يوسفزئ
نبوى

د يوحنا رسول رويا - اوولسم باب

مشهوره کنجره

۱بيا هغه اووۀ فرښتې چې جامونه يې نيولى وُو، په هغوئ کښې يوه ما له راغله او وې وئيل چې، ”راځه چې زۀ درته د هغې لوئ کنجرې اَنجام وښايم چې د ډېرو سمندرونو دپاسه په تخت ناسته ده. ۲د دُنيا خلق په هغه شرابو نشه شول کوم چې هغې دوئ ته ورکړى وُو او بيا يې د هغې سره زنا وکړه.“ ۳روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او بيا فرښتې زۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چې په يوې سرې بلا سوره وه. چې د هغې په ټول بدن کُفر ليکلے وو او اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو. ۴هغه ښځې کاسنى سرې جامې اغوستې وې چې د سرو زرو په کالو، جواهراتو او ملغلرو سنګار شوې وه. د هغې په لاس کښې د سرو زرو پيالۍ وه چې د پليتۍ او د هغې د حرامکارۍ د ناپاکۍ نه ډکه وه. ۵او د هغې په تندى يو نوم ليکلے وو چې يو پټ راز دے، ”لوئ بابل، د کنجرو او د دُنيا د هرې پليتۍ مور.“ ۶او ما وليدل چې هغه ښځه د مقدسينو په وينه او د عيسىٰ د شهيدانو په وينه په نشه وه. کله چې ما هغه وليده نو زۀ ډېر حېران شوم. ۷خو فرښتې راته ووئيل چې، ”دا تۀ دومره ولې حېران يې؟ زۀ به درته د دې ښځې او دا چې په کومې بلا سوره ده چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې دى، د هغې راز ښکاره کړم. ۸کومه بلا چې تا وليدله، هم هغه ده چې ژوندۍ وه خو اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه به د عالمِ ارواح نه راوخېژى او هلاکه به شى. او په دُنيا کښې هغه خلق چې د چا نومونه چې له ازل نه د ژوندون په کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوى، هغوئ به د دې مړې بلا په بيا راښکاره کېدو حېران شى. ځکه چې هغه مخکښې وه، اوس نشته خو بيا به راځى. ۹او د دې خبرو د پوهېدلو دپاره ډېر حِکمت په کار دے. دا اووۀ سرونه هغه اووۀ غرونه دى چې دا ښځه پرې ناسته ده، خو دوئ هم اووۀ بادشاهان دى ۱۰چې پينځۀ بادشاهان پخوا تېر شوى دى او يو ژوندے دے او يو بل به راځى، او کله چې هغه راشى نو هغه به د لږ وخت دپاره وى. ۱۱او هغه بلا چې يو وخت ژوندۍ وه او اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه اتم بادشاه دے، خو بيا هم هغه د اوو نه يو دے او هغه به هلاک شى. ۱۲کوم لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه لس بادشاهان دى چې هغوئ لا حکومت نۀ دے شروع کړے، خو هغوئ به د يوې ګينټې دپاره د بلا سره د بادشاهۍ اختيار ومومى. ۱۳د هغه ټولو يو مقصد دے چې خپل طاقت او اختيار بلا له ورکړى. ۱۴هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“ ۱۵بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”تا چې کوم سمندر وليدو چې لويه کنجره پرې ناسته ده، دا د خلقو اُمتونه، قومونه او ژبې دى. ۱۶هغه لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه به سره د بلا د دې کنجرې نه نفرت کوى، هغوئ به دا بربنډه او برباده کړى او د هغې غوښه به وخورى او په اور به يې ايرې کړى. ۱۷ځکه چې خُدائ پاک د خپل مقصد د پوره کولو دپاره د دوئ په زړُونو کښې دا خبره اچولې ده چې دوئ په يو زړۀ سره بلا ته د خپلې بادشاهۍ اختيار ورکړى، ترڅو چې د خُدائ پاک کلام د دوئ په حقله پوره شى. ۱۸دا ښځه چې تا وليده هغه لوئ ښار دے چې د دُنيا په بادشاهانو حکومت کوى.“