يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - دوه دېرشم باب

د سرو زرو سخے

۱چې کله خلقو وليدل چې موسىٰ د غرۀ نه راکوز نۀ شو او ډېر وخت يې هلته تېر کړو، نو هغوئ په هارون راغونډ شول او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ نۀ پوهيږو چې په دې سړى، موسىٰ څۀ وشول، چې مونږ يې د مِصر نه راوويستلو، مونږ له معبودان جوړ کړه چې مونږ ته لارښودنه کوى.“ ۲هارون هغوئ ته ووئيل، ”د خپلو ښځو، زامنو او د خپلو لوڼو نه د سرو زرو والۍ راوباسئ او ما له يې راوړئ.“ ۳نو ټولو خلقو خپلې د سرو زرو والۍ راوويستلې او هارون له يې راوړې. ۴هغۀ د هغوئ والۍ واخستلې، ويلې يې کړې او د سخى په شکل يې يو بُت ترې نه جوړ کړو. هغوئ ووئيل، ”اے بنى اِسرائيلو، دا زمونږ خُدائ دے چې مونږ يې د مِصر د مُلک نه راوويستلو.“ ۵بيا هارون د سرو زرو سخى په مخکښې يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او اِعلان يې وکړو، ”سبا به د مالِک خُدائ دپاره اختر وى.“ ۶بل سحر وختى هغوئ څۀ ځناور راوستل چې د سوزېدونکې نذرانې په توګه يې قربان کړى او چې نور د خوړلو د سلامتۍ نذرانې په توګه پېش کړى. هغه خلق د خوړلو او څښلو دپاره کښېناستل او بيا هغوئ پاڅېدل، د مستۍ او عياشۍ سره ګډېدل. ۷مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سمدستى واپس لاندې کوز شه، ځکه چې ستا هغه خلق د ګناه په وجه خراب شوى دى، چې تا د مِصر نه راويستلى دى. ۸چې په کومه لاره ما هغوئ له د عمل کولو حُکم ورکړے وو هغوئ زر د هغې نه بې‌لارې شوى دى، هغوئ د ويلې شوى سرو زرو نه سخے جوړ کړے دے، د هغۀ عبادت يې کړے دے او قربانۍ يې ورته پېش کړى دى. هغوئ وائى چې هغه يې خُدائ دے چا چې د مِصر د مُلک نه راويستلى دى. ۹ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى خلق دى. ۱۰اوس، تۀ ما مۀ منعې کوه. زۀ هغوئ ته په قهر يم او هغوئ تباه کوم. بيا به زۀ تا او ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم.“ ۱۱خو موسىٰ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال کولو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ ولې خپلو خلقو ته دومره په قهر يې، چې هغوئ دې د خپل لوئ طاقت او خپل لوئ قُدرت سره د مِصر د مُلک نه راوويستل؟ ۱۲مِصريانو ته دې د پېغور کولو موقع مِلاو شى څۀ چې ووائى چې تا خپل خلق د مِصر نه د دې دپاره راوويستل چې په غرونو کښې يې ووژنې او هغوئ بېخى تباه کړې؟ خپل قهر بس کړه، خپله فېصله بدله کړه او په خپلو خلقو دا تباهى مۀ راوله. ۱۳خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه، تا چې د هغوئ سره کوم پوخ لوظ کړے دے هغه راياد کړه چې هغوئ له به دومره ډېر اولاد ورکړې چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د هغوئ اولاد له به هغه ټول مُلک ورکوې چې تا يې وعده کړې ده چې هغه به همېشه دپاره د هغوئ وى.“ ۱۴نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او په خپلو خلقو يې هغه تباهى رانۀ وستله د کومې په حقله وى چې هغۀ فرمائيلى وُو. ۱۵موسىٰ واپس د غرۀ نه راکوز شو، د ځان سره يې هغه د کاڼو دواړه تختې راوړې چې په دواړو مخونو يې حُکمونه ليکلے شوى وُو. ۱۶خُدائ پاک په خپله هغه تختې تيارې کړې وې او حُکمونه يې ورباندې ليکلى وُو. ۱۷چې خلقو چغې وهلې نو يشوَع د خلقو شور واورېدو او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”په خېمو کښې د جګړې شور دے.“ ۱۸موسىٰ وفرمائيل، ”دا نۀ د فتحې او نۀ د شکست آواز معلوميږى، زۀ چې څۀ اورم دا د هغوئ د سندرو آواز دے.“ ۱۹چې کله موسىٰ خېمو ته ښۀ رانزدې شو او هغه سخے او د خلقو ګډېدل يې وليدل، نو سخت په قهر شو. هغۀ چې کومې تختې روانې کړې وې هغه يې هلته د غرۀ په لمن کښې وغورزولې او ماتې يې کړې. ۲۰هغوئ چې کوم سخے جوړ کړے وو هغه يې راواخستلو، په اور يې ويلې کړو او د اوړو په شان يې مېده مېده کړو او په اوبو کښې يې واچولو. بيا هغۀ دا په بنى اِسرائيلو باندې وڅښلو. ۲۱هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”دې خلقو درباندې څۀ کړى دى، چې په دومره سخته ګناه دې آخته کړى دى؟“ ۲۲هارون ورته وفرمائيل، ”زما نېکه، ما ته مۀ په قهر کېږه، تا ته پته ده چې دا خلق څومره بد‌کاره دى. ۲۳هغوئ ما ته ووئيل چې مونږ ته پته نشته چې په دې سړى، موسىٰ باندې څۀ شوى دى، چې مونږ يې د مِصر مُلک نه راوويستلو، راځئ، چې معبودان جوړ کړُو چې مونږ ته لارښودنه کوى. ۲۴ما هغوئ ته ووئيل چې ما له خپل د سرو زرو کالى راوړئ او چې د چا سره وُو نو هغه يې راوويستل او ما له يې راکړل. ما هغه کالى په اور کښې واچول او دا سخے ترې نه پخپله جوړ شو.“ ۲۵موسىٰ وليدل چې هارون هغه خلق خپلې خوښې ته پرېښى وُو او د قابو نه يې وتلى وُو او د خپلو دشمنانو په مخکښې يې خپل ځانونه شرمولى وُو. ۲۶موسىٰ د خېمو ځائ د دروازې په خولۀ کښې ودرېدلو او آواز يې وکړو، ”هر څوک چې د مالِک خُدائ سره وى، ما له دې راشى.“ نو ټول ليويان هغۀ ته راغونډ شول، ۲۷نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو هر يو کس ته دا حُکم کوى چې خپله تُوره راوباسئ او د خېمو د يو سر نه تر بل سره پورې ځئ او هر يو کس دې خپل وروڼه، خپل دوستان او خپل ګاونډيان ووژنئ.“ ۲۸ليويانو د موسىٰ خبره ومنله او تقريباً درې زره کسان يې په هغه ورځ ووژل. ۲۹موسىٰ ليويانو ته ووئيل، ”نن تاسو خپل ځانونه د مالِک خُدائ په خِدمت کښې د اِمامانو په توګه وقف کړى دى، چې تاسو خپل زامن او وروڼه ووژل، نو مالِک خُدائ تاسو له خپل برکت درکړے دے.“ ۳۰په ورپسې ورځ موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”تاسو يوه لويه ګناه کړې ده. خو زۀ به يو ځل بيا مالِک خُدائ له غرۀ ته وخېژم، کېدے شى چې زۀ ستاسو د ګناه کفاره ادا کړم.“ ۳۱نو موسىٰ واپس مالِک خُدائ ته ورَغلو او وې فرمائيل، ”افسوس، دې خلقو يوه لويه ګناه کړې ده. هغوئ د سرو زرو نه خُدائ جوړ کړے دے او د هغۀ عبادت يې کړے دے. ۳۲اوس زۀ تا ته سوال کوم چې د هغوئ ګناه معاف کړه، خو کۀ تا داسې ونۀ کړل، نو بيا تۀ زما نوم د هغه کِتاب نه وران کړه چې په هغې کښې دې د خپلو خلقو نومونه ليکلى دى.“ ۳۳مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به د خپل کِتاب نه د هغوئ نومونه وران کړم چا چې زما خِلاف ګناه کړې ده. ۳۴اوس لاړ شه، خلق هغه ځائ ته بوځه کوم چې ما درته ښودلے دے. او ګوره، زما فرښته به ستا لارښودنه کوى، خو هغه وخت راروان دے چې زۀ به دې خلقو له د هغوئ د ګناه سزا ورکړم.“ ۳۵نو مالِک خُدائ په هغه خلقو يو وبا راولېږله، ځکه چې د هغوئ په وجه هارون د سرو زرو سخے جوړ کړے وو.