EA Icon - Prophetic
نبوي

مکاشفه - اوولسم فصل

مشهوره بدلمنه ښځه او ځناور

۱بیا د هغو اوو فرښتو څخه چې جامونه یې په لاس کې وو، یوه یې ماته راغله او راته ویې ویل: «راشه، چې زه درته هغه مشهوره بدلمنه ښځه چې ډېرو سیندونو ته نژدې ناسته ده او سزا به ورته ورکول کیږي، دروښایم. ۲د ځمکې پاچاهانو د هغې سره زنا کړې ده او د نړۍ خلک د هغې د زناکارۍ د شرابو په څښلو نشه شوي دي.» ۳روح القدس زه تر خپلې اغېزې لاندې راوستلم او هغې فرښتې زه دښتې ته بوتلم. هلته ما یوه ښځه ولیدله چې په یو ځناور باندې چې سور رنګ یې ؤ، سپره وه. هغه ځناور اووه سرونه او لس ښکرونه لرل او په ټول بدن باندې یې کفري نومونه لیکل شوي وو. ۴هغې ښځې بانجاني او سره کالي اغوستي وو او په سرو زرو، زېوراتو او مرغلرو باندې سینګار شوې وه. د هغې په لاس کې د سرو زرو پیاله وه چې د کرکې وړ کارونو او د هغې د زناکارۍ د ناپاکۍ څخه ډکه وه. ۵د هغې په تندي باندې د پټ راز نه ډک یو نوم لیکل شوی ؤ: «لوی بابل، د ټولو بدلمنو او د ځمکې په مخ د ټولو د کرکې وړ کارونو مور.» ۶ما ولیدل چې هغه ښځه د خدای د خلکو په وینه او د عیسی د شهیدانو په وینه نشه وه. کله چې ما هغه ولیدله نو ډېر حیران شوم.

۷خو هغې فرښتې راته وویل: «ته ولې دومره حیران شوې؟ زه به تاته د هغې ښځې او د هغه ځناور چې اووه سرونه او لس ښکرونه لري او هغه ښځه ورباندې سپره ده، پټ راز ښکاره کړم. ۸هغه ځناور چې تا ولیده، یو وخت ؤ خو اوس نشته او هغه به د ځمکې د تل څخه راپورته شي او هلاک به شي. هغه خلک چې د ځمکې په مخ ژوند کوي او نومونه یې د نړۍ د پیدایښت نه مخکې د ژوندون په کتاب کې نه وي لیکل شوي، نو هغوی به د دې ځناور په لیدلو سره حیران شي، ځکه چې هغه یو وخت ؤ او اوس نشته، خو بیاهم هغه به بیا راښکاره شي.

۹په دې شیانو باندې د پوهېدلو دپاره حکمت په کار دی. دا اووه سرونه د هغو اوو غونډیو استازیتوب کوي چې هغه ښځه ورباندې کښېني. هغوی هم د اوو پاچاهانو په معنی دي، ۱۰چې پنځه یې د پاچاهۍ څخه لېرې شوي دي او یو یې اوس هم پاچاهي کوي او اووم یې لا تر اوسه نه دی راغلی او کله چې راشي، نو هغه باید د لږ وخت دپاره وي. ۱۱هغه ځناور چې یو وخت ژوندی ؤ خو اوس ژوندی نه دی، هغه اتم پاچا دی او د هغو اوو تنو څخه دی او هغه به هلاک شي. ۱۲هغه لس ښکرونه چې تا ولیدل، دا هغه لس پاچاهان دي چې تر اوسه لا پاچاهۍ ته نه دي رسېدلي، خو هغوی ته به د ځناور سره په پاچاهۍ کې د یو ساعت دپاره اختیار ورکړل شي. ۱۳ځکه چې د هغوی ټولو مقصد یو دی، چې خپل قدرت او اختیار به هغه ځناور ته ورکوي. ۱۴هغوی به د وري سره جنګ وکړي، خو وری به په هغوی باندې بریالی شي، ځکه چې هغه د څښتنانو څښتن او د پاچاهانو پاچا دی او کوم کسان چې په دې بریالیتوب کې ورسره دي، د هغه بلل شوي، غوره شوي، او وفادار پیروان دي.»

۱۵بیا هغې فرښتې ماته وویل: «تا چې کومې اوبه ولیدلې چې هغه بدلمنه ښځه ورباندې ناسته وه، هغه قومونه، ولسونه، نژادونه او ژبې دي. ۱۶هغه لس ښکرونه چې تا ولیدل او هغه ځناور به د هغې بدلمنې څخه کرکه وکړي. هغوی به د هغې نه هرڅه واخلي او هغه به لوڅه پرېږدي. هغوی به د هغې د بدن غوښه وخوري او هغه به په اور کې وسوځوي. ۱۷ځکه چې خدای د هغوی په زړونو کې دا غوښتنه او اراده پیدا کړې وه چې په یو زړه د خدای د مقصد د پوره کولو دپاره هغه ځناور ته د خپلې پاچاهۍ واک او اختیار ورکړي، ترڅو هغه څه چې خدای په خپل کلام کې ویلي دي هغه رښتیا شي. ۱۸هغه ښځه چې تاسو ولیدله، دا هماغه لوی ښار دی چې د نړۍ په پاچاهانو حکومت کوي.»

Revelation 17

PROPHETIC

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

يوسفزئ

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/revelation-17/