يوسفزئ
تاریخى

اعمال د رسولانو - يوولسم باب

د پطروس يروشلم جماعت خبرول

۱په ټوله يهوديه کښې رسولانو او ايماندارانو واورېدل چې غېر‌يهوديانو هم د خُدائ پاک کلام قبول کړو. ۲نو کله چې پطروس يروشلم ته واپس شو نو يهودى ايماندارانو په هغۀ دا اِعتراض وکړو، ۳او داسې يې وئيل چې، ”تۀ د غېر‌يهوديانو کور ته لاړې او هغوئ سره دې روټۍ وخوړه.“ ۴پطروس هغوئ ته هر څۀ چې شوى وُو په ترتيب سره بيان کړل چې، ۵”زۀ د يافا په ښار کښې وم او دُعا مې کوله چې بې‌هوشه شوم او رويا مې وليده چې د يو لوئ څادر په شان يو څيز د څلورو ګوټونو نه د آسمان نه راښکته کېدو او ما پورې راورسېدو. ۶ما په دې کښې وکتل چې په کښې هر قسمه ځناور چينجى او ماران او مارغان وُو. ۷بيا يو آواز زما تر غوږو شو او راته يې ووئيل، پاڅه، پطروسه. دا حلال کړه او وې خوره. ۸خو ما ووئيل چې، نه مالِکه، نه. ما هيڅکله هم حرام او ناپاک څيزونه نۀ دى خوړلى. ۹خو د آسمان نه په دوېم ځل آواز راغلو، کوم څيزونه چې خُدائ پاک، پاک کړى دى هغې ته حرام مۀ وايه. ۱۰داسې درې ځله وشول او بيا هغه هر څۀ دوباره آسمان ته پورته کړے شول. ۱۱هم په دغه وخت کښې درې سړى چې د قيصريه نه ما ته رالېږلے شوى وُو، هماغه کور ته راغلل چرته چې زۀ دېره وم. ۱۲روحُ القُدس ما ته وفرمائيل، بغېر د څۀ وسوسې نه د دوئ سره لاړ شه. دا شپږ وروڼه هم ما سره لاړل او مونږ د کورنيليوس کور ته لاړو. ۱۳هغۀ مونږ ته ووئيل چې څنګه يوه فرښته د هغۀ په کور کښې راښکاره شوه او ورته يې ووئيل چې، يافا ته شمعون پسې څوک ولېږه چې ورته پطروس هم وائى. ۱۴هغه به تا ته داسې کلام واوروى چې د هغې په وسيله به تۀ او ستا ټول ټبر خلاصون بيامومى. ۱۵څنګه چې ما خبرې شروع کړې نو روحُ القُدس په هغوئ داسې نازل شو لکه چې په مونږ په شروع کښې نازل شوے وو. ۱۶بيا ما ته هغه راياد شُو څۀ چې مالِک فرمائيلى وُو چې، يحيىٰ خو په اوبو بپتسمه ورکوله خو تاسو ته به د روحُ القُدس بپتسمه درکړے شى. ۱۷نو کۀ خُدائ پاک هغوئ ته هم هغه نعمت ورکړى چې مونږ ته يې راکړے وو کله چې مونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړو نو بيا زۀ څوک يم چې خُدائ پاک منع کړم؟“ ۱۸کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ نور اِعتراضونه ونۀ کړل او هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”خُدائ پاک غېر‌يهوديانو ته هم د ژوند حاصلولو دپاره د توبې موقع ورکړې ده.“

په اَنطاکيه کښې جماعت

۱۹د ستِفانوس د مرګ نه وروستو د ډېرو تکليفونو په وجه ايمانداران خوارۀ وارۀ شول او د هغوئ سر ان تر دې چې فينيکې، قبرص او اَنطاکيه ته ورسېدلو او په دې وخت کښې هغوئ صرف او صرف يهوديانو ته د خُدائ پاک کلام اورولو. ۲۰خو په هغوئ کښې څۀ خلق د قبرص او کرين وُو چې اَنطاکيه ته لاړل او يونانيانو ته يې هم د مالِک عيسىٰ په حقله زيرے اورولو. ۲۱د مالِک لاس په هغوئ وو، او ډېرو خلقو ايمان راوړو او مالِک ته راواوړېدل. ۲۲دا خبره د يروشلم جماعت ته ورسېده او هغوئ بيا برنباس اَنطاکيه ته ولېږلو. ۲۳کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ. ۲۴برنباس يو ښۀ سړے وو د روحُ القُدس نه معمور او ايمان يې مضبوط وو. او ډېرو خلقو په مالِک باندې ايمان راوړو. ۲۵بيا برنباس ترسس ته لاړو چې ساؤل پېدا کړى. ۲۶کله چې يې هغه پېدا کړو نو هغه يې اَنطاکيه ته ولېږلو او پوره يو کال برنباس او ساؤل په شريکه د جماعت خِدمت کولو او ډېرو خلقو له يې تعليم ورکولو. په اَنطاکيه کښې مريدانو ته په اول ځل عيسايان ووئيلے شُو. ۲۷په هغه وخت کښې څۀ نبيان د يروشلم نه اَنطاکيه ته راغلل، ۲۸چې په هغوئ کښې د يو نوم اګابوس وو، هغه ودرېدو او د روحُ القُدس په وسيله يې پېشګوئې وکړه چې په ټوله دُنيا کښې به يو سخت قحط راشى. او دا قحط د قيصر کلوديوس په بادشاهۍ کښې راغلو. ۲۹نو مريدانو فېصله وکړه چې هر يو به د خپل طاقت په مطابق هغه ايماندارانو له امداد ورلېږى چې په يهوديه کښې اوسيږى. ۳۰هغوئ چنده وکړه او مشرانو له يې د برنباس او ساؤل په ذريعه ورولېږله.