يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - يوولسم باب

د مالِک خُدائ لوئى

۱مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ ټولې مطالبې، اصُول، قانون او حُکمونه منئ. ۲چې تاسو د مالِک خُدائ په حقله څۀ زده کړى دى نو هغه اوس ياد ساتئ. ستاسو په بچو نه بلکې په تاسو پخپله دا واقعې تېرې شوې. تاسو د مالِک خُدائ لوئى، د هغۀ طاقت، د هغۀ قوت، ۳او د هغۀ معجزې وليدلې. تاسو وليدل چې هغۀ د مِصر په بادشاه فِرعون او د هغۀ په ټول مُلک باندې څۀ وکړل. ۴تاسو وليدل چې مالِک خُدائ د مِصريانو لښکر، سره د هغوئ د آسونو او جنګى ګاډو څنګه تباه کړل او په بحرِقُلزم کښې يې ډُوب کړل کله چې هغوئ تاسو پسې وُو. ۵تاسو ته پته ده چې مالِک خُدائ ستاسو دې ځائ ته رارسېدو نه مخکښې په بيابان کښې څۀ وکړل. ۶هغه راياد کړئ چې د روبين قبيلې د اِلياب د زامنو، داتن او ابيرام سره يې څۀ وکړل. د ټولو په مخکښې زمکه وچاوده او هغوئ يې سره د خپلو کورَنو، د خپلو خېمو او د هغوئ د ټولو نوکرانو او ځناورو تېر کړل. ۷آو، تاسو هم هغه خلق يئ چې په خپلو سترګو مو هغه ټول کارونه ليدلى دى څۀ چې مالِک خُدائ کړى وُو.

د وعده کړے شوې زمکې برکتونه

۸نن چې زۀ کوم قانون درکوم په هغه ټول عمل کوئ، نو تاسو ته به طاقت مِلاو شى چې د سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک قبضه کړئ کوم ته چې تاسو وردننه کېدونکى يئ. ۹نو تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو پلار نيکۀ او د هغوئ اولاد له يې د ورکولو وعده کړې ده، هغه مُلک چې زرخېزه او آباد دے. ۱۰کوم مُلک چې تاسو قبضه کوئ هغه مُلک د مِصر په شان نۀ دے، چرته چې تاسو مخکښې اوسېدئ. هلته به چې تاسو تخم کَرلو، نو د پټو اوبو کولو دپاره به تاسو سخته خوارى کوله، ۱۱خو چې تاسو کومې زمکې ته ورننوځئ هغه د غرونو، مېدانونو مُلک دے، يو داسې مُلک چې په باران اوبۀ کيږى. ۱۲مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې مُلک خيال ساتى او د کال په هر موسم کښې يې ورباندې نظر وى. ۱۳نو کۀ تاسو زما په حُکمونو په وفادارۍ سره عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى، او تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ، ۱۴نو بيا به هغه ستاسو په مُلک کښې په صحيح موسم کښې، په خزان او سپرلى کښې بارانونه ووروى، نو تاسو به د زيتُونو تېل، غله او انګور راټولوئ، ۱۵او د څاروو دپاره به واښۀ درته ملاويږى. او ستا دپاره به خوراک ډېر وى او تاسو به ماړۀ شئ. ۱۶پام کوئ، چې خپل زړونه مو دوکه نۀ کړى چې د مالِک خُدائ نه واوړئ او د نورو معبودانو خِدمت او عبادت وکړئ. ۱۷کۀ تاسو داسې وکړل نو مالِک خُدائ به تاسو ته په قهر شى. هغه به د آسمان نه په تاسو باران بند کړى او ستاسو زمکه به اوچه شى او فصلونه به نۀ راشنۀ کوى. بيا به تاسو زر هلته مړۀ شئ، اګر چې هغه زمکه ښۀ ده کومه چې تاسو له درکوى. ۱۸دا حُکمونه ياد ساتئ او په ذهن کښې يې وساتئ. دا په خپلو مټو او خپلو تندو باندې وتړئ چې ستاسو دپاره د يادېدو د يوې نښې په شان وى. ۱۹دا په خپلو ماشومانو زده کړئ. چې تاسو په کور کښې يئ او يا په لاره روان يئ، چې تاسو څملئ او يا پاڅئ نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ. ۲۰دا د خپلو کورونو په درشلو او د خپلو ښارونو په دروازو وليکئ. ۲۱نو تاسو او ستاسو بچى به په هغه مُلک کښې يو اوږد عُمر تېر کړى چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره د هغې د ورکولو وعده کړې ده. تر څو چې زمکه او آسمان وى نو تاسو به هلته اوسېږئ. ۲۲ما چې کوم حُکمونه درکړى دى په هغې باندې په ايماندارۍ سره عمل کوئ يعنې، مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ په لاره سم روان اوسئ او د هغۀ نه مۀ لرې کېږئ، ۲۳نو چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به هغه ټول قومونه وشړى او تاسو به هغه مُلک قبضه کړئ کوم چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. ۲۴تاسو چې چرته هم قدم ږدئ، نو هغه زمکه به ستاسو وى. ستاسو علاقه به د بيابان نه تر لبنان پورې، د فرات د سيند نه واخله د مديترانى د سمندر پورې خوره وى. ۲۵په هغه مُلک کښې چې تاسو چرته هم ځئ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه خلق ستاسو نه ويروى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده او هيڅ څوک به هم ستاسو په مخکښې نۀ شى ودرېدلے. ۲۶ګورئ، زۀ نن تاسو خپلې خوښې ته پرېږدم چې برکت غواړئ او کۀ لعنت، ۲۷برکت به په دې کښې وى، چې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په هغه حُکمونو عمل کوئ چې نن يې زۀ درکوم، ۲۸لعنت به په دې کښې وى، چې تاسو د دې حُکمونو نافرمانى وکړئ او د هغه معبودانو عبادت ته واوړئ چې تاسو مخکښې نۀ دى پېژندلى. ۲۹کله چې مالِک خُدائ تاسو هغه مُلک ته راولى کوم چې تاسو قبضه کوئ، نو د برکت آواز به تاسو د ګِرزيم غر نه وکړئ او د لعنت آواز به د عيبال غر نه وکړئ. ۳۰دا دوه غرونه د کنعانيانو په علاقه کښې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته دى، کنعانيان د اُردن په مېدان کښې اوسيږى، چې جِلجال ښار ته نزدې دے او د موره مقدسو ونو نه لرې نۀ دے. ۳۱زر به تاسو د اُردن سيند نه واوړئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. کله چې هغه مُلک ونيسئ او په کښې اوسېږئ، ۳۲نو ګورئ، په هغه ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې نن زۀ درکوم.“