يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل دوېم کِتاب - ديارلسم باب

امنون او تامار

۱د داؤد د زوئ ابى‌سلوم يوه ښائسته ناوادۀ شوې خور وه چې نوم يې تامار وو. د داؤد يو بل زوئ امنون په هغې باندې مئين شو. ۲هغۀ ورسره دومره مينه کوله چې هغې پسې بيمار شو، هغې د سړو سره تعلق نۀ ساتلو او د هغۀ خيال نۀ راتلو چې دا پېغله به د هغۀ شى. ۳خو د هغۀ يو چالاک دوست وو چې نوم يې يوندب وو. دا سړے د داؤد د ورور د سِمعه زوئ وو. ۴يوندب امنون ته ووئيل، ”تۀ د بادشاه زوئ يې، خو ورځ په ورځ تۀ نور هم زيات پرېشانه ښکارې، دا څۀ وجه ده؟“ هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د خپل ناسکه ورور ابى‌سلوم په خور تامار باندې مئين يم.“ ۵يوندب ورته ووئيل، ”د ځان نه بيمار جوړ کړه او په کټ کښې څمله. کله چې ستا پلار مِلاوېدو له درشى نو هغۀ ته ووايه چې مِهربانى وکړه زما خور تامار ته ووايه چې راشى او ما له څۀ خوراک راکړى. زۀ غواړم چې هغه دلته زما په مخکښې زما دپاره خوراک تيار کړى او بيا يې ما له په خپل لاس راکړى.“ ۶نو امنون بهانه وکړه چې زۀ بيمار يم او په کټ کښې څملاستو. داؤد بادشاه مِلاوېدو له ورَغلو او امنون ورته ووئيل، ”مِهربانى وکړه تامار پرېږده چې راشى او زما په مخکښې دلته يو څو روټۍ تيارې کړى او بيا يې ما له په خپل لاس راکړى.“ ۷نو داؤد د تامار کور ته خبر ورولېږلو چې، ”د امنون کور ته لاړه شه او د هغۀ دپاره څۀ خوراک تيار کړه.“ ۸هغه هلته لاړه او هغه يې وليدو چې ملاست وو. هغې يو څو پېړې واخستلې، جوړې يې کړې او د هغۀ په مخکښې يې هلته روټۍ پخې کړې. ۹او د تبخى نه يې لرې کړې چې هغه يې وخورى، خو هغۀ ونۀ خوړې. هغۀ ووئيل، ”هر يو کس بهر کړه.“ نو هغوئ ټول لاړل. ۱۰بيا هغۀ ورته ووئيل، ”روټۍ دلته ما له کټ له راوړه او ما له يې په خپل لاس راکړه.“ هغې روټۍ واخستلې او هغۀ له ورغله. ۱۱کله چې هغې روټۍ ورله راوړه نو هغۀ راونيوله او ورته يې ووئيل، ”راځه زما خورې، ما سره څمله.“ ۱۲هغې ورته ووئيل، ”نه زما وروره، داسې بې‌شرمه کار ته ما مۀ مجبوروه، په کار نۀ دى چې داسې بد عمل په بنى اِسرائيلو کښې وشى. ۱۳زۀ به بيا په خلقو کښې سر څنګه اوچتوم؟ او تۀ به په بنى اِسرائيلو کښې بېخى بې‌عزته يې. زۀ ستا مِنت کوم چې بادشاه ته ووايه او زما دا يقين دے چې هغه به مې تا له درکړى.“ ۱۴خو د هغې خبره يې وانۀ ورېده، او ځکه چې هغه د هغې نه تکړه وو نو قابو يې کړه او په زور يې د هغې بې‌عزتى وکړه. ۱۵بيا امنون د هغې نه ډېر زيات نفرت شروع کړو، هغۀ د هغې سره د هغې نه هم زيات نفرت کولو چې څومره يې مخکښې مينه ورسره کوله. هغۀ ورته ووئيل، ”پاڅه او ورکه شه.“ ۱۶هغې ورته ووئيل، ”نه، زۀ نۀ ځم، تۀ چې ما داسې لېږې نو دا د هغې نه هم لوئ جرم دے، څۀ چې تا اوس اوس زما سره وکړل.“ خو امنون د هغې خبرې ته غوږ نۀ نيولو، ۱۷هغۀ خپل نوکر راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”دا ښځه زما د نظره لرې کړه. دا بهر وباسه او دروازه ورپسې بنده کړه.“ ۱۸نوکر هغه بهر کړه او دروازه يې ورپسې بنده کړه. تامار د اوږدو لستُوڼو اوږده چُوغه اغوستې وه، چې په هغه وخت کښې د يوې پېغلې شهزادګۍ دا عام لِباس وو. ۱۹هغې په خپل سر ايرې واچولې، چُوغه يې وشلوله او خپل مخ يې په لاسونو پټ کړو. په چغو چغو يې ژړل او روانه وه. ۲۰کله چې خپل ورور ابى‌سلوم هغه وليده نو تپوس يې ترې نه وکړو، ”امنون تا سره داسې غلط کار کړے دے څۀ؟ زما خورې، په دې باندې مۀ خفه کېږه. هغه ستا ناسکه ورور دے او د دې په حقله هيچا ته هم مۀ وايه.“ نو تامار د ابى‌سلوم په کور کښې يواځې او خفه اوسېده. ۲۱کله چې داؤد بادشاه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغه سخت غصه شو. ۲۲او ابى‌سلوم د امنون سره دومره نفرت کولو چې هغۀ سره يې نورې خبرې هم نۀ کولې ځکه چې د هغۀ د خور تامار سره امنون په زور زنا کړې وه.

د ابى‌سلوم بدل اخستل

۲۳دوه کاله وروستو ابى‌سلوم د اِفرائيم ښار سره نزدې په بعل حصور کښې خپلې ګډې کلولې او د بادشاه ټول زامن يې راوغوښتل چې هلته راشى. ۲۴هغه داؤد بادشاه له لاړو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ خپلې ګډې کلوم. تۀ او ستا آفسران به راشئ چې ما سره په دې کښې شريک شئ؟“ ۲۵بادشاه ورته وفرمائيل، ”نه، زما زويه، کۀ مونږ ټول ورشو نو دا به ستا دپاره لوئ تکليف وى.“ ابى‌سلوم ورته بيا بيا وئيل او بادشاه د هغۀ سره نۀ تلو خو هغۀ د ابى‌سلوم دپاره برکت وغوښتو. ۲۶خو ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”ښه، کم از کم زما ورور امنون خو به پرېږدې کنه چې ما سره لاړ شى.“ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”هغه دې ولې لاړ شى؟“ ۲۷خو ابى‌سلوم بيا بيا ورته وئيل چې داؤد آخر هم امنون او خپل نور ټول زامن پرېښودل چې د ابى‌سلوم سره لاړ شى. ابى‌سلوم يوه شاهى روټۍ تياره کړه. ۲۸هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، ”ګورئ، کله چې امنون د ميو څښلو په وجه په سُور کښې شى او چې زۀ حُکم درکړم چې هغه ووژنئ نو يرېږئ مه. زۀ به په خپله د دې ذمه وارى اخلم. تکړه شئ او چې ونۀ يرېږئ.“ ۲۹نو نوکرانو د ابى‌سلوم په خبره عمل وکړو او امنون يې ووژلو. د داؤد باقى نور ټول زامن په خپلو قچرو باندې سوارۀ شول او وتښتېدل. ۳۰څۀ وخت چې هغوئ خپل کور ته راروان وُو، نو داؤد ته داسې ووئيلے شول، ”ابى‌سلوم ستا ټول زامن وژلى دى، يو هم پاتې نۀ دے.“ ۳۱بادشاه پاڅېدو، د غم نه يې خپلې جامې وشلولې او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو. کوم نوکران چې د هغۀ سره هلته وُو نو هغوئ هم خپلې جامې وشلولې. ۳۲خو د داؤد د ورور سِمعه زوئ يوندب ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا خيال مۀ کوه چې هغوئ ستا ټول زامن وژلى دى. صِرف امنون مړ دے. په کومه ورځ چې امنون د تامار سره په زور زنا وکړه نو ابى‌سلوم د هغۀ د وژلو فېصله کړې وه. ۳۳نو په دې خبره يقين مۀ کوه چې ستا ټول زامن مړۀ شوى دى، صِرف امنون وژلے شوے دے.“ ۳۴په دې دوران کښې ابى‌سلوم تښتېدلے وو. نو بيا پهره دار ډېر خلق وليدل چې د حورونايم په لاره د غرۀ نه راکوزېدل. هغه بادشاه له لاړو او چې څۀ يې ليدلى وُو د هغې نه يې خبر کړو. ۳۵يوندب داؤد ته ووئيل، ”وګورئ، هغه دى ستا زامن راروان دى څنګه چې ما درته وئيلى وُو چې هغوئ به راشى.“ ۳۶چې څنګه هغۀ دا خبره ختمه کړه، نو د داؤد زامن راننوتل، هغوئ په ژړا شروع وکړه او داؤد او د هغۀ آفسرانو هم په چغو چغو وژړل. ۳۷‏-۳۸ابى‌سلوم وتښتېدو او د جسور بادشاه د عميهود زوئ تلمى له لاړو او هلته درې کاله پاتې شو. داؤد په خپل زوئ امنون پسې تر ډېره وخته غمژن وو، ۳۹خو کله چې داؤد د امنون د مرګ نه په آرام شو، نو د هغۀ زړۀ بيا دا غوښتل چې د ابى‌سلوم سره مِلاو شى.