يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - يو دېرشم باب

د حضرت يعقوب د لابن نه تښتېدل

۱نو يعقوب واورېدل چې د لابن زامن وائى، ”زمونږ د پلار سره چې څۀ هم وُو نو هغه يعقوب د خپل ځان سره وړى دى. د هغۀ سره چې څومره دولت دے هغه ټول زمونږ د پلار وو.“ ۲هغۀ ته دا پته هم ولګېده چې لابن ورسره اوس دومره ښۀ نۀ دے لکه څومره چې ورسره مخکښې وو. ۳بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”واپس د خپل پلار نيکۀ مُلک ته او خپلو خپلوانو له لاړ شه. زۀ به ستا مل يم.“ ۴نو يعقوب راحيل او لِياه راوغوښتلې چې د هغۀ سره په پټى کښې مِلاو شى چرته چې د هغۀ رَمې وې. ۵هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ما ته پته لګېدلې ده چې ستاسو پلار زما سره دومره ښۀ نۀ دے لکه چې څومره مخکښې وو، خو زما د پلار خُدائ پاک زما مل دے. ۶تاسو دواړو ته پته ده چې ما د خپل ټول طاقت سره ستاسو د پلار خِدمت وکړو، ۷خو بيا هم هغۀ زۀ دوکه کړم او لس ځل يې زما مزدورى بدله کړې ده. خو خُدائ پاک هغه ما ته څۀ نقصان رسولو ته پرې نۀ ښودلو. ۸چې کله نه هم لابن دا وئيلى دى چې برَګې چېلۍ به ستا مزدورى وى، نو ټولو رَمو برَګ بچى راوړل. چې کله هغۀ ووئيل، د کرښو والا چېلۍ به ستا مزدورى وى، نو ټولو رَمو د کرښو والا بچى راوړل. ۹خُدائ پاک ستاسو د پلار نه رَمې اخستې دى او هغه يې ما له راکړې دى. ۱۰د څاروو د وار راوړو په وخت کښې ما يو خوب وليدو او ما وکتل چې کوم چېلى چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا، ټکى ټکى او برَګ وُو. ۱۱د خُدائ پاک فرښتې ما ته په خوب کښې ووئيل، يعقوبه، ما جواب ورکړو، زۀ حاضر يم. ۱۲هغې ووئيل، وګوره، هغه ټول چېلى کوم چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا ټکى ټکى او برَګ دى. زۀ داسې ځکه کوم چې لابن تا سره څۀ کوى نو ما ته د هغه هر څۀ پته ده. ۱۳زۀ خُدائ پاک يم چې په بيت‌ايل کښې تا ته راڅرګند شوے وم، چې هلته تا يو کاڼے د يادګار په توګه وقف کړو او په هغې دې تېل واچول او هلته تا زما سره يو لوظ وکړو. اوس تۀ هغه مُلک ته واپس لاړ شه چرته چې تۀ پېدا شوے يې.“ ۱۴راحيل او لِياه يعقوب ته ووئيل، ”مونږ ته زمونږ د پلار په ميراث کښې هيڅ هم پاتې نۀ دى. ۱۵هغه مونږ په پردو کښې شمېرى. هغۀ مونږه خرڅې کړې يُو او زمونږ په سر هغۀ چې څومره روپۍ اخستې وې هغه ټولې يې ختمې کړې دى. ۱۶هغه ټول دولت کوم چې خُدائ پاک زمونږ د پلار نه اخستے دے هغه زمونږ او زمونږ د بچو دے. چې تا ته خُدائ پاک څۀ فرمائيلى دى هم هغسې وکړه.“ ۱۷‏-۱۸نو يعقوب واپس خپل پلار ته د تلو تيارى وکړو چې د هغۀ پلار د کنعان په مُلک کښې وو. هغۀ خپل زامن او ښځې په اوښانو سورې کړې او خپلې ټولې رَمې يې د خپل ځان نه مخکښې روانې کړې، او سره د هغه هر څۀ چې هغۀ په مسوپتاميه کښې ګټلى وُو. ۱۹لابن د خپلو ګډو نه وړۍ کلولو دپاره تلے وو او چې هغه نۀ وو نو راحيل د خپل پلار د کور بُتان پټ کړل. ۲۰يعقوب لابن دوکه کړو ځکه چې هغه يې د خپل تګ نه خبر نۀ کړو. ۲۱د هغۀ سره چې څۀ وُو هغه يې راواخستل او په تېزۍ سره لاړو. هغه د فرات د سيند نه پورې وتلو او د غرونو مُلک جِلعاد ته روان شو.

د لابن په حضرت يعقوب پسې تلل

۲۲درې ورځې وروستو لابن خبر شو چې يعقوب تښتېدلے دے. ۲۳نو هغۀ خپل سړى ځان سره کړل او اووۀ ورځې په يعقوب پسې وُو چې د غرونو مُلک جِلعاد سره يې رايسار کړو. ۲۴په هغه شپه خُدائ پاک لابن ته په خوب کښې راغلو او هغۀ ته يې ووئيل، ”خيال کوه چې يعقوب ته هيڅ هم ونۀ وائې.“ ۲۵لابن يعقوب د جِلعاد په غرونو کښې ګېر کړو، چرته چې يعقوب خېمه لګولې وه. لابن هم د خپلوانو سره هلته خېمه ولګوله. ۲۶لابن يعقوب ته ووئيل، ”تا ولې زۀ دوکه کړم او زما لوڼه دې داسې بوتلې لکه د تُورې په زور دې نيولې وى؟ ۲۷تا ولې زۀ دوکه کړم او زۀ دې خبر هم نۀ کړم او وتښتېدلې؟ کۀ تا ما ته وئيلى وے، نو ما به تۀ په خپله مخه د تمبل، رباب او د سندرو جشن سره رُخصت کړے وې. ۲۸تا دې ته هم پرې نۀ ښودم چې ما خپل نمسى او لوڼه ښُکل کړے وے او دوئ ته مې په مخه ښه وئيلى وے. دا دې د کم عقلتوب کار کړے دے. ۲۹زۀ تا ته د نقصان رسولو زور لرم، خو تېره شپه ستا د پلار خُدائ پاک ما له خبردارے راکړو چې تا ته هيڅ هم ونۀ وايم. ۳۰ما ته پته وه چې تۀ ځې ځکه چې تۀ واپس کور له تلو ته ډېر بې‌صبره وې، خو زما د کور هغه بُتان دې ولې پټ کړل؟“ ۳۱يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ يرېدم، زما خيال دا وو چې تۀ خپلې لوڼه زما نه په زور بوځې. ۳۲خو کۀ تا دلته د چا سره هم ستا بُتان پېدا کړل، نو هغه به ژوندے نۀ شى پرېښودلے. دلته زمونږ د خپلوانو په مخکښې يې وګوره، چې ستا څۀ څيز هم وى نو خپل څيز يوسه.“ يعقوب ته پته نۀ وه چې د لابن بُتان راحيل پټ کړى وُو. ۳۳لابن لاړو او د يعقوب خېمه يې ولټوله، بيا هغه د لِياه خېمې او د هغه دوه وينځو خېمې ته لاړو، خو هغۀ خپل بُتان ونۀ موندل. بيا هغه د راحيل خېمې ته لاړو. ۳۴راحيل د کور هغه بُتان راخستى وُو او هغه يې د اوښ د زين په کڅوړه کښې کېښودلى وُو او په هغې باندې ناسته وه. لابن هغه ټوله خېمه ولټوله، خو هغه يې ونۀ موندل. ۳۵راحيل خپل پلار ته ووئيل، ”پلاره، ما ته مۀ غصه کېږه، خو چې تۀ دلته يې ستا په مخکښې زۀ نۀ شم پاڅېدلے، په ما د ښځو بيمارى راغلې ده.“ لابن لټون وکړو خو د خپل کور هغه بُتان يې پېدا نۀ کړل. ۳۶بيا يعقوب غصه شو، ”ما څۀ بد کړى دى؟ زما ګناه څۀ ده چې تۀ داسې تېز په ما پسې راورسېدې؟ ۳۷اوس چې زما سره څۀ دى هغه ټول دې ولټول، تا د خپل کور کوم يو څيز موندلے دے چې هغه ستا وى؟ دا دلته بهر ښکاره کېږده چې زما او ستا خپلوان يې وګورى او دوئ به فېصله وکړى چې په مونږ کښې څوک په حقه دے. ۳۸زۀ تا سره د شلو کالو نه يم، ستا ګډو او ستا چېلو په يو کال هم بچے نۀ دے ضائع کړے او ما يو ګډ هم ستا د رَمو نه نۀ دے خوړلے. ۳۹چې کله هم يو ځنګلى ځناور ستا ګډه خوړلې ده، ما هغه تاوان په خپله درکړے دے. تا هر هغه څيز زما نه غوښتے دے چې چا د ورځې يا شپې پټ کړے وى. ۴۰ډېر ځل زۀ د ورځې ګرمۍ وهلے يم او د شپې يخنۍ اوچ کړے يم. او زما خوب تښتېدلے وو. ۴۱د شلو کالو نه زۀ ستا په کور کښې يم. څوارلس کاله ما ستا د دوو لوڼو او شپږ کاله ستا د رَمو دپاره، ستا خِدمت کړے دے. او بيا هم، تا لس ځل زما مزدورى بدله کړه. ۴۲کۀ زما د پلار خُدائ پاک، کوم چې د اِبراهيم او اِسحاق خُدائ پاک دے، زما مل نۀ وے، نو تا به زۀ مخکښې خالى لاسونه لېږلے وے. خو خُدائ پاک زما تکليف او کوم خِدمت چې ما کړے دے هغه ليدلے دے او ځکه خُدائ پاک تېره شپه تۀ ملامته کړې.“

د حضرت يعقوب او لابن په مينځ کښې معاهده

۴۳بيا لابن يعقوب له جواب ورکړو، ”دا ځوانې ښځې زما لوڼه دى، د دوئ بچى زما دى او دا رَمې زما دى. چې تۀ دلته څۀ هم ګورې هغه زما دى. خو زۀ خپلې لوڼه او د هغوئ بچى نۀ شم ساتلے، ۴۴نو زۀ تا سره يو لوظ کولو ته تيار يم. راځه چې داسې څۀ وکړُو چې زمونږ دا لوظ پرې مونږ ته راياديږى.“ ۴۵نو يعقوب يوه تيږه راواخستله او هغه يې د يو يادګار په توګه ودروله. ۴۶هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل چې، ”څۀ کاڼى راټول کړئ.“ نو هغوئ کاڼى راټول کړل او يو ډېرے يې ترې نه جوړ کړو. بيا هغوئ د هغه کاڼو د ډېرى سره روټۍ وخوړله. ۴۷لابن په دې يجرشاهدوتها نوم کېښودو، خو يعقوب پرې جلعيد نوم کېښودو. ۴۸لابن يعقوب ته ووئيل، ”دا د کاڼو ډېرے به زمونږ د دواړو دپاره يو يادګار وى.“ نو ځکه د هغه ځائ نوم جلعيد شو. ۴۹لابن دا هم ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په مونږ نظر وساتى چې کله مونږ د يو بل نه جدا يُو.“ نو د هغه ځائ نوم مصفاه هم شو. ۵۰لابن ووئيل، ”کۀ تۀ زما د لوڼو سره بد سلوک کوې يا نورې ښځې وادۀ کوې، کۀ ما ته پته هم نۀ وى، ياد لره چې خُدائ پاک مونږ ګورى. ۵۱دا هغه کاڼى دى چې ما زمونږ په مينځ کښې ډېرے کړى دى او دا هغه يادګارى تيږه ده. ۵۲دا ډېرے او دا د يادګارى تيږه دواړه يادګارونه دى. زۀ به کله هم په تا حمله کولو دپاره د دې نه نۀ درتېرېږم او تۀ هم په ما حمله کولو دپاره د دې يادګارى تيږې نه مۀ راتېرېږه. ۵۳د اِبراهيم خُدائ پاک او د نحور خُدائ پاک به په مونږ نظر وکړى چې مونږ کومه معاهده کړې ده چې د هغې خيال ساتو.“ بيا يعقوب د هغه خُدائ پاک په نوم د کوم چې د هغۀ پلار اِسحاق عبادت کولو پوخ لوظ وکړو چې دا وعده به پوره کوى. ۵۴هغۀ يو ځناور حلال کړو او دا يې په غر باندې د قربانۍ په توګه پېش کړو او يعقوب روټۍ له د هغۀ خپلوان راوغوښتل، دوئ روټۍ وخوړه او بيا يې په غر باندې شپه تېره کړه. ۵۵بل سحر وختى لابن خپل نمسى او لوڼه ښُکل کړل او په مخه ښه يې ورته ووئيل او واپس کور ته روان شو.