نورو قبيلو سره ګډ‌وډ کړم.

۸يهوداه، ستا وروڼه به ستا صِفت کوى. تۀ به خپل دشمنان د مرۍ نه رانيسې. ستا وروڼه به ستا په مخکښې ټيټ شى. ۹يهوداه، تۀ د ازمرى بچے يې، چې ښکار ووژنى او خپل غار ته راستُون شى، غزيږى او څملى. هيڅ څوک هم دا زړۀ نۀ شى کولے چې هغه راپاڅوى. ۱۰يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى. ۱۱هغه خپله کوچاڼې د انګور په بوټى پورې تړى، د ټولو نه ښۀ بوټى پورې. هغه خپلې جامې د انګور په سور رس کښې وينځى. ۱۲د هغۀ سترګې د شرابو نه سرې دى، د هغۀ غاښونه د پيو نه سپين دى.

۱۳زبولون به د سيند په غاړه اوسيږى. د هغۀ د سيند غاړه به د کشتو دپاره محفوظ ځائ وى. د هغۀ علاقه به د صيدا پورې ورسيږى.

۱۴يساکار لکه تکړه خر دے چې د دوو بارونو په مينځ کښې اوږد اوږد څملى. ۱۵خو چې هغۀ ته پته ولګېږى چې د هغۀ د آرام ځائ ښۀ دے او چې هغه مُلک هم ښائسته دے. نو هغه به خپله ملا بار وړلو له راښکته کړى او د نوکر په شان کار ترې اخستے شى.

۱۶دان به د خپلو خلقو بادشاه وى. هغوئ به هم د اِسرائيلو د نورو قبيلو په شان وى. ۱۷دان به د سړک د غاړې مار وى، د لارې يو خطرناک مار، چې هغه آس په پونده وچيچى، نو چې سور کس ترې په شا پرېوځى.

۱۸اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د خلاصون په اِنتظار يم. ۱۹د ډاکوانو يوه ډله به په جاد حمله وکړى، خو هغه به راوګرځى او په هغوئ پسې به شى.

۲۰د آشر زمکه به ډېر ښۀ خوراک پېدا کړى. هغه به د بادشاهانو دپاره ښۀ مزېدار خوراک تيار کړى.

۲۱نفتالى هوسۍ ده چې په آزادۍ سره منډې وهى، او هغه ښُکلى بچى راوړى.

۲۲يوسف يوه مېوه داره څانګه ده، په سپرلى کښې د مېوې نه ډکه څانګه، د هغۀ څانګې په دېوال خېژى. ۲۳د هغۀ غصه ناک دشمنان په هغۀ باندې سخته حمله کوى او د خپلو غشو او ليندو سره په هغۀ پسې وى. ۲۴خو چې هغه لينده راکاږى نو د هغۀ لاسونه نۀ رپيږى، او د هغۀ مټې مضبوطې جوړې شوې دى، د يعقوب د قادر خُدائ په قُدرت سره، د هغه شپون په نامه، چې د بنى اِسرائيلو ساتونکے دے. ۲۵هغه ستا د پلار خُدائ پاک دے چې هغه ستا مدد کوى، هغه قادر خُدائ چې تا له برکت درکوى. د بره آسمان د بارانونو او د زمکې د لاندې د چينو برکت درکړى، برکتونه د ډېرو څاروو او د اولادونو، ۲۶ستا د خپل پلار برکتونه همېشه دپاره د زړو غرونو د برکت نه ښۀ دى، ښۀ څيزونه د نۀ ختمېدونکو غرونو نه. دا ټول برکتونه دې د يوسف په سر وى، د هغۀ په تندى، چې د خپلو وروڼو مشر دے.

۲۷بنيامين د يو شلونکى شرمخ په شان دے. چې په سحر کښې ښکار خورى او په ماښام کښې څۀ چې پاتې وى هغه ويشى.“ ۲۸دا د بنى اِسرائيلو دولس قبيلې دى او دا هغه وصيت دے کوم چې خپل پلار ورته د برکت ورکولو په وخت وکړو او هر زوئ له يې خپل خپل مناسب برکت ورکړو.

د حضرت يعقوب مرګ او ښخېدل

۲۹‏-۳۰نو يعقوب خپلو زامنو ته وصيت کولو، ”زۀ مرګ ته نزدې يم. ما د خپل پلار نيکۀ سره، د کنعان په مُلک کښې، د ممرۍ سره نزدې په مکفيله کښې، د حِتى عِفرون د پټى په غار کښې ښخ کړئ. هغه غار او پټے اِبراهيم د عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو. ۳۱دا هم هغه ځائ دے چرته چې هغوئ اِبراهيم او د هغۀ ښځه ساره ښخ کړى وُو، دا هم هغه ځائ دے چرته چې هغوئ اِسحاق او د هغۀ ښځه رِبقه ښخه کړې وه، او دا هغه ځائ دے چرته چې ما لِياه ښخه کړې ده. ۳۲هغه پټے او هغه غار د حِتيانو نه اخستے شوے وو. ما هم هلته ښخ کړئ.“ ۳۳چې کله يعقوب خپلو زامنو ته وصيت ختم کړو، هغه بيا څملاستو، ساه يې ورکړه او په حق ورسېدو.