يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - يوولسم باب

د ساؤل عمونيانو له شکست ورکول

۱تقريباً يوه مياشت وروستو عمونى بادشاه ناحس د جِلعاد په علاقه کښې د يبيس ښار خِلاف خپل لښکر روان کړو او ښار يې محاصره کړو. د يبيس سړو ناحس ته ووئيل، ”مونږ سره د صُلحې تړون وکړه، نو مونږ به تا خپل بادشاه ومنو.“ ۲ناحس جواب ورکړو، ”زۀ به ستاسو سره په يو شرط باندې د صُلحې تړون وکړم، زۀ به د هر يو کس ښۍ سترګه وباسم او دا به د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره د شرم خبره وى.“ ۳د يبيس مشرانو ووئيل، ”مونږ له اووۀ ورځې راکړئ چې مونږ د بنى اِسرائيلو ټول مُلک ته پېغام وړُونکى ولېږُو. کۀ مونږ هيچا هم بچ نۀ کړُو، نو مونږ به تاسو ته حواله شُو.“ ۴پېغام وړُونکى جبعې ته ورسېدل، چرته چې ساؤل اوسېدو او کله يې چې ورته خبر بيان کړو نو خلقو په چغو چغو وژړل. ۵ساؤل د پټى نه غوَيى روان کړى وُو او تپوس يې وکړو، ”څۀ شوى دى؟ دا خلق ولې ژاړى؟“ چې کوم خبر پېغام وړونکو د يبيس نه راوړے وو نو هغوئ هغه ورته بيان کړو. ۶کله چې ساؤل دا واورېدل نو د خُدائ پاک روح د لوئ طاقت سره په هغۀ نازل شو او ساؤل سخت غصه وو. ۷هغۀ دوه غوَيى بوتلل، ټوټې ټوټې يې کړل او د دې خبردارى سره يې پېغام وړُونکى ولېږل چې د بنى اِسرائيلو ټول مُلک ته دا ټوټې يوسئ، ”څوک هم چې د جنګ دپاره په ساؤل او سموئيل پسې نۀ ځى نو د هغۀ د غوَيانو سره به دا چل کيږى.“ نو د دې په وجه د مالِک خُدائ يره په بنى اِسرائيلو باندې راغله او هغوئ ټول په يو ځائ راووتل. ۸ساؤل هغوئ په بزق کښې راغونډ کړل، هغوئ درې لاکه د بنى اِسرائيل نه وُو او دېرش زره د يهوداه د قبيلې کسان وُو. ۹هغوئ د يبيس پېغام وړونکو ته ووئيل، ”خپلو خلقو ته ووايئ چې سبا د غرمې نه مخکښې به هغوئ خلاص شى.“ کله چې د يبيس خلقو ته دا پېغام مِلاو شو، نو هغوئ ډېر خوشحاله شول ۱۰او ناحس ته يې ووئيل، ”سبا به مونږ تا ته خپل ځان حواله کړُو او چې ستا څۀ خوښه وى نو هغه راسره وکړه.“ ۱۱په هغه شپه ساؤل خپل سړى په درېو ډلو کښې تقسيم کړل او هغوئ سحر وختى د دشمن په خېمو باندې تېز ورغلل او په عمونيانو باندې يې حمله وکړه. تر غرمې پورې يې ټول وژلى وُو. ژوندى پاتې کسان خوارۀ وارۀ شول، هر يو سړى په خپله مخه منډې وهلې. ۱۲بيا خلقو سموئيل ته ووئيل، ”هغه خلق چرته دى چې کومو وئيل چې ساؤل به زمونږ بادشاه نۀ وى؟ هغوئ مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې ووژنو.“ ۱۳خو ساؤل ورته ووئيل، ”نن به هيڅ څوک هم نۀ شى وژلے، ځکه چې نن هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيليان بچ کړى وُو.“ ۱۴او سموئيل هغوئ ته وفرمائيل، ”راځئ چې يو ځل بيا ټول جِلجال ته لاړ شُو او ساؤل دوباره خپل بادشاه جوړ کړُو.“ ۱۵نو هغوئ ټول جِلجال ته لاړل او هلته يې په مقدس ځائ کښې د ساؤل د بادشاهۍ اِعلان وکړو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې پېش کړې او ساؤل او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو يوه لويه خوشحالى وکړه.