يوسفزئ
تاریخى

د حضرت عزرا کِتاب - شپږم باب

د خورس د فرمان بيا جارى کېدل

۱نو داريوس بادشاه حُکم جارى کړو چې د بابل هغه شاهى تاريخ دې ولټولے شى کوم چې په خزانه کښې ساتلے شوے وو. ۲خو د مادى صُوبې په اکبتانا ښار کښې يو طومار پېدا شو، چې دا ليکل په کښې شوى وُو، ۳”د خپلې بادشاهۍ په وړومبى کال خورس بادشاه حُکم وکړو چې په يروشلم کښې دې د خُدائ پاک کور بيا جوړ کړے شى چې هغه يو داسې ځائ وى چرته به چې قربانۍ کيږى او نذرانې به سوزولے شى. د خُدائ پاک کور به تقريباً دېرش ګزه اوچت او دېرش ګزه پلن جوړولے شى. ۴دېوالونه به داسې جوړولے شى چې درې ردې د لويو کاڼو وى او په يوه رَده کښې د لرګى تختې لګولے شوى وى. دا ټوله خرچه به شاهى خزانه ورکوى. ۵نبوکدنضر بادشاه چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور نه کوم د سرو زرو او سپينو زرو لوښى بابل ته اوړى وُو نو هغه به هم د خُدائ پاک کور يعنې خپل صحيح ځائ ته راواپس کولے شى کوم چې په يروشلم کښې دے.“

د داريوس د خُدائ پاک د کور په حقله فرمان جارى کول

۶نو بيا داريوس بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”دا د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات حکمران تتنى، شتربوزنى او د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات ستا آفسرانو ته دے، چې تاسو به د خُدائ پاک د کور سره کار نۀ ساتئ ۷او د دې په جوړېدو کښې کار مۀ ساتئ. د يهوداه حکمران او يهودى مشران پرېږدئ چې هغوئ د خُدائ پاک کور هلته جوړ کړى چرته چې مخکښې ولاړ وو. ۸او دې سره زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د يهوداه د مشرانو مدد وکړئ چې دا بيا جوړ کړى. هغوئ له به د پوره خرچې دپاره د شاهى خزانې پېسې ورکولے شى چې د نمرپرېواتۀ طرف ته د فرات د محصُول نه اخستے شى، د دې دپاره چې کار ايسار نۀ شى. ۹بغېر د څۀ کمى نه، هره ورځ تاسو به په يروشلم کښې اِمامانو له هغه هر څۀ ورکوئ چې هغوئ ته د څۀ ضرورت وى، چې هغه سخى، ګډې، يا ګډُورى وى، چې د آسمان خُدائ پاک ته د قربانۍ په توګه سوزولے شى، يا چې هغه غنم، مالګه، مے، يا د زيتُونو تېل وى. ۱۰نو چې داسې هغوئ هغه قربانۍ پېش کړى په کومو باندې چې د آسمان خُدائ پاک رضا کيږى او زما او زما د زامنو دپاره د هغۀ نه برکت غواړى. ۱۱زۀ بل دا حُکم کوم کۀ څوک هم دا حُکم ونۀ منى، نو د هغۀ کور نه به د لرګى تير راوويستلے شى، د هغې يو سر دې تېرۀ کړے شى او په هغې دې ووژلے شى. او د هغۀ کور دې د ډېران يو ډېرے جوړ کړے شى. ۱۲هغه خُدائ پاک چا چې يروشلم د دې دپاره خوښ کړے دے چې هلته به د هغۀ عبادت کيږى نو کۀ کوم بادشاه يا قوم د دې حُکم نه اِنکار وکړى يا د دې کور د تباه کولو کوشش کوى نو خُدائ پاک دې ورله شکست ورکړى. ما داريوس دا حُکم کړے دے او دا حُکم دې پوره ومنلے شى.“

د خُدائ پاک د کور وقف کېدل

۱۳بيا تتنى حکمران، شتربوزنى او د هغوئ آفسرانو هم هغه شان وکړل چې څنګه داريوس بادشاه حُکم کړے وو. ۱۴يهودى مشرانو د خُدائ پاک د کور عمارت په ښۀ طريقه جوړولو، چې د هغوئ حوصله افزائى حجى او زکرياه پېغمبرانو کوله. هغوئ د خُدائ پاک کور هم هغه شان سر ته ورسولو لکه څنګه چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک حُکم کړے وو او خورس، داريوس او د فارس بادشاه ارتخششتا فرمان جارى کړے وو. ۱۵هغوئ د خُدائ پاک کور د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په شپږم کال کښې د ادر مياشتې په درېمه ورځ سر ته ورسولو. ۱۶بيا بنى اِسرائيلو، اِمامانو او ليويانو او هغه نورو ټولو خلقو په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک کور وقف کړو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو. ۱۷د وقف کولو دپاره هغوئ سل غوَيى، دوه سوه ګډان او څلور سوه ګډُورى د قربانۍ په توګه پېش کړل او دولس چېلى يې د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړل چې د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يو يو وو. ۱۸هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور د خِدمت دپاره اِمامان او ليويان د هغه اصُولو په مطابق منتخب کړل کوم چې د موسىٰ په کِتاب کښې ليکلے شوى وُو.

د فسحې اختر

۱۹کوم خلق چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو نو هغوئ په ورپسې کال د اولې مياشتې په څوارلسمه ورځ د فسحې اختر وکړو. ۲۰ټولو اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه پاک کړى وُو او د پاکېدو رسم يې ادا کړے وو. ليويانو د فسحې د اختر د قربانۍ دپاره د ټولو راواپس شوو خلقو، د اِمامانو او د خپلو ځانونو دپاره څاروى حلال کړى وُو. ۲۱دا قربانۍ هغه ټولو بنى اِسرائيلو وخوړلې چې څوک د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ورسره هغه خلقو هم وخوړلې چا چې د غېرو قومونو غلط رسمونه پرېښى وُو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت وکړى. ۲۲هغوئ د خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر وکړو. هغوئ ډېر خوشحاله وُو ځکه چې مالِک خُدائ د اسور بادشاه په هغوئ باندې مهربان کړے وو، نو په دې وجه هغۀ د هغوئ په کار کښې مدد وکړو چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور جوړ کړى.