يوسفزئ

خط

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط - شپاړسم باب

د مقدسينو دپاره چنده

۱اوس د هغې چندې په حقله چې د مقدسينو دپاره کيږى تاسو به په هغه هداياتو عمل کوئ چې ما د ګلتيانو جماعتونو ته ورکړى دى. ۲د هرې هفتې په اوله ورځ دې په تاسو کښې هر يو کس د خپلې ګټې نه د خپل ځان سره څۀ نا څۀ جمع کوى، د دې دپاره چې کله زۀ درشم چې د چندې کولو حاجت ما ته نۀ وى. ۳او زۀ چې کله درشم نو زۀ به هغه کسانو ته چې تاسو ته قابل اعتماد وى د پېژندګلو خطونه وليکم چې يروشلم ته ستاسو چنده يوسى. ۴او کۀ دا مناسب وى چې زۀ هم لاړ شم نو هغوئ به ما سره يو ځائ لاړ شى.

د سفر دپاره منصوبې

۵زۀ به د مِکدونيه د تېرېدو نه وروستو تاسو له درشم ځکه چې زما اراده ده چې د مِکدونيه په لاره هلته لاړ شم. ۶او کېدے شى چې زۀ تاسو سره پاتې شم او ژمے تاسو سره تير کړم نو چې بيا زۀ چرته ځم نو تاسو به مې هلته رُخصت کړئ. ۷ځکه زۀ اوس په لاره کښې تاسو سره ملاقات کول نۀ غواړم بلکې زما دا اُميد دے کۀ مالِک وغوښتل نو څۀ وخت به تاسو سره تير کړم. ۸خو زۀ به د پنځوسمې اختر پورې په اِفِسوس کښې پاتې يم. ۹ځکه چې زما دپاره د ښۀ خِدمت يو لوئ ور کولاو دے او هلته مخالفين هم ډېر دى. ۱۰کۀ چرې تيموتيوس درشى نو خيال يې وساتئ چې هغه بې د څۀ يرې نه تاسو سره پاتې شى ځکه چې هغه هم زما په شان د مالِک خِدمت کوى. ۱۱خپلو ملګرو له دا موقع مۀ ورکوئ چې هغه سپک وګڼى بلکې هغه صحيح سلامت رارُخصت کړئ، زۀ د هغۀ په طمع يم سره د نورو وروڼو. ۱۲نو ما اپولوس ورور نه دا وغوښتل چې د نورو وروڼو سره تاسو ته درشى خو هغه اوس په درتلو راضى نۀ شو، خو چې کله ورته وخت مِلاو شى نو در به شى.

آخرى پېغامونه او سلامونه

۱۳بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ. ۱۴تاسو چې څۀ هم کوئ هغه په پوره مينې سره کوئ. ۱۵او تاسو ته پته ده چې په اخيه کښې د ستِفناس خاندان اول ايمان راوړو او خپل ځانونه يې د مقدسينو خِدمت ته وقف کړل، نو اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته خواست کوم چې ۱۶د هم دغه خلقو تابعدارى کوئ بلکې د هر هغه چا هم تابعدارى کوئ چې دغه شان خِدمت او محنت کوى. ۱۷زۀ د ستِفناس، فرتوناتوس او د اخيکوس په راتلو ډېر خوشحاله يم ځکه چې هغوئ ستاسو ځائ ونيولو. ۱۸ځکه چې هغوئ ستاسو او زما زياته ډاډګيرنه وکړه نو د دغه شان کسانو قدر کوئ. ۱۹د آسيه جماعتونه درته سلامونه وائى، اکوله او پرسکله د هغې جماعت سره چې د هغوئ په کور کښې دے تاسو ته په مالِک کښې د مينې ډک سلامونه کوى. ۲۰ټول وروڼه او خوېندې درته سلامونه وائى. په پاکې مينې سره يو بل ته سلام ووايئ. ۲۱زۀ پولوس درته په خپل لاس دا سلام ليکم. ۲۲څوک چې د مالِک سره مينه نۀ کوى په هغوئ دې لعنت وى، مالِکه راورسه. ۲۳د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې په تاسو وى. ۲۴زما مينه دې په عيسىٰ مسيح کښې تاسو ټولو سره وى.