يوسفزئ

خط

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط - نهم باب

د ايماندارانو دپاره په يروشلم کښې چنده

۱اوس ما دپاره دا ضرورى نۀ ده چې تاسو ته د مقدسينو د چندې په حقله وليکم ۲ځکه چې زۀ ستاسو د سرګرمۍ نه خبر يم د هغې په وجه د مِکدونيه د خلقو په وړاندې زۀ په تاسو فخر کوم او وايم چې د اخيه خلق د تير کال نه تيار دى. او ستاسو جوش په هغوئ کښې ډېر خلق راوپارول. ۳خو زۀ دا وروڼه درلېږم د دې دپاره چې ستاسو په حقله مونږ کوم فخر کوُو، هغه بې‌مقصده پاتې نۀ شى، بلکې تاسو هغه شان تيار شئ څنګه چې ما هغوئ ته وينا کړې ده. ۴ځکه چې کۀ ما سره د مِکدونيه نه څۀ خلق راشى او هغوئ وګورى چې تاسو تيار نۀ يئ نو مونږ به شرمنده شُو ځکه چې مونږ په تاسو باور کړے دے. ۵نو ما دا خبره ضرورى وګڼله چې په دې وروڼو زور راوړم چې اول کورنتيانو ته لاړ شى او د هغه چندې د مخکښې نه بندوبست وکړى د کومې چې تاسو وعده کړې ده، چې دا چنده په خپله خوښه راجمع کړئ نه چې په زبردستۍ. ۶خو ياد ساتئ څوک چې لږه کرونده کوى هغه به لږه رېبى، او چې څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته رېبى. ۷تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى. ۸او خُدائ پاک کولے شى چې تاسو ته ستاسو د ضرورت په مطابق هر څۀ پرېمانه درکړى او تاسو سره به د نورو د مدد کولو دپاره همېشه هر څۀ ډېر وى. ۹نو په صحيفو کښې داسې ليکلى دى چې، ”هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى.“ ۱۰نو خُدائ پاک څوک چې د زميندار دپاره تخم او د خوراک دپاره روټۍ ورکوى، هم هغه به تاسو له هم د کَرلو تخم درکړى او زيات به يې کړى او ستاسو د صداقت فصل به هم زيات کړى. ۱۱تاسو به په هر يو څيز کښې ډېر شتمن شئ د دې دپاره چې تاسو همېشه په هره موقع کښې سخاوت کولے شئ، او په دې سره به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وشى. ۱۲ځکه چې د دې خِدمت په کولو به نۀ تش د مقدسينو ضرورتونه پوره شى بلکې د ډېرو خلقو له خوا به د خُدائ پاک ډېره شُکر ګزارى وشى. ۱۳نو ستاسو د خِدمت په وجه به هغوئ د خُدائ پاک لوئى بيان کړى. نو هغوئ او نورو ټولو ايماندارانو ته به ستاسو سخاوت دا خبره ثابته کړى چې تاسو د مسيح د زيرى تابعدار يئ. ۱۴نو په دې وجه به هغوئ تاسو ته د زړۀ نه دعا کوى د هغه لوئ فضل په وجه کوم چې خُدائ پاک تاسو ته درکړے دے. ۱۵د خُدائ پاک د هغه بې‌مثاله برکت دپاره شُکر دے.