EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم تواریخ - یوولسم فصل

رحبعام ته د شمعیه نبي خبرداری

(لومړی پاچاهان ۱۲: ۲۱ - ۲۴)

۱کله چې رحبعام اورشلیم ته ورسېده، هغه د یهودا او بنیامین د قبیلو څخه یوسلو اتیا زره غوره شوي عسکر راغونډ کړل. هغه پرېکړه وکړه چې په اسراییلو باندې حمله وکړي او د اسراییلو شمالي قبیلې یوځل بیا تر خپل واک لاندې راولي.

۲خو څښتن شمعیه نبي ته وویل: ۳«د یهودا پاچا یعنې د سلیمان زوی رحبعام او د یهودا او بنیامین د قبیلو اسراییلیانو ته ووایه: ۴‹د اسراییلو په خلکو باندې چې ستاسو ورونه دي حمله ونه کړئ، ټول خپلو کورونو ته لاړ شئ. هغه څه چې پېښ شوي دي هغه زما رضا ده.›» نو هغوی د څښتن د حکم څخه اطاعت وکړ او د یروبعام په خلاف جګړې ته لاړ نه شول.

رحبعام او د ښارونو قوي کېدل

۵رحبعام په اورشلیم کې پاتې شو او په یهودا کې یې څو ښارونه په نظامي کلاګانو بدل کړل، ترڅو د خپلې سیمې په دفاع کولو کې ورڅخه کار واخلي. په هغو کې دا ښارونه شامل وو: ۶بیت لحم، عیتام، تقوع، ۷بیت صور، سوکوه، عدولام، ۸جت، مریشه، زیف، ۹ادورایم، لاکیش، عزیقه، ۱۰زرعه، ایالون او حبرون. دا د یهودا او د بنیامین قوي ښارونه دي. ۱۱هغه هر یو ښار ته د لښکرو یو یو قوماندان ورکړ او په ښارونو کې یې خواړه، د زیتونو تېل او د انګورو شراب ذخیره کړل. ۱۲دغه ښارونه یې په سپرونو او نېزو باندې سمبال کړل او په دې ډول یې هغه قوي کړل او د یهودا او بنیامین قبیلې یې د خپل واک لاندې وساتلې.

یهودا ته د کاهنانو او لاویانو راتګ

۱۳کاهنانو او لاویانو د اسراییلو هغه ټول ځایونه چې په کې اوسېدل، پرېښودل، ترڅو د رحبعام څخه ملاتړ وکړي. ۱۴څرنګه چې یروبعام او د هغه زامنو، لاویان د څښتن د کاهنانو په توګه د خپلو وظیفو څخه لېرې کړل، لاویانو په اسراییلو کې خپل جایداد او څړځایونه پرېښودل او اورشلیم او د یهودا نورو ځایونو ته یې کډه وکړه. ۱۵یروبعام خپل کاهنان غوره کړل چې د اسراییلو په سیمه ییزو عبادتځایونو کې، یعنې هغو ځایونو کې چې د سخوندرانو او د وزو بتان هم وو، خدمت وکړي. ۱۶د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه هغه خلک چې په اخلاص سره یې غوښتل د اسراییلو د څښتن خدای عبادت وکړي، لاویانو پسې اورشلیم ته لاړل، ترڅو وکولای شي چې د خپلو نیکونو څښتن خدای ته قربانۍ وړاندې کړي. ۱۷په دې کار باندې هغوی د یهودا پاچاهي قوي کړه او هغوی درې کاله د رحبعام د سلیمان د زوی څخه ملاتړ وکړ، ځکه چې په دې دوران کې هغوی د داود او د سلیمان لاره غوره کړه.

د رحبعام کورنۍ

۱۸رحبعام د داود د زوی یعنې یریموت د لور محلت سره واده وکړ چې مور یې د الیاب لور او د یسي لمسۍ یعنې ابیحایل وه. ۱۹د رحبعام او د محلت درې زامن پیدا شول چې دا یې نومونه وو: یعوش، شمریا او زهم. ۲۰بیا رحبعام د ابشالوم د لور معکې سره واده وکړ. ابیا، عتای، زیزا او شلومیت د هغوی اولادونه وو.

۲۱رحبعام اتلس ښځې او شپېته وینځې درلودلې او د اته ویشتو زامنو او د شپېتو لورګانو پلار ؤ. رحبعام ته د خپلو ټولو ښځو او وینځو څخه معکه ډېره ګرانه وه، ۲۲نو هغه ابیا د معکه زوی د خپلو زامنو مشر وټاکه، ترڅو د هغه څخه وروسته پاچا شي. ۲۳رحبعام په عاقلانه ډول خپلو زامنو ته مسوولیتونه وروسپارل او د یهودا او د بنیامین په قوي ښارونو کې یې هغوی ځای په ځای کړل. هغوی ته یې پرېمانه خوراکي شیان ورکړل او ډېرې ښځې یې ورته وکړې.

دوېم تواريخ - ١١ باب

HISTORY

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

يوسفزئ

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/2-chronicles-11/