د داریوش ځواب
۱نو داریوش پاچا یو فرمان ورکړ چې شاهي سندونه دې د بابل په ارشیف کې ولټول شي. ۲خو د اکباتان د ښار په بالاحصار کې چې د ماد په ولایت کې ؤ یو طومار وموندل شو چې په هغه کې داسې لیکل شوي وو:
- «دا رسمي سوانح دي.
- ۳کوروش پاچا د خپلې امپراتورۍ په لومړي کال حکم وکړ چې په اورشلیم کې دې د خدای کور د هغه په پخواني ځای کې د قربانۍ د وړاندې کولو دپاره بیا ودان شي. هغه دې داسې جوړ شي چې اووه ویشت متره لوړوالی او اووه ویشت متره سور ولري. ۴دېوالونه یې باید داسې جوړ شي چې د لویو تیږو د هرو درېو پوړونو په سر باندې دې یو پوړ لرګي وي. د هغې ټول لګښت دې د شاهي خزانې له خوا ورکړل شي. ۵همدارنګه د سرو او سپینو زرو هغه لوښي چې نبوکدنصر پاچا په اورشلیم د خدای د کور څخه بابل ته راوړي وو، هغه دې بېرته په اورشلیم کې د خدای په کور کې په خپلو ځایونو کې کېښودل شي.»
۶نو داریوش پاچا دا لاندې ځواب ولېږه:
- «د فرات د سیند د لوېدیځې خوا والي تتنای، شتار بوزنای او ستاسو هغه ملګرو مامورینو ته چې د فرات د سیند په لوېدیځ کې اوسیږي: د خدای کور ته نژدې نه شئ. ۷د خدای د دې کور د جوړولو په کار کې لاس وهنه مه کوئ. پرېږدئ چې د یهودا والي او د یهودیانو مشران هغه کور په خپل پخواني ځای کې بېرته ودان کړي. ۸زه په دې ډول تاسو ته حکم کوم چې د هغوی سره د خدای د دې کور په بیاجوړولو کې مرسته وکړئ. د هغوی لګښتونه دې پوره او بې له ځنډه د هغو شاهي پیسو څخه ورکړل شي چې د مالیو له لارې د فرات د سیند د لوېدیځې خوا په ولایت کې تر لاسه شوي دي، ترڅو په کار کې ځنډ رانه شي. ۹هغه څه چې کاهنان ورته په اورشلیم کې اړتیا لري یعنې سخوندران، پسونه او وري چې د اسمانونو خدای ته د سوځېدونکو نذرانو په توګه وړاندې کیږي او غنم، مالګه، شراب او د زیتونو تېل هره ورځ پرته له دې چې ځنډ په کې رامنځته شي، ورکړئ. ۱۰دا کارونه باید وشي، ترڅو هغوی وکولای شي هغه قربانۍ وړاندې کړي چې د اسمانونو خدای ورباندې خوشحالیږي او زما او زما د زامنو دپاره د برکت دعا وکړي. ۱۱برسېره پر دې، زه امر کوم چې که څوک د دې حکم نه سرغړونه وکړي، نو د هغه د کور نه دې د لرګیو یو تیر راوویستل شي، د هغه یو سر دې تېره شي او بیا دې د هغه په تن کې ومنډل شي. ورسته دې د هغه کور په ډېران باندې بدل شي. ۱۲هغه خدای چې اورشلیم یې د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی، هر پاچا یا هر قوم چې د دې حکم نه سرغړونه وکړي او د خدای دا کور وران کړي، خدای دې هغه له منځه یوسي. زه داریوش داسې حکم کوم چې زما د امر څخه دې په پوره توګه اطاعت وشي.»
د خدای د کور جوړېدل او وقف کېدل
۱۳نو څنګه چې پاچا حکم کړی ؤ، تتنای والي، شتار بوزنای او د هغو ملګرو مامورینو کټ مټ هماغسې وکړل. ۱۴د یهودیانو مشرانو د خدای د کور په جوړولو کې ښه پرمخ تګ وکړ، ځکه چې حجي او د عیدو زوی زکریا چې نبیان وو، هغوی یې د دې کار دپاره هڅول. هغوی د اسراییلو د خدای د حکم سره سم او د فارس د پاچاهانو کوروش، داریوش او د ارتخششتا د فرمان له مخې د خدای د کور کار سرته ورساوه. ۱۵هغوی د داریوش د امپراتورۍ په شپږم کال د ادار د میاشتې په درېمه ورځ د خدای د دې کور کار پای ته ورساوه. ۱۶د اسراییلو خلکو یعنې کاهنانو، لاویانو او هغو نورو خلکو چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، په خوشحالۍ سره د خدای د دې د کور د وقف کېدلو جشن ولمانځه. ۱۷هغوی د وقف کېدنې دپاره سل غویان، دوه سوه پسونه او څلور سوه وري قرباني کړل او دولس وزان یې د ټولو اسراییلو د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړل یعنې د هرې قبیلې په سر یو یو وز. ۱۸هغوی د موسی د تورات د لارښوونو سره سم په اورشلیم کې د خدای د خدمت دپاره د کاهنانو او لاویانو ډلې وټاکلې.
د فسحې اختر
۱۹هغه خلک چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو د لومړۍ میاشتې په څوارلسمه ورځ یې د فسحې اختر ولمانځه. ۲۰ټولو کاهنانو او لاویانو خپل ځانونه پاک کړل او د مذهبي دود او دستور له مخې پاک شول. لاویانو د هغو ټولو خلکو دپاره چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، د نورو کاهنانو او ځانونو دپاره د فسحې د قربانیو وري حلال کړل. ۲۱دا قربانۍ هغو اسراییلیانو وخوړلې چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو او هغو ګاونډیانو هم وخوړلې چې د دې هېواد د نورو ناپاکو قومونو د ګناه څخه ډک رواجونه یې پریښي وو، د دې دپاره چې د اسراییلو د څښتن خدای عبادت وکړي. ۲۲هغوی اووه ورځې د فطیرې ډوډۍ اختر په خوشحالۍ سره ولمانځه. د هغوی زړونه د خوشحالیو نه ډک وو، ځکه چې څښتن د آشور پاچا په هغوی باندې مهربانه کړی ؤ او د هغوی سره یې د اسراییلو د خدای د کور په بیاجوړولو کې مرسته وکړه.
Ezra 6
HISTORY
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
يوسفزئ
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/ezra-6/