تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - شلم باب

د يونتن د حضرت داؤد سره مدد کول

۱بيا داؤد په راما کښې د نَيوت نه وتښتېدو او يونتن له لاړو. داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ما څۀ کړى دى، ما څۀ جرم کړے دے؟ ما ستا پلار سره څۀ بد کړى دى چې هغه ما وژنى؟“ ۲يونتن ورته ووئيل، ”خُدائ دې نۀ کړى چې تۀ مړ شې. زما پلار چې څۀ هم کوى نو هغه ما ته وائى، هغه وړه او غټه يوه خبره هم زما نه نۀ پټوى. داسې نۀ شى کېدے چې هغه تا ووژنى.“ ۳خو داؤد ورته وفرمائيل، ”ستا پلار ته پته ده چې زۀ ستا څومره خوښ يم او هغۀ دا فېصله کړې ده چې هغه څۀ کول غواړى نو د هغې نه به دې نۀ خبروى، ځکه چې تۀ به سخت خفه شې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ تا ته قسم کوم چې زۀ مرګِ حال يم.“ ۴يونتن ورته ووئيل، ”تۀ چې څۀ هم غواړې نو زۀ به يې کوم.“ ۵داؤد ورته وفرمائيل، ”سبا د نوې مياشتې اختر دے او ما له په کار دى چې د بادشاه سره روټۍ وخورم. خو کۀ ستا خوښه وى، نو زۀ به سبا نه بل سبا ماښام پورې په پټو کښې پټ شم. ۶خو کۀ ستا پلار ته پته ولګى چې زۀ موجود نۀ يم، نو هغۀ ته ووايه چې ما ستا نه اجازت وغوښتو چې زر زر په بيت‌لحم کښې کور ته لاړ شم، ځکه چې زما د ټولې خاندان دپاره دا د کلنى قربانۍ وخت دے. ۷کۀ هغه ووائى چې ټيک ده، نو زۀ به بچ شم، خو کۀ هغه غصه شى، نو تا ته به پته ولګى چې هغه ما ته د نقصان رسولو اراده لرى. ۸مِهربانى وکړه او دا نېکى ما سره وکړه او چې تا د مالِک خُدائ په نوم ما سره کوم تړون کړے دے نو هغه پوره کړه. خو کۀ زۀ ګناهګار يم، نو ما په خپله ووژنه. ما ستا پلار له ولې بوځې چې ومې وژنى؟“ ۹يونتن ورته ووئيل، ”داسې خيال مۀ کوه، کۀ په رښتيا سره ما ته دا پته وے چې زما پلار تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو ما به تا ته نۀ وئيل څۀ؟“ ۱۰نو داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا له چې پلار په غصه کښې جواب درکړى نو ما ته به څنګه پته ولګى؟“ ۱۱يونتن ورته ووئيل، ”راځه چې پټو ته لاړ شُو.“ نو هغوئ لاړل، ۱۲او يونتن داؤد ته ووئيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې زمونږ ګواه وى چې سبا يا بل سبا دا وخت به زۀ د خپل پلار نه تپوس وکړم. کۀ د هغۀ اراده ستا دپاره ښۀ وى نو زۀ به تا خبر کړم. ۱۳خو کۀ هغه تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو مالِک خُدائ دې ما ووژنى کۀ ما تۀ خبر نۀ کړې او بچ مې نۀ کړې. مالِک خُدائ دې ستا مل وى لکه څنګه چې هغه زما د پلار مل وو. ۱۴او کۀ زۀ ژوندے پاتې شوم، نو مِهربانى وکړه او خپله مقدسه وعده پوره کړه او زما وفادار اوسه، خو کۀ زۀ مړ شوم، ۱۵نو زما د خاندان سره هم د همېشه دپاره وفادار اوسه. او چې کله مالِک خُدائ ستا ټول دشمنان د زمکې د مخ نه ورک کړى، ۱۶نو زمونږ د يو بل سره وعده دې بيا هم نۀ ماتيږى. کۀ دا ماته شى، نو مالِک خُدائ به تا له سزا درکړى.“ ۱۷يونتن د داؤد نه يو ځل بيا وعده واخستله چې د هغۀ سره به مينه کوې، ځکه چې يونتن د داؤد سره د خپل ځان په شان مينه کوله. ۱۸بيا يونتن هغۀ ته ووئيل، ”سبا د نوې مياشتې اختر دے، کۀ تۀ د روټۍ په دسترخوان باندې نۀ يې نو پته به ولګى. ۱۹سبا نه بل سبا هغه ځائ ته لاړ شه چرته چې تۀ مخکښې پټ شوے وې او د ګټ سره اِنتظار وکړه. ۲۰بيا به زۀ هغه ګټ په درېو غشو باندې وولم چې دا ګنې نښه ده. ۲۱بيا به زۀ خپل نوکر ته ووايم چې لاړ شه او غشى وګوره. او کۀ زۀ هغۀ ته ووايم چې ګوره، غشى ستا دې طرف ته دى، راوايخله، نو د دې مطلب به دا وى چې تۀ بچ يې او بهر راشه. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تا ته به هيڅ خطره نۀ وى. ۲۲خو کۀ زۀ هغۀ ته ووايم چې وړاندې لاړ شه غشى ستا نه مخکښې دى، نو مطلب به دا وى چې ځان وباسه، ځکه چې مالِک خُدائ تا لېږى. ۲۳د هغې دپاره چې مونږ د يو بل سره وعده کړې ده، نو مالِک خُدائ دې وکړى چې دا وعده مونږ د همېشه دپاره پوره کوُو.“ ۲۴نو داؤد په پټو کښې پټ شو. او د نوې مياشتې په اختر باندې ساؤل بادشاه روټۍ له راغلو. ۲۵او د دېوال سره په خپل ځائ باندې کښېناستو. ابنير ورسره کښېناستو او يونتن ورته مخامخ کښېناستو. او د داؤد ځائ خالى وو، ۲۶خو ساؤل په هغه ورځ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل، ځکه چې د هغۀ خيال دا وو چې هغه د څۀ وجې نه پليت شوے دے او هغه بې‌شکه ناپاک دے. ۲۷په بله ورځ، د نوې مياشتې اختر پسې ورځ باندې، د داؤد ځائ بيا هم خالى وو او ساؤل د يونتن نه تپوس وکړو، ”داؤد ولې نۀ پرون روټۍ له راغلے وو او نۀ نن راغلو؟“ ۲۸يونتن جواب ورکړو، ”هغۀ ما ته سوال وکړو چې هغه پرېږدم چې بيت‌لحم ته لاړ شى. ۲۹هغۀ ووئيل چې مِهربانى وکړه او ما پرېږده چې لاړ شم ځکه چې زمونږ خاندان په ښار کښې قربانى کوى او ورور مې حُکم راکړو چې هلته موجود شه. کۀ تۀ زما نه خوشحال يې نو ما پرېږده چې زما خپلوان وګورم. نو دا وجه ده چې هغه ستا په دسترخوان باندې په خپل ځائ باندې نشته.“ ۳۰ساؤل يونتن ته سخت غصه وو او ورته يې ووئيل، ”تۀ د يوې سرکشې او بې‌وفا ښځې زوئ يې. اوس ما ته دا پته ده چې تۀ د داؤد ملګرتيا کوې او د خپلې مور او د خپل ځان بې‌عزتى کوې. ۳۱تا ته دا پته نۀ لګى څۀ چې تر کومې پورې داؤد ژوندے وى، نو تۀ به هيڅکله د دې مُلک بادشاه نۀ شې؟ اوس لاړ شه او هغه دلته راوله، هغه به خامخا وژلے شى.“ ۳۲يونتن جواب ورکړو، ”هغه به ولې مرى؟ هغۀ څۀ کړى دى؟“ ۳۳او په دې ساؤل خپله نېزه په يونتن ورګزار کړه چې وې وژنى او يونتن ته پته ولګېده چې پلار يې په رښتيا سره د داؤد د وژلو اراده لرى. ۳۴نو يونتن په غصه کښې د دسترخوان نه پاڅېدو او په هغه ورځ يې هيڅ هم ونۀ خوړل چې د نوې مياشتې د اختر دوېمه ورځ وه. هغه ډېر زيات خفه وو ځکه چې د هغۀ پلار ساؤل د داؤد بې‌عزتى کړې وه. ۳۵په ورپسې سحر يونتن پټو ته لاړو چې د داؤد سره مِلاو شى، لکه چې څنګه هغوئ دا وخت مقرر کړے وو. او د ځان سره يې يو هلک هم بوتلو ۳۶او هغۀ ته يې ووئيل، ”منډه کړه او چې زۀ کوم غشى ولم نو هغه لټوه.“ هلک منډه کړه او يونتن د هغۀ نه مخکښې يو غشے وويشتو. ۳۷کله چې هلک هغه ځائ ته ورسېدو چرته چې غشے غورزېدلے وو، نو يونتن ورته آواز وکړو، ”غشے نور هم مخکښې دے، ۳۸دلته مۀ ايسارېږه، زر زر لاړ شه.“ نو هلک غشے راواخستلو او خپل نېک ته راواپس شو، ۳۹او د دې پته ورته نۀ وه چې د دې مطلب څۀ دے، صِرف يونتن او داؤد ته پته وه. ۴۰يونتن خپله وسله هلک له ورکړه او ورته يې ووئيل چې دا ښار ته واپس يوسه. ۴۱کله چې هلک لاړو، نو داؤد د ګټ د شا نه راپاڅېدو، هغه پړمخې په زمکه پرېوتو او درې ځل ورته د عزت نه ټيټ شو. کله چې هغوئ يو بل ښکلول نو هغۀ او يونتن دواړو ژړل، د داؤد خفګان د يونتن نه هم زيات وو. ۴۲بيا يونتن داؤد ته ووئيل، ”په خېر سره لاړ شه، مالِک خُدائ دې وکړى چې زما او ستا او زما او ستا د اولاد تر مينځه هغه مقدسه وعده قائمه وى چې مونږ د يو بل سره کړې ده.“ بيا داؤد لاړو او يونتن ښار ته واپس شو.