يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - نولسم باب

د سدوم د خلقو ګناهونه

۱په هغه ماښام چې دوه فرښتې سدوم ته راغلې، لوط د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې په ځائ کښې ناست وو. چې څنګه هغۀ هغوئ وليدې، نو هغه پاڅېدو او ستړې مشى له ورَغلو. هغه هغوئ ته د عزت نه ټيټ شو ۲او وې فرمائيل، ”صاحِبانو، زۀ به ستاسو خِدمت کوم. ما سره کور ته لاړ شئ. تاسو پښې ووينځئ او شپې ته ايسار شئ. تاسو چې سحر وختى پاڅئ نو په خپله مخه تلے شئ.“ خو هغوئ جواب ورکړو، ”نه، مونږ به دلته د جرګې په ځائ کښې شپه وکړُو.“ ۳خو هغۀ ډېر زور کولو او آخر ورسره کور ته لاړل. لوط خپلو نوکرانو له حُکم ورکړو چې روټۍ پخه کړى او د مېلمنو دپاره ښۀ خوراک تيار کړى. چې روټۍ تياره شوه، نو هغوئ وخوړه. ۴د مېلمنو د څملاستو نه مخکښې، د سدوم خلق د هغه کور نه تاو شول، چې د ښار ټول خلق، واړۀ زاړۀ په کښې وُو. ۵دوئ لوط ته چغې ووهلې او تپوس يې ترې وکړو، ”هغه سړى چرته دى چې نن تا کره ايسار دى؟ مونږ له يې بهر راوباسه.“ د سدوم خلقو د هغوئ سره زنا کول غوښتل. ۶لوط بهر ووتلو او ځان پسې يې دروازه بند کړه. ۷هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”عزيزانو، زۀ ستاسو مِنت زارى کوم، داسې بد کار مۀ کوئ. ۸ګورئ، زما دوه لوڼه دى چې لا وادۀ شوې نۀ دى. هغوئ به زۀ بهر تاسو له راولم او چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ. خو دې سړو ته هيڅ هم مۀ وايئ، دوئ زما مېلمانۀ دى او د دوئ حِفاظت کول په ما فرض دى.“ ۹خو دوئ ووئيل، ”ځه مړه ورک شه مسافر سړے يې. تۀ څوک يې چې مونږ ته چل ښائې؟ زمونږ د مخې نه لرې شه، ګنې د هغوئ نه به دې هم بد حال وکړُو.“ دوئ لوط له ديکه ورکړه او د دروازې په ماتېدو يې شروع وکړه. ۱۰خو هغه دننه دوو سړو ورمنډه کړل، لوط يې کور ته واپس راښکلو او دروازه يې بند کړه. ۱۱بيا هغوئ بهر هغه ټول خلق ړاندۀ کړل، نو هغوئ د دروازې په لټولو ستړى شول.

د حضرت لوط سدوم پرېښودل

۱۲هغه دوو سړو لوط ته وفرمائيل، ”کۀ دلته ستا نور څوک وى لکه زامن، لوڼه، زُومان او يا ستا نور خپلوان په دې ښار کښې وى، نو د دې ځائ نه يې بهر کړه، ۱۳ځکه چې مونږ دا ځائ تباه کوُو. مالِک خُدائ ته د دې خلقو خِلاف فريادونه رسېدلى دى او مونږ يې رالېږلى يُو چې سدوم تباه کړُو.“ ۱۴بيا لوط هغه سړو له ورَغلو چې کومو ته يې لوڼه کوژدن شوې وې او ورته يې وفرمائيل، ”زر شئ او د دې ځائ نه ووځئ، مالِک خُدائ به دا ځائ تباه کوى.“ خو د هغوئ خيال دا وو چې هغه ټوقې کوى. ۱۵سحر وختى فرښتو کوشش وکړو چې لوط تېز شى. هغوئ وفرمائيل، ”زر شه، خپله ښځه او دوه لوڼه روانې کړه او ووځه، نو داسې به تاسو نۀ مړۀ کېږئ چې کله ښار تباه کيږى.“ ۱۶خو لوط سستى کوله. او مالِک خُدائ په هغۀ رحم وکړو، نو هغه سړو لوط، د هغۀ ښځه او د هغۀ دواړه لوڼه يې د لاس نه ونيولې او د ښار نه يې بهر وويستل. ۱۷بيا يوې فرښتې وفرمائيل، ”وتښتئ چې ژوندى پاتې شئ، په شا مۀ ګورئ او په مېدان کښې مۀ پاتې کېږئ. غرونو ته منډه کړئ، نو داسې به تاسو د مرګ نه بچ شئ.“ ۱۸خو لوط جواب ورکړو، ”اُف، نه صاحِبانو، په مونږ داسې مۀ کوئ. ۱۹تاسو زما سره ډېر ښۀ کړى دى او زما ژوند مو بچ کړو. خو غرونه ډېر زيات لرې دى، تباهى به زما په سر راشى او هلته رسېدو نه مخکښې به زۀ مړ شم. ۲۰تاسو ته هغه وړوکے ښار ښکارى؟ هغه نزدې دے. زۀ به هلته لاړ شم. ګورئ هغه خو وړوکے ځائ دے، خو زۀ به په امن کښې يم.“ ۲۱هغۀ جواب ورکړو، ”ټيک ده، زۀ به ستا خبره ومنم. زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم. ۲۲زر منډه کړه، زۀ تر هغې پورې هيڅ هم نۀ شم کولے ترڅو چې تۀ هلته رسېدلے نۀ يې.“ لوط دې ته وړوکے ووئيل، نو ځکه د هغه ښار نوم ضُعر شو.

د خُدائ پاک سدوم او عموره تباه کول

۲۳نمر په راختو وو چې لوط ضُعر ته ورسېدو. ۲۴ناڅاپى مالِک خُدائ د سدوم او عموره په ښارونو باندې د اور د ګوګړو باران اورولو ۲۵او هغه ښارونه او ټول مېدان يې تباه کړو، سره د ټولو خلقو او هر هغه څۀ چې په هغه زمکه زرغون شوى وُو، تباه شول. ۲۶خو د لوط ښځې شا ته وکتل او د مالګې ستن ترې جوړه شوه. ۲۷په بله ورځ سحر وختى اِبراهيم هغه ځائ ته تېز لاړو چرته چې هغه د مالِک خُدائ په حضور کښې مخکښې ولاړ وو. ۲۸هغۀ لاندې سدوم او عموره او د دې ټولو علاقو ته وکتل او وې ليدل چې د هغه مُلک نه لوګى ختل، دا داسې لوګى وُو لکه چې د بټۍ نه خېژى. ۲۹خو چې خُدائ پاک د مېدان هغه ښارونه تباه کړل چرته چې لوط اوسېدو، نو اِبراهيم د هغۀ ياد وو او لوط يې ولېږلو چې ځان بچ کړى.

موآبيانو او عمونيانو د بې‌شرمۍ بنياد کېښودل

۳۰لوط يرېدو چې په ضُعر کښې پاتې شى، نو هغه د خپلو دوو لوڼو سره پاس غرونو ته لاړو او دوئ په يو غار کښې اوسېدل. ۳۱نو مشرې لور يې خپلې خور ته ووئيل، ”زمونږ پلار بوډا کيږى او په ټوله دُنيا کښې سړى نشته چې مونږ ځان ته وادۀ کړى او بچى مو پېدا شى. ۳۲راځه چې خپل پلار نشه کړُو، نو د هغۀ سره به څملو او بچى به مو پېدا شى.“ ۳۳په هغه شپه هغوئ هغۀ له مے ورکړل او مشره لور د هغۀ سره څملاسته. خو هغه دومره نشه وو چې پته ورته ونۀ لګېده. ۳۴بله ورځ مشرې لور يې خپلې خور ته ووئيل، ”تېره شپه زۀ د هغۀ سره څملاستم، اوس راځه چې نن شپه يې بيا نشه کړُو او تۀ د هغۀ سره څمله. نو مونږ دواړه به د پلار نه اُميدوارې شُو.“ ۳۵نو هغه شپه هغوئ هغه بيا نشه کړو او کشره لور د هغۀ سره څملاسته. خو بيا هم هغه دومره نشه وو چې هغۀ ته هيڅ پته ونۀ لګېده. ۳۶نو د لوط دواړه لوڼه د خپل پلار نه اُميدوارې شوې. ۳۷د مشرې لور يې يو زوئ وشو، چې د هغۀ نوم يې موآب کېښودو. هغه د نن زمانې د موآبيانو پلار نيکۀ وو. ۳۸د کشرې لور يې هم يو زوئ وشو، چې د هغۀ نوم يې بِن‌عمى کېښودو. هغه د نن زمانې د عمونيانو پلار نيکۀ وو.