EA Icon - Prophetic
نبوي

مکاشفه ‮د کتاب پېژندنه‬

د کتاب پېژندنه

د مکاشفې کتاب د یوحنا له خوا لیکل شوی دی. په دې مکاشفه کې عیسی مسیح یوحنا ته خپلې هغه رویاګانې وښودلې چې په راتلونکې کې به پېښې شي. دا مکاشفه د نوې لوظنامې د نورو کتابونو سره ډېر فرق لري، ځکه چې ډېرې برخې یې په استعارې او رمزي ژبه لیکل شوې دي چې ژورې او روحاني معنی ګانې لري. نو د لوستلو په وخت کې باید ورته پام وشي ترڅو تحت الفظي معنی نه شي.
دا کتاب په اصل کې د عیسی مسیح د مرګ او بېرته راژوندي کېدلو نه وروسته د روم په امپراتورۍ کې د ځورول شویو مسیحیانو د تجربې په هکله خبرې کوي. خو د هغه وخت راهیسې مسیحیانو دا کتاب د خپلې ځورونې په شرایطو کې د لارښوونې او ارامۍ دپاره تفسیر کړی دی، په داسې حال کې چې هغوی د عیسی مسیح د بېرته راتللو په انتظار دي چې په اخره زمانه کې به راځي.
دا لیکنې مسیحیانو ته هیله مندي ورکوي او هغوی هڅوي، ترڅو په خپل ایمان کې وفاداره پاتې شي. که څه هم د مکاشفې د کتاب د تفسیر په هکله ډول ډول نظرونه شتون لري، خو په دې کتاب کې یو شی د ټولو دپاره په پوره توګه ښکاره ده چې خدای د عیسی مسیح په وسیله په ټولو دښمنانو باندې بری مومي او هغه کسان چې عیسی مسیح ته وفادار پاتې کیږي، په نوي اسمان او ځمکه یعنې جنت کې به اجر ولري. خدای به د هغوی اوښکې پاکې کړي او ټولو غمونو ته به یې د پای ټکی کېږدي.

د موضوعګانو لست

  • د کتاب سریزه: ۱: ۱ - ۸
  • لومړنۍ رویا او اووه کلیساګانو ته پیغامونه: ۱: ۹ – ۳: ۲۲
  • طومار او د اووه مهرونو ماتول: ۴: ۱ – ۸: ۵
  • د اووه سرنیو اوازونه: ۸: ۶ – ۱۱: ۱۹
  • ښامار او دوه ځناور: ۱۲ – ۱۳ فصلونه
  • د ځمکې او اسمان په هکله رویاګانې: ۱۴ – ۱۵ فصلونه
  • د خدای د قهر او غضب جامونه: ۱۶ فصل
  • د بابل سقوط، د شیطان، د جعلي پیغمبر او د ځناور ماتې: ۱۷: ۱ – ۲۰: ۱۰
  • وروستنی قضاوت: ۲۰: ۱۱ - ۱۵
  • نوی اسمان او نوې ځمکه او نوی اورشلیم: ۲۱: ۱ – ۲۲: ۵
  • د عیسی راتلل: ۲۲: ۶ - ۲۱
Verified by MonsterInsights