د پولوس رسول خط

رومیان ‮د کتاب پېژندنه‬

د کتاب پېژندنه

دا لیک پولوس روم ته د خپل سفر د تیارۍ په وخت کې ولیکه. هغه غوښتل چې د هغه ځای ایماندارانو سره لیدنه کتنه او د هغوی په منځ کې کار وکړي او وروسته بیا د هغوی په مرسته اسپانیې ته لاړ شي. په روم کې ایماندارانو ته د هغه د لیکنې اصلي مقصد د یهودي او غیریهودي ایماندارانو په منځ کې د ایمان او عمل په یووالي باندې ټینګار کول ؤ. په همدې ډول په دې لیک کې مونږ وینو چې د عیسی مسیح په هکله زېری مونږ ته دا ښکاره کوي چې خدای څنګه انسانان په خپل نظر کې عادل جوړوي او دا د ایمان څخه پیل کیږي او په ایمان باندې پای ته رسیږي. په دې لیک کې د عیسی مسیح په وسیله د خدای د خلاصون د زیري په هکله د پولوس له خوا پوره تشریح شوې ده.

لومړی، دا زېری د خدای عدالت او رښتینولي څرګندوي. ټول خلک یعنې یهودیان او غیریهودیان دواړه دې ته اړتیا لري چې د خدای په نظر کې نېک او عادل وګڼل شي. ځکه چې ټول خلک د ګناه په واک کې دي او یوازې په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره د خدای په نظر کې نېک او عادل ګڼل کېدلی شي.

دوهم، دا زېری یو نوی انسانیت رامنځته کوي، ځکه چې ایمانداران اوس د عیسی مسیح سره په یووالي کې نوی ژوند لري. که څه هم شریعت ښه او رښتینی دی، خو هغه نه شي کولای چې مونږ د ګناه او مرګ د واک څخه وژغوري. د دې په ځای شریعت مونږ ته دا ښایي چې مونږ ګناهکاران یو. یوازې په مسیح باندې په ایمان راوړلو سره کېدلی شي چې مونږ وژغورل شو. ایمانداران د خدای سره په یووالي کې په سوله او سلامتۍ کې اوسيږي او د خدای د روح په وسیله د ګناه او مرګ د واک نه ازاد شوي دي.

درېم، دا زېری د اسراییلو سره د خدای وعده پوره کوي، خو بیاهم غیریهودیانو ته وړیا خلاصون وړاندې کوي. که څه هم ډېرو یهودیانو عیسی رد کړی ؤ، خو دا رد کېدل د خدای د مقصد یوه برخه ده، ترڅو ټول خلک دا موقعه ولري چې په عیسی مسیح کې د خدای فضل او خلاصون تر لاسه کړي. خو په پای کې پولوس په دې ډاډمن دی چې یهودیان به تل عیسی رد نه کړي.
څلورم، دا زېری کلیسا سره یو موټی او متحد کوي. مسیحیان په مسیح کې په خپل یووالي سره یو بل ته او ټولنې او خپل موجوده حکومتي مقامونو ته خدمت کوي. د روم کلیسا په هغه وخت کې د ډېرو قومونو نه جوړه شوې وه او پولوس ایمانداران دې ته هڅوي چې یو بل ومني، که هغه په خپل ایمان کې کمزوری وي یا قوي وي.

پولوس خپل لیک په کلیسا کې ایماندارانو ته په خپلو سلامونو سره پای ته رسوي. هغه د خدای ستاینه کوي چې د عیسی مسیح په هکله زېری ټولې نړۍ ته ښکاره شوی او رسېدلی دی، ترڅو ټول وکولای شي په هغه باندې ایمان راوړي، د هغه اطاعت وکړي او خلاصون ومومي.

د موضوعګانو لست

  • د لیک سریزه: ۱: ۱ - ۱۷
  • د خدای عدالت او خلاصون ته د انسان اړتیا: ۱: ۱۸ – ۳: ۲۰
  • د خدای د خلاصون لاره: ۳: ۲۱ – ۴: ۲۵
  • په مسیح کې نوی ژوند: ۵: ۱ – ۸: ۳۹
  • د اسراییلو دپاره د خدای نقشه: ۹: ۱ – ۱۱: ۳۶
  • مسیحي چلند: ۱۲: ۱ – ۱۵: ۱۳
  • د پولوس له خوا د زیري رسول او وروستني سلامونه: ۱۵: ۱۴ – ۱۶: ۲۷