يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - يوولسم باب

د سمعياه پېشګوئې

۱کله چې رحُبعام بادشاه يروشلم ته ورسېدو، نو هغۀ د يهوداه او بنيامين د قبيلو نه يو سل او اتيا زره تکړه فوجيان راغونډ کړل. د هغۀ اراده دا وه چې جنګ له لاړ شى او د بنى اِسرائيلو په شمالى قبيلو باندې خپل اختيار بيا بحال کړى. ۲خو د مالِک خُدائ کلام په سمعياه پېغمبر نازل شو چې، ۳رحُبعام بادشاه او د يهوداه او بنيامين قبيلو ټولو خلقو له دا پېغام ورکړى، ۴”په خپلو بنى اِسرائيلو باندې حمله مۀ کوئ. ټول کورونو ته لاړ شئ. چې څۀ شوى دى هغه زما مرضى وه.“ نو هغوئ د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او د يربعام خِلاف جنګ له لا نۀ ړل.

د رحُبعام د ښارونو نه دېوالونه تاوول

۵رحُبعام په يروشلم کښې پاتې شو او د يهوداه او بنيامين دې ښارونو نه يې پاخۀ دېوالونه تاو کړل: ۶بيت‌لحم، ايتام، تقوع، ۷بيت‌صور، شوکو، عدولام، ۸جات، مريسه، زيف، ۹ادورائيم، لکيس، عزيقه، ۱۰صُرعا، ايالون او حبرون. ۱۱هغۀ د دې ښارونو نه ښۀ پاخۀ دېوالونه تاو کړل او په هر يو باندې يې يو فوجى مشر مقرر کړو او د هر يو دپاره يې د خوراک، زيتُونو تېلو او ميو بندوبست وکړو، ۱۲او ډالونه او نېزې يې پرې کېښودې. نو داسې هغۀ يهوداه او بنيامين د خپل قابو لاندې وساتل.

د اِمامانو او ليويانو يهوداه له راتلل

۱۳د بنى اِسرائيلو د ټولو علاقو اِمامان او ليويان د يهوداه جنوبى طرف ته راتلل. ۱۴ليويانو د څرن زمکې او خپل جائيدادونه پرېښودل او يهوداه او يروشلم ته لاړل، ځکه چې د اِسرائيل بادشاه يربعام او د هغۀ زامنو هغوئ دې ته نۀ پرېښودل چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى. ۱۵يربعام خپل اِمامان مقرر کړل چې هغوئ په علاقائى عبادتخانو کښې خِدمت کوى چې هلته د هغه چېلو او سخو په شکل د بُتانو عبادت کوى چې کوم هغۀ جوړ کړى وُو. ۱۶د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه کومو خلقو چې د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت کول غوښتل نو هغوئ ليويانو پسې يروشلم ته لاړل، د دې دپاره چې هغوئ د مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک ته نذرانې پېش کړى. ۱۷نو په دې باندې د يهوداه بادشاهى مضبوطه شوه او درې کاله يې د سليمان د زوئ رحُبعام ملګرتيا کوله او هغوئ هم هغه شان ژوند تېرولو لکه څنګه چې د داؤد بادشاه او سليمان بادشاه د حکومت لاندې وُو.

د رحُبعام خاندان

۱۸رحُبعام محلت وادۀ کړه، چې د هغې پلار د داؤد زوئ يريموت وو او د هغۀ مور ابى‌خېل وه، چې د اِلياب لور او د يَسى نمسۍ وه. ۱۹د هغوئ درې زامن وُو، يعوس، سمرياه او زهم. ۲۰وروستو هغۀ معکه وادۀ کړه چې د ابى‌سلوم لور وه او د هغوئ څلور زامن وُو، ابياه، عتى، زيزا او سلوميت. ۲۱د رحُبعام ټولې اتلس ښځې او شپېتۀ وينځې وې او هغه د اتۀويشتو زامنو او شپېتو لوڼو پلار وو. هغۀ د خپلو ټولو ښځو او د وينځو نه د معکه سره زياته مينه کوله، ۲۲او په هغۀ باندې د هغې زوئ ابياه د نورو ټولو بچو نه زيات ګران وو، نو په دې وجه هغه يې د دې دپاره خوښ کړو چې د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شى. ۲۳رحُبعام د هوښيارتيا نه دومره کار واخستو چې خپل زامن يې د يهوداه او بنيامين د پَخو دېوالونو په ټولو ښارونو کښې مقرر کړل. هغوئ له يې ښۀ ډېر خوراک ورکړو او هغوئ هر يو ته يې ښى ډېرې ښځې وادۀ کړې.