يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - ديارلسم باب

د ابياه د يربعام سره جنګ

۱د اِسرائيل د بادشاه يربعام د بادشاهۍ په اتلسم کال، ابياه د يهوداه بادشاه شو، ۲هغۀ په يروشلم باندې درې کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ميکاياه وه چې هغه د جبعه د اورى‌اېل لور وه. د ابياه او يربعام په مينځ کښې جنګ ونښتو. ۳ابياه د څلورو لاکو فوجيانو يو لښکر جوړ کړو او يربعام د اتو لاکو فوجيانو سره د هغۀ مقابله وکړه. ۴لښکرې د اِفرائيم د غرونو په وطن کښې مِلاو شوې. ابياه بادشاه د صمريم غرۀ ته وختلو او يربعام او اِسرائيل ته يې آواز وکړو او ورته يې ووئيل، ”ما ته غوږ ونيسئ. ۵تاسو ته پته نشته چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د داؤد سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړو، چې هغۀ او د هغۀ اولاد له يې په اِسرائيل باندې د همېشه دپاره بادشاهى ورکړه؟ ۶د نباط زوئ يربعام د خپل بادشاه سليمان خِلاف بغاوت وکړو. ۷بيا د بې‌کاره بدمعاشانو يوه ډله د يربعام سره ملګرې شوه او هغوئ د سليمان زوئ رحُبعام خِلاف په هغه وخت کښې بغاوت وکړو کله چې هغه ډېر وړوکے او ناتجربه‌کاره وو او د هغوئ مقابله يې نۀ شوه کولے. ۸اوس ستاسو اراده دا ده چې د شاهى طاقت خِلاف دې جنګ وشى کوم چې مالِک خُدائ د داؤد اولاد له ورکړے دے. تاسو سره يو لوئ لښکر دے او تاسو سره د سرو زرو هغه سخى دى چې يربعام د دې دپاره جوړ کړى دى چې ستاسو معبودان شى. ۹تاسو د هارون اولاد يعنې د مالِک خُدائ اِمامان او ليويان هم وشړل. او هم هغه شان اِمامان مو مقرر کړل لکه څنګه چې د غېرو قومونو خلق مقرروى. هر څوک چې خپل ځان وقف کولو دپاره د يو غوَيى سره يا د اووۀ ګډانو سره راشى نو هغه د دې معبودانو اِمام جوړېدے شى. ۱۰خو مونږ تر اوسه پورې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک خِدمت کوُو او مونږ هغه نۀ دے پرېښودلے. د هارون د اولاد اِمامان خپلې ذمه وارۍ تر سره کوى او ليويان د هغوئ مدد کوى. ۱۱هر سحر او هر ماښام هغوئ هغۀ ته خوشبوئى او پوره سوزېدونکې نذرانې پېش کوى. هغوئ په هغه مېز باندې د روټۍ نذرانې پېش کوى کوم چې پاک دے او هره شپه هغوئ د سرو زرو په ډيوټ باندې ډيوې بلوى. مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په اصُولو باندې عمل کوُو، خو تاسو هغه پرېښے دے. ۱۲خُدائ پاک په خپله زمونږ مشر دے او اِمامان د بيګلو سره ولاړ دى، چې د دې د غږولو دپاره تيار دى چې مونږ ستاسو خِلاف د جنګ دپاره راوغواړى. اے اِسرائيليانو، د مالِک خُدائ خِلاف جنګ مۀ کوئ، کوم چې ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے. تاسو دا جنګ نۀ شئ ګټلے.“ ۱۳په دې دوران کښې يربعام خپل څۀ فوجيان پټ ځائ ته د دې دپاره لېږلى وُو چې د يهوداه لښکر د شا د طرف نه ګېر کړى، چې هغه نور ورباندې د مخې نه راغلل. ۱۴د يهوداه خلقو ګېرچاپېره وکتل او پته ورته ولګېده چې هغوئ ګېر شوى دى. نو هغوئ مالِک خُدائ ته د مدد دپاره چغه کړه او اِمامانو بيګلې وغږولې. ۱۵د يهوداه خلقو يوه درنه چغه ووهله او ابياه هغوئ روان کړل او هغوئ حمله وکړه، خُدائ پاک يربعام او د اِسرائيلو لښکر له شکست ورکړو. ۱۶اِسرائيليان د يهوداه د خلقو نه وتښتېدل او خُدائ پاک د يهوداه خلق په هغوئ باندې زورَور کړل. ۱۷ابياه او د هغۀ لښکر اِسرائيليانو له يو خراب شکست ورکړو او د اِسرائيليانو پينځۀ لاکه تکړه فوجيان ووژلے شول. ۱۸نو د يهوداه خلقو په اِسرائيلو باندې ځکه فتح وموندله، چې هغوئ په مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ په خُدائ پاک باندې ايمان لرلو. ۱۹ابياه د يربعام په لښکر پسې وو او د هغۀ څۀ ښارونه يې قبضه کړل، بيت‌ايل، يسانه او عِفرون او د دې ټولو ښارونو سره نزدې کلى يې قبضه کړل. ۲۰يربعام ته د ابياه د بادشاهۍ په دوران کښې هيڅکله دوباره طاقت مِلاو نۀ شو. او په آخر کښې مالِک خُدائ هغه ووهلو او هغه مړ شو. ۲۱خو ابياه نور هم تکړه شو. د هغۀ څوارلس ښځې وې او د دوويشتو زامنو او د شپاړسو لوڼو پلار وو. ۲۲د ابياه باقى نور تاريخ يعنې چې هغۀ څۀ کړى او وئيلى وُو، هغه د عدو پېغمبر په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.