يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل دوېم کِتاب - نولسم باب

د يوآب پښېمانه کېدل

۱يوآب خبر شو چې داؤد بادشاه ژاړى او د ابى‌سلوم په غم غمژن دے. ۲نو په هغه ورځ د داؤد د ټولو فوجيانو د فتحې خوشحالى په غم بدله شوه، ځکه چې هغوئ خبر شول چې بادشاه په خپل زوئ باندې غم کوى. ۳هغوئ پټ پټ ښار ته واپس لاړل، لکه څنګه چې هغه فوجيان شرميږى چې کوم د جنګ نه تښتى. ۴بادشاه خپل مخ پټ کړے وو او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما زويه، زما زويه ابى‌سلومه. ابى‌سلومه، زما زويه.“ ۵يوآب د بادشاه کور ته لاړو او ورته يې ووئيل، ”تا نن خپل هغه سړى سپک کړى دى چا چې ستا، ستا د زامنو، لوڼو، ستا د ښځو او ستا د وينځو ژوند بچ کړے وو. ۶تۀ د هغه چا مخالفت کوې چې څوک درسره مينه کوى او چې څوک درنه نفرت کوى نو د هغوئ ملګرتيا کوې. تا دا خبره صفا کړې ده چې تا سره د خپلو آفسرانو او سړو هيڅ قدر نشته. ما ته پته ده چې تۀ به نن ښۀ خوشحاله وې چې ابى‌سلوم ژوندے وے او مونږ ټول مړۀ وے. ۷اوس لاړ شه او د خپلو سړو حوصله افزائى وکړه خو کۀ تا داسې ونۀ کړل نو زۀ د مالِک خُدائ په نوم قسم خورم چې تر سبا سحر پورې به د هغوئ يو کس هم تا سره نۀ وى. دا به دومره لوئ مصيبت وى چې په ټول ژوند کښې به داسې مصيبت درباندې نۀ وى تېر شوے.“ ۸نو بادشاه پاڅېدو، لاړو او د ښار د دروازې سره نزدې کښېناستو. د هغۀ سړى خبر شول چې هغه هلته دے او ټول ترې نه ګېرچاپېره راټول شول.

د حضرت داؤد يروشلم ته واپس روانېدل

په دې دوران کښې ټول بنى اِسرائيليان خپلو کورونو ته تښتېدلى وُو. ۹په ټول مُلک کښې هغوئ په خپلو کښې په لانجه شول. هغوئ يو بل ته ووئيل، ”داؤد بادشاه مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړُو. هغۀ مونږ د فلستيانو نه بچ کړُو، خو هغه اوس د ابى‌سلوم نه وتښتېدو او مُلک يې پرېښودو. ۱۰مونږ ابى‌سلوم خپل بادشاه مقرر کړو، خو هغه په جنګ کښې وژلے شوے دے. نو څوک داؤد بادشاه واپس ولې نۀ راولى؟“ ۱۱بنى اِسرائيلو چې څۀ وئيل نو هغه خبر داؤد بادشاه ته ورسېدو. نو هغۀ صدوق او ابياتار اِمامان ولېږل چې د يهوداه د مشرانو نه تپوس وکړى، ”تاسو دې ولې هغه آخرى قبيله يئ چې د داؤد بادشاه محل ته د واپس راوستلو خيال لرئ؟ ۱۲تاسو زما خپلوان يئ او زما خپله وينه يئ، تاسو دې ولې هغه آخرى قبيله يئ چې ما واپس بوځئ؟“ ۱۳داؤد هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې عماسا ته ووائى، ”تۀ زما رشته‌دار يې. د نن نه زۀ تا د يوآب په ځائ د لښکر مشر مقرروم. خو کۀ ما داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک دې ما هلاک کړى.“ ۱۴د داؤد په خبرو باندې د يهوداه ټول سړى د هغۀ ملګرى شول او هغوئ هغۀ له خبر ولېږلو چې د خپلو ټولو آفسرانو سره واپس راشى. ۱۵نو بادشاه راواپس شو او د اُردن سيند ته ورسېدو. نو د يهوداه خلق جِلجال ته راغلى وُو چې د بادشاه سره مِلاو شى او د اُردن سيند نه يې پورې باسى. ۱۶هم په هغه وخت د بحوريم د علاقې د جيرا زوئ سِمعى بنيامينے د اُردن سيند له تېز لاړو چې د داؤد بادشاه سره مِلاو شى. ۱۷د هغۀ سره د بنيامين د قبيلې زر سړى وُو. او د ساؤل د خاندان نوکر ضيبا هم د خپلو پينځلسو زامنو او شلو نوکرانو سره راغلو او هغوئ د بادشاه نه مخکښې د اُردن سيند نه پورې وتل. ۱۸هغوئ په ګودر د سيند نه پورې وتل چې د شاهى خاندان په پورې وتلو کښې مدد وکړى او چې هغه څۀ وکړى څۀ چې بادشاه غوښتل.

د حضرت داؤد په سِمعى باندې ترس کول

کله چې بادشاه د سيند نه پورې وتو، نو د جيرا زوئ سِمعى د هغۀ په مخکښې پړمخې پرېوتو ۱۹او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، زما هغه غلطى معاف کړه چې په کومه ورځ تۀ د يروشلم نه تلې او ما کړې وه. او هغه د زړۀ نه وباسه. ۲۰صاحِبه، ما ته پته ده چې ما ګناه کړې ده، نو دا ځکه زۀ د شمالى قبيلو نه وړومبے کس يم چې نن تا سره بادشاه سلامت مِلاوېدو له راغلے يم.“ ۲۱د ضروياه زوئ ابيشى وئيل، ”سِمعى دې ووژلے شى ځکه چې هغۀ هغه چا ته کنځل کړى دى څوک چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“ ۲۲خو داؤد ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”ستاسو نه چا مشوره غوښتې ده؟ تاسو نن زما دشمنان شوى يئ؟ زۀ اوس هغه څوک يم چې د بنى اِسرائيلو بادشاه يم او نن به يو بنى اِسرائيلے هم نۀ شى وژلے.“ ۲۳او هغۀ سِمعى ته وفرمائيل، ”زۀ تا سره وعده کوم چې تۀ به نۀ شې وژلے.“

د حضرت داؤد په مفيبوست باندې ترس کول

۲۴بيا د ساؤل نمسے مفيبوست راغلو چې د بادشاه سره مِلاو شى. د هغه وخت نه واخله چې بادشاه د يروشلم نه تلے وو تر هغې پورې چې هغه کامياب راواپس شو مفيبوست نۀ خپلې پښې وينځلې وې، نۀ يې خپله ږيره سمه کړې وه او نۀ يې خپلې جامې وينځلې وې. ۲۵کله چې مفيبوست د يروشلم نه راورسېدو چې د بادشاه سره مِلاو شى، نو بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”مفيبوسته، تۀ ما سره ولې نۀ وې تلے؟“ ۲۶هغۀ ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، لکه څنګه چې تا ته پته ده چې زۀ ګوډ يم. ما خپل نوکر ته ووئيل چې زما خر کته کړى نو چې زۀ تا سره لاړ شم، خو هغۀ ما سره دوکه وکړه. ۲۷بادشاه سلامت، هغۀ زما په حقله تا ته دروغ وئيلى دى، خو تۀ د خُدائ پاک د فرښتې په شان يې او چې تا ته څۀ ټيک ښکارى نو هغه وکړه. ۲۸بادشاه سلامت، زما د پلار مکمل خاندان د دې حقداره ده چې ووژلے شى، خو تا زۀ د دې حقدار کړم چې ستا د دسترخوان روټۍ وخورم. بادشاه سلامت، زۀ هيڅ حق نۀ لرم چې تا ته د رحم فرياد وکړم.“ ۲۹بادشاه ورته وفرمائيل، ”تۀ به نور هيڅ نۀ وائې. ما دا فېصله کړې ده چې تۀ او ضيبا به د ساؤل جائيداد په خپلو کښې تقسيم کړئ.“ ۳۰مفيبوست ورته ووئيل، ”پرېږده چې دا ټول د ضيبا شى. بادشاه سلامت، زما دپاره دا کافى ده چې تۀ په خېر سره کور ته راغلے يې.“

د حضرت داؤد په برزلى باندې ترس کول

۳۱د جِلعاد برزلى هم د راجليم نه راغلے وو چې د بادشاه د اُردن سيند نه پورې وتو کښې ملګرتيا وکړى. ۳۲برزلى ډېر بوډا سړے وو چې د اتياو کالو وو. هغه ډېر مالداره وو او کله چې بادشاه په محنايم کښې اوسېدو نو برزلى به خوراک ورلېږلو. ۳۳بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”ما سره يروشلم ته لاړ شه، چې کله تۀ ما سره يې نو زۀ به ستا خيال ساتم.“ ۳۴خو برزلى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ به نور څومره ژوندے يم، چې زۀ تا سره يروشلم ته لاړ شم؟ ۳۵زۀ د اتياو کالو يم، او يو څيز هم ما له مزه نۀ راکوى. زۀ چې خوراک څښاک کوم نو د هغې په خوند نۀ پوهېږم او زۀ د سندرغاړو آوازونه نۀ اورم. بادشاه سلامت، زۀ به تاسو باندې صِرف بوج يم. ۳۶زۀ د داسې يو لوئ اِنعام حقدار نۀ يم، خو زۀ به د اُردن نه اخوا لږ غوندې تا سره لاړ شم. ۳۷بيا به زۀ واپس کور ته راشم چې په خپل ښار کښې د خپل مور پلار د اديرې سره نزدې مړ شم. زما زوئ کِمهام دا دے حاضر دے، دے به ستا خِدمت کوى، هغه ځان سره بوځه، بادشاه سلامت. د هغۀ دپاره هغه څۀ کوه چې تا ته ښۀ ښکارى.“ ۳۸بادشاه ورته وفرمائيل، ”زۀ به هغه ځان سره بوځم او چې تۀ څۀ غواړې نو زۀ به يې د هغۀ دپاره وکړم. او ستا دپاره به هغه څۀ وکړم چې تۀ څۀ غواړې.“ ۳۹بيا داؤد او د هغۀ ټول سړى د اُردن سيند نه پورې وتل. هغۀ برزلى ښُکل کړو او د هغۀ دپاره يې خپل برکت وغوښتلو او برزلى واپس کور ته لاړو.

د يهوداه او د اِسرائيل د بادشاه په حقله بحث کول

۴۰کله چې بادشاه پورې وتلو او د يهوداه ټول فوجيان او د اِسرائيل نيم فوجيان ورسره ملګرى وُو، نو هغه جِلجال ته لاړو او کِمهام هم ورسره وو. ۴۱بيا ټول اِسرائيليان بادشاه له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زمونږ وروڼه يعنې د يهوداه سړى دا خيال ولې کوى چې هغوئ دا حق لرلو چې تا بوځى او چې ستا، ستا د خاندان او ستا د سړو د اُردن نه پورې وتو کښې ملګرتيا وکړى؟“ ۴۲د يهوداه سړو ورته ووئيل، ”دا مونږ ځکه وکړل چې بادشاه زمونږ خپلوان دے. نو په دې باندې تاسو ولې غصه يئ؟ مونږ د هغۀ په پېسو نۀ خوراک کړے دے او نۀ هغۀ مونږ له څۀ راکړى دى.“ ۴۳د اِسرائيل خلقو ورته ووئيل، ”تاسو چې څومره دعوىٰ کوئ نو مونږ د هغې يو په لس دعوىٰ کوُو چې داؤد زمونږ نه دے، اګر کۀ هغه ستاسو د نسل نه هم وى. تاسو مونږ ته ولې سپک ګورئ؟ تاسو دا مۀ هېروئ چې مونږ هغه وړومبى خلق وُو چې د بادشاه واپس راوستلو خبره مو کړې وه.“ خو د يهوداه سړى د اِسرائيل د سړو نه په خپلو دعوو کولو کښې ډېر سخت وُو.