يوسفزئ
تاریخى

د بادشاهانو اول کِتاب - اتم باب

د لوظ صندوق د مالِک خُدائ کور ته راوړل کېدل

۱بيا سليمان بادشاه د بنى اِسرائيلو مشران او د ډلو ټول مشران راوغوښتل چې يروشلم ته راشى او د لوظ صندوق د داؤد د ښار صيون نه د مالِک خُدائ کور ته يوسى. ۲په اوومه يعنې د ايتانيم مياشت هغوئ ټول د سليمان بادشاه په وړاندې د جونګړو د اختر په وخت کښې راغونډ شول. ۳کله چې ټول مشران راغونډ وُو، نو اِمامانو د لوظ صندوق اوچت کړو ۴او د مالِک خُدائ کور ته يې يوړو. ليويانو او اِمامانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه او د هغې ټول مقدس سامان هم د مالِک خُدائ کور ته يوړو. ۵سليمان بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټول قوم د لوظ صندوق په وړاندې راغونډ شول او په دومره لوئ شمېر کښې ګډې او څاروى يې قربانى کړل چې د شمېر نه بهر وُو. ۶بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د هغۀ کور ته دننه کړو او په زيات مقدس ځائ کښې يې دننه د وزرو والا مخلوق د وزرو لاندې کېښودو. ۷د وزرو والا مخلوق وزر د صندوق او د دې د وړلو بازوګانو دپاسه خوارۀ وُو. ۸بازوګان دومره اوږدۀ وُو چې هغه خلقو ته ښکارېدل څوک چې زيات مقدس ځائ ته مخامخ ولاړ وو، خو د بهر نه نۀ ښکارېدل. (هغه بازوګان تر نن ورځې پورې هلته دى.) ۹د لوظ صندوق کښې دننه د کاڼو هغه دوو تختو نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو چې موسىٰ د سينا د غرۀ سره په کښې اېښې وې، په کوم وخت کښې چې بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه راووتل او مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ وکړو. ۱۰چې کله اِمامان د مقدس ځائ نه راوتل، نو د مالِک خُدائ کور د وريځې نه ډک شو، ۱۱نو اِمامانو د وريځې په وجه خپل خِدمت نۀ شو تر سره کولے ځکه چې د مالِک خُدائ کور د هغۀ د جلال نه ډک شوے وو. ۱۲بيا سليمان دُعا وغوښته، ”اے مالِکه خُدايه، تا فرمائيلى دى چې تۀ به په تکه توره وريځ کښې موجود يې. ۱۳خو ما ستا دپاره يو عالى شان کور جوړ کړے دے، يو داسې ځائ چې تل به په کښې اوسېږې.“

د حضرت سليمان خلقو ته تقرير کول

۱۴کله چې د قوم خلق هلته ولاړ وُو، نو سليمان بادشاه مخ ورواړولو او د هغوئ دپاره يې د خُدائ پاک نه برکت وغوښتلو. ۱۵هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ هغه وعده پوره کړه چې زما پلار داؤد سره يې کړې وه، چې کله هغۀ وفرمائيل، ۱۶د کوم وخت نه چې ما خپل خلق د مِصر نه راويستلى دى، نو ما د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک کښې يو ښار هم نۀ دے خوښ کړے چرته به چې هغه کور جوړيږى چې هلته به زما عبادت کيږى. خو داؤده، زۀ تا خوښوم چې زما په خلقو بادشاهى کوې.“ ۱۷او سليمان خپله خبره جارى وساتله، ”زما پلار داؤد دا غوښتل چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د عبادت دپاره يو کور جوړ کړى، ۱۸خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، چې ستا اراده ښۀ وه چې زما د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړ کړې، ۱۹خو تۀ به دا جوړ نۀ کړې. هغه به ستا زوئ، ستا خپل زوئ وى چې زما د نوم دپاره به کور جوړ کړى. ۲۰او اوس مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړې ده. زۀ د خپل پلار داؤد په ځائ د بنى اِسرائيلو په تخت ناست يم لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه او ما د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د عبادت دپاره هغه کور جوړ کړے دے. ۲۱ما په هغه کور کښې د لوظ صندوق دپاره د يو ځائ بندوبست کړے دے چې په هغې کښې د مالِک خُدائ د تړون هغه تختې پرتې دى چې د کوم لوظ هغۀ زمونږ د پلار نيکۀ سره کړے وو چې کله يې د مِصر نه راوويستل.“

د حضرت سليمان دُعا

۲۲نو د بنى اِسرائيلو د قوم په موجودګۍ کښې سليمان لاړو او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه په مخکښې ودرېدو، هلته يې د آسمان طرف ته خپل لاسونه اوچت کړل ۲۳او دُعا يې وکړه، ”مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه. پاس په آسمان کښې او لاندې په زمکه ستا په شان خُدائ نشته، د خپلو خلقو سره ستا لوظ پوره کړه څوک چې د زړۀ د اخلاصه ستا تابعدارى کوى او هغوئ ته خپله مينه وښايه. ۲۴تا چې زما پلار داؤد سره کومه وعده کړې وه نو هغه دې پوره کړې ده، نن هره خبره پوره شوې ده. ۲۵او مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ به هغه بله وعده هم پوره کړې چې تا زما د پلار سره کړې وه چې کله دې هغۀ ته وفرمائيل چې د هغۀ اولاد نه به همېشه يو کس داسې وى چې په بنى اِسرائيلو به بادشاهى کوى، کۀ د هغۀ اولاد هم د هغۀ په شان صحيح فرمانبردارى کوله. ۲۶نو، اے د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، هغه هر څۀ دې رښتيا شى چې د څۀ وعده تا د خپل خِدمت کوونکى يعنې زما د پلار داؤد سره کړې ده. ۲۷خو اے خُدايه پاکه، تۀ په زمکه باندې نۀ شې اوسېدې، ځکه چې ټول آسمان ستا د ځائېدو دپاره کافى نۀ دے، نو دا کور به څنګه کافى وى چې کوم ما جوړ کړے دے؟ ۲۸خو اے مالِکه خُدايه زما خُدايه پاکه، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. زما دُعا واوره او زۀ چې کوم سوال کوم نو هغه منظور کړه. ۲۹خو په دې کور شپه او ورځ نظر وساته، دا ځائ چې تا د عبادت دپاره خوښ کړے دے. مخ مې دې کور ته کړو او زما سوال واوره. ۳۰د خپل خِدمت کوونکى دُعا او د خپلو بنى اِسرائيلو خلقو دُعا واوره په هغه وخت کښې چې کله هغوئ دې ځائ ته مخ کوى. په آسمان کښې په خپل کور کښې زمونږ سوال اوره او مونږ معاف کوه. ۳۱کله چې په يو کس اِلزام ولګى چې د بل چا سره يې بد کړى دى او په دې کور کښې ستا قربان‌ګاه ته راوستلے شى چې قسم وکړى چې هغه بې‌ګناه دے، ۳۲نو اے مالِکه خُدايه، په آسمان کښې اوره او د خپلو خِدمت کوونکو عدالت کوه. مجرم له هم هغه شان سزا ورکوه چې څنګه يې حقدار وى او چې څوک بې‌ګناه وى نو د هغۀ صفائى کوه. ۳۳کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان د خپلو دشمنانو نه شکست وخورى ځکه چې هغوئ به ستا خِلاف ګناه کړې وى، چې کله هغوئ تا ته راوګرځى او بيا په تا توکل وکړى او په دې کور کښې تا ته سوال وکړى، ۳۴نو په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره. د خپلو خلقو ګناهونه معاف کوه او هغه مُلک ته يې واپس راوله چې کوم تا د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو. ۳۵کله چې تۀ باران ايسار کړې ځکه چې ستا خلقو به ستا خِلاف ګناه کړې وى او بيا چې کله هغوئ توبه وباسى او مخ دې کور ته کړى، ځکه چې تا سزا ورکړې وه، ۳۶نو په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره. د بادشاه او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو ګناهونه معاف کوه. هغوئ ته د عمل نېغه لاره ښايه. اے مالِکه خُدايه، د خپلو خلقو په دې زمکه باندې باران وروه، کوم چې تا خپلو خلقو له په پوخ ميراث کښې ورکړے دے. ۳۷کله چې په مُلک کښې قحط يا وبا وى، يا په سوزېدونکې هواګانو او يا د قحطۍ مُولخانو په ذريعه فصلونه تباه شى، يا ستا د خلقو په ښارونو باندې دشمنانو حمله کړې وى، يا په هغوئ باندې څۀ افت يا بيمارى راشى، ۳۸نو بيا د هغوئ دُعاګانې اوره. کۀ ستا خلقو بنى اِسرائيلو نه څوک هم د زړۀ د اخلاصه توبه وباسى او خپل لاسونه د دُعا دپاره دې کور ته اوچت کړى، ۳۹نو د هغوئ سوال اوره. د هغوئ دُعا په آسمان کښې په خپل کور کښې اوره، هغوئ معاف کوه او مدد يې کوه. يواځې تۀ د انسان د زړۀ په خيالونو پوهېږې. د هر چا سره هغه سلوک کوه چې څنګه يې حقدار وى، ۴۰نو ستا خلق به ټول عُمر ستا تابعدارى کوى چې په هغه مُلک کښې اوسيږى چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے دے. ۴۱‏-۴۲نو بيا کله چې د بل مُلک خلق کوم چې ستا د قوم بنى اِسرائيلو نه نۀ وى او ستا د شُهرت او د هغه لويو کارونو نه خبر شى چې تا د خپلو خلقو دپاره کړى دى او ستا د عبادت دپاره د لرې نه راشى او دې کور طرف دُعا وکړى، ۴۳نو د هغۀ سوال اوره. په آسمان کښې چرته چې تۀ اوسېږې د هغۀ سوال اوره او چې څۀ غواړى نو هغه ورله ورکړه، نو داسې د دُنيا ټول قومونه به تا وپېژنى او ستا تابعدارى به کوى، لکه چې ستا خلق بنى اِسرائيليان يې کوى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې دا کور چې کوم ما جوړ کړے دے هغې پورې ستا نوم تړلے شوے دے. ۴۴کله چې تۀ خپلو خلقو له د تلو حُکم ورکړې چې د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ وکړى او هغوئ تا ته سوال وکړى، چې دې ښار ته چې تا خوښ کړے دے او چې دې کور ته يې مخ وى چې ستا د عبادت دپاره ما جوړ کړے دے، ۴۵نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې هغوئ ته غوږ اېږده او هغوئ له فتح ورکوه. ۴۶کله چې ستا خلق ستا خِلاف ګناه وکړى (داسې هيڅ څوک هم نشته چې ګناه نۀ کوى)، او تۀ په غصه کښې هغوئ پرېږدې چې دشمن شکست ورکړى او هغوئ يې خپل مُلک ته قېديان بوځى، کۀ هغه مُلک لرې هم وى، ۴۷خو د خپلو خلقو سوال اوره. کۀ هغوئ د جلاوطنۍ په مُلک کښې توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او دا اِقرار وکړى، چې هغوئ څومره ګناهګار او بدعمله دى، نو اے مالِکه خُدايه، د هغوئ سوال اوره. ۴۸خو کۀ د دشمن په مُلک کښې هغوئ په رښتيا او خلوص سره توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او مخ يې دې مُلک ته وى چې تا زمونږ پلار نيکۀ له ورکړے دے، هغه ښار چې تا خوښ کړے دے او دا کور چې ما ستا دپاره جوړ کړے دے، ۴۹نو د هغوئ دُعا ته غوږ نيسه. په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ سوال اوره او د هغوئ مدد کوه. ۵۰د خپلو خلقو ټول ګناهونه او ستا خِلاف سرکشۍ معاف کوه او هغه دشمنان ورباندې مِهربانه کړه، کومو چې جلاوطن کړى وُو. ۵۱هغوئ بيا هم ستا خپل خلق دى، هغه ميراث، چې تا د مِصر مُلک نه راوويستل چې سم سور اور وو. ۵۲مالِکه خُدايه، تۀ په بنى اِسرائيلو او ستا خِدمت کوونکى باندې همېشه د رحم نظر کوه او چې کله هم هغوئ تا ته د مدد چغه وهى نو د هغوئ سوال اوره. ۵۳تا هغوئ د ټولو قومونو نه خوښ کړل چې ستا خپل خلق شى لکه څنګه چې تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ ته فرمائيلى وُو کله چې تا زمونږ پلار نيکۀ د مِصر نه راويستل.“

آخرى دُعا

۵۴کله چې سليمان مالِک خُدائ ته دُعا ختمه کړه، نو هغه د قربان‌ګاه په وړاندې پاڅېدو، چرته چې په سجده شوے وو او لاسونه يې آسمان ته اوچت کړى وُو. ۵۵هغه پاڅېدو او په اوچت آواز يې د بنى اِسرائيلو ټول قوم دپاره د خُدائ پاک نه برکت وغوښتو چې هلته راغوڼد وُو. او هغۀ وفرمائيل، ۵۶”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ خپلو خلقو له امن ورکړے دے، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې وه. هغه په خپلو ټولو پَخو وعدو کښې پاتې نۀ دے راغلے کومې يې چې د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه يې کړې وې. ۵۷مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دې زمونږ مل وى، لکه څنګه چې هغه زمونږ د پلار نيکۀ مل وو، هغه دې زمونږ نه هيڅکله نۀ ځى او نۀ دې مونږ پرېږدى، ۵۸چې هغه زمونږ ارادې بدلې کړى، نو چې مونږ هر څۀ کوُو د هغۀ مرضى پوره کوُو او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منو چې زمونږ پلار نيکۀ له يې ورکړى وُو. ۵۹مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دې هر وخت دا خبرې يادې ساتى چې ما هغۀ ته کړې دى. هغه دې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو او زما مدد وکړى، لکه څنګه چې د هرې ورځې ضرورتونه لرو. ۶۰نو د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صِرف مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے او بل يو خُدائ هم نشته. ۶۱تاسو يعنې د هغۀ خلق دې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک پوره وفادار وى، چې د هغۀ په ټول قانون او حُکمونو باندې هم هغه شان عمل کوئ لکه څنګه چې نن کوئ.“

د مالِک خُدائ د کور وقف کېدل

۶۲سليمان بادشاه او د هغۀ سره ټولو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته نذرانې پېش کړې. ۶۳سليمان دوويشت زره څاروى او يو لاک شل زره ګډې د سلامتۍ نذرانې په توګه پېش کړې. نو داسې بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو د مالِک خُدائ کور وقف کړو. ۶۴هم په هغه ورځ هغۀ د دربار مرکزى حِصه هم وقف کړه، کومه حِصه چې د مالِک خُدائ کور ته مخامخ وه. هغۀ هلته پوره سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې، او د سلامتۍ نذرانو دپاره د څاروو وازګه پېش کړه. هغۀ داسې په دې وجه وکړل چې د زېړو قربان‌ګاه د دې ټولو نذرانو دپاره ډېره وړه وه. ۶۵سليمان بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو اووۀ ورځې د جونګړو اختر وکړو. هلته يوه لويه ګڼه وه چې په شمال کښې د حمات درې نه واخله په جنوب کښې د مِصر سرحد پورې وه. ۶۶په اتمه ورځ سليمان خلق رُخصت کړل. هغوئ ټولو د هغۀ صِفت کولو او د هغه ټولو برکتونو په وجه خوشحاله کورونو ته لاړل چې کوم برکتونه مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى داؤد او د هغۀ خلقو بنى اِسرائيلو له ورکړى وُو.