يوسفزئ
خط

د ګلتيانو په نوم د پولوس رسول خط - شپږم باب

د يو بل بوج اوچتوئ

۱اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ. ۲تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ. ۳کۀ څوک خپل ځان ډېر غټ ګڼى او په حقيقت کښې څۀ هم نۀ وى، نو هغوئ خپل ځان له دوکه ورکوى. ۴هر څوک دې خپل عمل په خپله وآزمائى، نو بيا دې هغه په خپل ځان فخر کوى، نو دغه شان به ورته د بل چا سره د ځان برابرولو ضرورت نۀ وى. ۵ځکه چې هر څوک به خپل بوج په خپله اوچتوى. ۶د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى. ۷خپل ځان له دوکه مۀ ورکوئ، څوک هم د خُدائ پاک پورې ټوقې نۀ شى کولے، ځکه څوک چې څۀ کَرى هغه به رېبى. ۸څوک چې د خپلې ګناه د فطرت په مطابق څۀ وکَرى نو هغوئ به د تباه کېدو فصل وريبى، او څوک چې د روحُ القُدس د خوشحالولو په مطابق ژوند وکړى نو هغوئ به د روحُ القُدس نه د ابدى ژوند فصل وريبى. ۹نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو. ۱۰ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.

آخرى هدايات او برکتونه

۱۱وګورئ، زۀ تاسو ته په خپل لاس سره څومره په غټو غټو ټکو ليکم. ۱۲کوم خلق چې تاسو په دې سنتېدو مجبوروى، هغوئ د نورو خلقو په وړاندې صرف خپل عزت غواړى. او هغوئ دا نۀ غواړى چې د هغه تعليم په وجه وزورَولے شى په کوم کښې چې دا وائى چې د مسيح سولۍ صرف د خلاصون وسيله ده. ۱۳ځکه هغه څوک چې سنت شوى دى په خپله په شريعت عمل نۀ کوى، خو هغوئ ستاسو سنتېدل صرف د دې دپاره غواړى چې هغوئ ستاسو په دې عمل فخر وکړى. ۱۴خو خُدائ دې نۀ کړى چې زۀ بې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د سولۍ نه په بل څۀ فخر وکړم، د چا د صليب په وجه دُنيا زما دپاره په سولۍ شوه او زۀ د دُنيا دپاره په سولۍ شوم. ۱۵ځکه چې د سنتېدو او ناسنتېدو څۀ اهميت نشته، بلکې اهم کار نوے خلقت دے. ۱۶د خُدائ پاک سلامتى او رحم دې په هغه چا وى څوک چې د دې قانون په مطابق ژوند تېروى، او هم دې د خُدائ پاک په خپلو ايماندارانو خلقو وى. ۱۷د دې نه پس څوک مۀ پرېږدئ چې ما ته په دې خبرو تکليف راکړى ځکه چې ما په خپل بدن د عيسىٰ د داغونو نښې لګولې دى. ۱۸زما وروڼو او خوېندو، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى، آمين.