يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - نهم باب

د مَلِکه شيبا ملاقات

۱د شيبا مُلک مَلِکه د سليمان شُهرت نه خبر شوه او هغه يروشلم ته راغله چې په مشکلو سوالونو د هغۀ امتحان واخلى. هغې ځان سره يوه لويه ډله راوسته او داسې اوښان يې هم راوستل چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او په لوئ مِقدار کښې په سرو زرو باندې بار وُو. هغه سليمان له راغله او چې د هغې په ذهن کښې څۀ هم وُو نو د سليمان سره يې د هغې په حقله خبرې وکړې. ۲سليمان هغې له د ټولو سوالونو جوابونه ورکړل. د هغۀ دپاره داسې يو سوال هم مشکل نۀ وو چې د هغې وضاحت يې ورته نۀ شو کولے. ۳د شيبا مَلِکه د سليمان په حِکمت باندې پوهه شوه او چې هغۀ کوم محل جوړ کړے وو هغه يې وليدو. ۴د هغۀ په دسترخوان چې کوم خوراک پروت وو، د هغۀ د آفسرانو د اوسېدو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او د هغوئ لِباس، د هغۀ ساقيان د هغوئ لِباس او هغه سوزېدونکې نذرانې يې وليدې چې هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ حقه حېرانه شوه. ۵نو هغې بادشاه ته ووئيل، ”ما چې په خپل مُلک کښې ستا او ستا د حِکمت په حقله څۀ اورېدلى دى هغه رښتيا دى. ۶هغوئ چې ما ته څۀ وئيل نو ما په هغې باندې تر هغې پورې يقين نۀ کولو چې راغلم او په خپله مې وليدل. زۀ ستا د نيم حِکمت نه هم خبر نۀ وم. چې خلق څۀ وائى تۀ د هغې نه هم ډېر زيات هوښيار يې. ۷هغوئ څومره بختور دى چې څوک ستا خِدمت کوى، هغوئ هر وخت ستا په حضور کښې وى او د دې حقدار دى چې ستا د حِکمت خبرې واورى. ۸د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ دا ښکاره کړې ده چې هغه ستا نه څومره خوشحاله دے چې تۀ يې بادشاه جوړ کړے يې چې د هغۀ په نوم باندې حکومت وکړې. ځکه چې هغه د خپلو خلقو يعنې بنى اِسرائيلو سره مينه کوى او د همېشه دپاره د هغوئ حِفاظت کول غواړى، هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړے يې چې د اِنصاف او صداقت نه کار اخلې.“ ۹هغې چې کومې تُحفې راوړې وې نو هغه يې سليمان بادشاه ته پېش کړې، د څلورو زرو کلو نه زيات سرۀ زر او په يو لوئ مِقدار کښې مصالحې او قيمتى کاڼى. د هغې نه نورې ښې مصالحې نۀ وې کومې چې د شيبا مَلِکې سليمان بادشاه له ورکړې. ۱۰د حيرام بادشاه او د سليمان بادشاه سړو چې د اوفير نه سرۀ زر راوړل نو هغوئ د صُندل لرګى او کالى هم راوړل. ۱۱سليمان دا لرګے د مالِک خُدائ د کور او د خپل محل د پوړو جوړولو دپاره استعمال کړو او موسيقارانو له يې ترې نه بينجو او ربابُونه جوړ کړل. د يهوداه په مُلک کښې د دې نه مخکښې د دې په شان هيڅ هم نۀ وُو ليدلے شوى. ۱۲مَلِکه شيبا چې څۀ هم غوښتل نو سليمان بادشاه هغه ورکړل. دا د هغې نه علاوه وُو چې د هغه تُحفو په بدل کښې يې ورکړل کومې چې هغې راوړې وې. بيا هغه او د هغې ډله واپس خپل مُلک ته لاړل.

د حضرت سليمان بادشاه دولت

۱۳سليمان ته هر کال تقريباً درويشت زره کلو سرۀ زر مِلاوېدل، ۱۴د دې نه علاوه تاجرانو او سوداګرو به هغۀ له محصُول هم ورکولو. د عربو بادشاهانو او د بنى اِسرائيلو د ضِلعو حکمرانانو به هم هغۀ له سرۀ زر او سپين زر راوړل. ۱۵سليمان دوه سوه لوئ ډالونه جوړ کړل، چې هر يو تقريباً په اوو کلو ټکېدلے شوو سرو زرو باندې پټ وو، ۱۶درې سوه يې واړۀ ډالونه جوړ کړل، چې هر يو تقريباً په درېو کلو ټکېدلے شوو سرو زرو باندې پټ وو. هغۀ دا ټول د لبنان د ځنګل په محل کښې کېښودلى وُو. ۱۷بادشاه يو لوئ تخت هم جوړ کړے وو چې يوه حِصه يې د هاتى په غاښونو باندې پټه وه او باقى په سوچه سرو زرو باندې پټ وو. ۱۸د دې تخت شپږ پوړۍ وې چې بره ورختلې وې او يو د پښو کېښودلو چوکۍ ورسره تړلے شوې وه چې په سرو زرو باندې پټ وو. د تخت په هر طرف باندې بازوګان وُو او په هر طرف باندې د ولاړو زمرو بُتان وُو. ۱۹په پوړو باندې د دولسو زمرو مجسمې وې، چې شپږ يو طرف ته وُو او شپږ بل طرف ته وُو. په بله يوه بادشاهۍ کښې هيڅکله هم داسې تخت موجود نۀ وو. ۲۰د سليمان ټولې پيالۍ د سرو زرو نه جوړې وې او د لبنان د ځنګل د دربار ټول لوښى د سوچه سرو زرو وُو. د سليمان په وخت کښې سپين زر اهم نۀ شول ګڼلے. ۲۱بادشاه سره د تجارت دپاره سمندرى جهازُونه وُو، دا جهازُونه د حيرام بادشاه سړو چلول. هر درې کاله پس به د هغۀ جهازُونه راواپس کېدل چې سرۀ زر، سپين زر، د هاتى غاښونه، شادوګان او طاؤسان يې راوړل. ۲۲سليمان بادشاه په دُنيا کښې د نورو ټولو بادشاهانو نه زيات هوښيار او مالدار وو. ۲۳خُدائ پاک چې هغۀ له کوم حِکمت ورکړے وو د هغې د اورېدو دپاره به ټولو بادشاهانو د هغۀ سره مشوره کوله. ۲۴سليمان له به هر يو مېلمه دا تُحفې راوړلې: د سرو زرو او سپينو زرو څيزونه، چُوغې، وسلې، مصالحې، آسونه او قچر. هغوئ تر کالونو پورې داسې کول. ۲۵د سليمان بادشاه د خپلو جنګى ګاډو او آسونو دپاره څلور زره د ودرېدو ځايونه هم وُو او دولس زره يې آسونه وُو. څۀ يې په يروشلم کښې ساتلى وُو او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې مقرر کړى وُو. ۲۶هغه د فرات سيند د علاقې نه واخله د فلستيانو مُلک او د مِصرى سرحد پورې د ټولو بادشاهانو نه عظيم بادشاه وو. ۲۷د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې سپين زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام وُو او دِيار د يهوداه د غرونو په لمن کښې د عام چِنار په شان ډېر تېر وُو. ۲۸سليمان د مِصر او د نورو ډېرو مُلکونو نه آسونه راوستل.

د حضرت سليمان د بادشاهۍ خلاصه

۲۹د سليمان د اول نه واخله تر آخره پورې باقى پاتې تاريخ د ناتن پېغمبر په تاريخ کښې، د سيلا د اخياه په پېشګويۍ کښې او د عدو پېغمبر په پېشګويۍ کښې ليکلے شوى دى، چې هغه د يربعام زوئ د نباط په حقله هم خبرې کوى. ۳۰سليمان په ټولو بنى اِسرائيلو باندې په يروشلم کښې څلوېښت کاله بادشاهى وکړه. ۳۱هغه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ رحُبعام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.