يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - شلم باب

د شريعت لس حُکمونه

۱بيا خُدائ پاک کلام وکړو او هغه ټولې خبرې دا دى، ۲”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو. ۳زما نه غېر د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ. ۴د خپلو ځانونو دپاره بُتان مۀ جوړَوئ، د داسې يو څيز په شکل هم نه چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا په زمکه وى يا کۀ هغه د زمکې لاندې په اوبو کښې وى. ۵يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى. ۶خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله نۀ بدلېدونکې مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى. ۷زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بې‌فائدې اخلى. ۸د سبت ورځ ياده لرئ او دا مقدسه ګڼئ. ۹په شپږو ورځو کښې تاسو خپل کار روزګار کوئ، ۱۰خو اوومه ورځ د آرام ورځ ده چې ما ته وقف ده. په هغه ورځ به هيڅ څوک کار روزګار نۀ کوى، نۀ تاسو، نۀ ستاسو بچى، نۀ ستاسو غلامان، نۀ ستاسو څاروى او نۀ هغه مسافر کوم چې تاسو سره اوسيږى. ۱۱په شپږو ورځو کښې ما يعنې مالِک خُدائ زمکه، آسمان، سمندر او په دې کښې چې هر څۀ هم دى جوړ کړل، خو په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل. نو دا ځکه ما مالِک خُدائ د سبت ورځې له برکت ورکړو او مقدسه مې کړه. ۱۲د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم. ۱۳قتل مۀ کوئ. ۱۴زنا مۀ کوئ. ۱۵غلا مۀ کوئ. ۱۶د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ. ۱۷د خپل ګاونډى د کور خواهش مۀ کوئ، د هغۀ د ښځې، د هغۀ د نوکرانو، د هغۀ د څاروو، خرونو او د هغه يو شى لالچ هم مۀ کوئ کوم چې ستاسو د ګاونډى وى.“

د خلقو وېره

۱۸چې کله خلقو د تندرونو او د بيګل آواز واورېدو او برېښناګانې او د غرۀ لوګى يې وليدل، هغوئ د يرې نه ولړزېدل او لرې ودرېدل. ۱۹هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”کۀ تۀ زمونږ سره خبرې کوې نو مونږ به ورته غوږ ونيسو، خو کۀ خُدائ پاک زمونږ سره خبرې وکړى نو مونږ يريږو چې مړۀ به شو.“ ۲۰موسىٰ ورته وفرمائيل، ”يرېږئ مه، خُدائ پاک خو صِرف دې له راغلے دے چې تاسو وآزمائى او خپله يره ستاسو په زړونو کښې واچوى چې تاسو ګناه نۀ کوئ.“ ۲۱خو خلق هم هغه شان لرې ولاړ وُو او صِرف موسىٰ هغه تکې تورې تيارې له نزدې ورَغلو چرته چې خُدائ پاک وو.

د قربان‌ګاه په حقله قانون

۲۲بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووائى، تاسو وليدل چې ما مالِک خُدائ ستاسو سره د آسمان نه څنګه خبرې کړې دى. ۲۳د خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو يا د سرو زرو بُتان مۀ جوړَوئ چې زما په ځائ د هغوئ عبادت وکړئ. ۲۴زما دپاره د خاورې نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم. ۲۵کۀ تاسو زما دپاره د کاڼو نه يوه قربان‌ګاه جوړَوئ، نو هغه د تراشلے شوى کاڼو نه مۀ جوړَوئ، ځکه چې کله تاسو په هغه کاڼو آوزار لګوئ، نو هغه به ناپاکه کړئ. ۲۶زما دپاره داسې قربان‌ګاه مۀ جوړَوئ چې تاسو بره په پوړو ورخېژئ، ګنې ستاسو د سَتر اندامونه به بربنډ شى.“