يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - شلم باب

حضرت اِبراهيم او ابى‌مَلِک

۱اِبراهيم د ممرې نه د کنعان صحرا ته لاړو او د قادِس او شور په مينځ کښې اوسېدو. په هغه وخت کښې چې کله هغه په جرار کښې اوسېدو، ۲هغۀ فرمائيلى وُو چې خپله ښځه ساره يې خور ده. نو د جرار بادشاه ابى‌مَلِک ترې ساره بوتلې وه. ۳خو يوه شپه هغۀ خُدائ پاک په خوب کښې وليدو چې ورته يې وفرمائيل، ”ګوره، تۀ د مرګ په خولۀ کښې ولاړ يې، ځکه چې کومه ښځه تا راوستې ده هغه وادۀ شوې هم ده.“ ۴خو ابى‌مَلِک ګوتې هم نۀ وې وروړې او هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، زۀ بې‌ګناه يم. تۀ به ما او زما خلق تباه کوې څۀ؟ ۵اِبراهيم خو په خپله فرمائيلى وُو چې هغه يې خور ده او هغې هم فرمائيلى وُو چې هغه يې ورور دے. ما خو دا په صفا نېت کړى دى او زما لاسونو ګناه نۀ ده کړې.“ ۶خُدائ پاک په خوب کښې جواب ورکړو، ”آو، ما ته پته ده چې تا دا په صفا نېت کړى دى، هغې ته ګوتې وروړلو ته مې ځکه پرې نۀ ښودلې چې زما خِلاف ګناه ونۀ کړې. ۷خو اوس، هغه ښځه خپل خاوند ته واپس کړه. هغه يو نبى دے او هغه به درته دُعا وکړى او تۀ به مړ نۀ شې. خو کۀ تۀ هغه واپس نۀ ورکوې، نو زۀ تا خبروم چې تۀ او ستا ټول خلق به مړۀ کېږئ.“ ۸بل سحر وختى ابى‌مَلِک خپل ټول درباريان راوغوښتل او چې څۀ شوى وُو ورته يې ووئيل، او هغوئ سخت يرېدل. ۹بيا ابى‌مَلِک اِبراهيم راوغوښتلو او تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا په مونږ څۀ کړى دى؟ ما تا سره څۀ بد کړى دى چې تا په ما او زما په بادشاهۍ دا افت راوستے دے؟ داسې خو د هيچا سره هم نۀ دى کول پکار، لکه چې تا زما سره کړى دى. ۱۰دا تا ولې کړى دى؟“ ۱۱اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما دا خيال وو چې دلته به داسې هيڅ څوک هم نۀ وى چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او دوئ به زما د ښځې په وجه ما ووژنى. ۱۲هغه په رښتيا زما خور ده. هغه زما د پلار لور ده، خو زما د خپلې مور لور نۀ ده او ما هغه وادۀ کړه. ۱۳چې کله خُدائ پاک زۀ د خپل پلار د کور نه مسافر کړم، نو ما هغې ته ووئيل، تۀ به زما سره هغه وخت خپل غېرت څرګند کړې چې هر چا ته وائې چې زۀ ستا ورور يم.“ ۱۴بيا ابى‌مَلِک ساره واپس اِبراهيم ته ورکړه، هم هغه وخت يې هغۀ ته ګډې، څاروى او نوکران هم ورکړل. ۱۵هغۀ اِبراهيم ته ووئيل، ”ګوره، دا ټوله زما زمکه ده، چې چرته دې خوښه وى هلته اوسېږه.“ ۱۶هغۀ ساره ته ووئيل، ”زۀ ستا ورور له د سپينو زرو زر سيکې ورکوم، دا د دې دپاره چې تا سره څومره خلق دى چې ټولو ته ثابِته شى چې تۀ بې‌ګناه يې، هر چا ته به معلومه شى چې ستا لمن پاکه ده.“ ۱۷‏-۱۸نو په دې وجه چې د اِبراهيم د ښځې ساره سره کومه واقعه شوې وه، مالِک خُدائ د ابى‌مَلِک په محل کښې ټولې ښځې شنډې کړې. نو اِبراهيم د ابى‌مَلِک دپاره دُعا وکړه او خُدائ پاک هغه روغ کړو، خُدائ پاک د هغۀ ښځه او د هغۀ وينځې هم روغې کړې، چې د دوئ بچى پېدا شى.